ورزشکار کافي څښلو ته څومره اړتیا لري؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ غوایي، ۱۳۹۸ل): نوې څیړنې ښيي چې کافي د هر هغه چا لپاره چې ورزش کوي ګټوره ده، ځکه چې دا د ورزش فعالیت زیاتوي او د ورزش پایلو ترلاسه کولو کې غوره والی راولي.

د استرالیا ورزشي پوهانو په دې اړه پر ۳۰۰ کسانو څیړنې ترسره کړي چې کافي څرنګه د یوه ورزشکار انسان پر بدن مثبت اغیز کوي.

د پوهانو د وینا سره سم کافیین بدن نشیط کوي، تمرکز غوره کوي، بدن ته انرژي ورکوي، تنفس ښه کوي، او دغه څیزونه په مستقیم ډول پر فزیکي فعالیتونو مثبت اغیز کوي.

پوهان زیاتوي چې د ورزش نه وړاندې (۴۵ نه تر ۹۰ دقیقو پورې) کافي څښل انسان نور هم چټکوي، د بیلګې په ډول له کافي څښلو وروسته د ورزش پر مهال تاسې درانه څيزونه په اسانۍ پورته کولی شئ، پر پورته ځای په اسانه ختلی شئ او یا هم منډه د نورو ورځو په پرتله زیاته ووهلی شئ.

همدا ډول د فزیکي فعالیتونو پرته کافي څښل نورې ګټې هم لري، د څیړنو له مخې کافي د الزایمر ناروغۍ په مخنیوي کې، د زړه روغتیا سالمه ساتلو کې، د شکر ناروغۍ په مخنیوي کې، د ګوتو ناروغۍ «نقرص» په مخنیوي کې او داسې نور ډیره ګټوره ده، خو باید چې استعمال یې له اندازې زیات نه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د