امام الدین ساپی، حفیظ الدین پيرزاده، انجینر نذیر تنویر

د قطر سفر ( لومړ‎ۍ برخه)

حفیظ الدین پیرزاده

په نولسم د مارچ د شپې ناوخته دوحې ته ورسیدم!

ھلته د قطر د شخړ‎و د مطالعاتو د انستیتیوت استازی را ته ولاړ‎ و او د ھغه په ملتیا ھوټل ته لاړ‎م!

څرنګه چې شپه ناوخته وہ نو ما اوّل قضا شوي لمونځونه وکړ‎ل او بیا ویدہ شوم!

سھار اته بجې د ھوتل چای خونې ته لاړ‎م!

زما ملګری حدید الله نظیم صیب چې له لندن څخه راغلی و، ھمالته راته منتظر و.

له روغبړ‎ او مقدماتي خبرو پس مو سبا ناری پیل کړ‎. ھمدلته مې له یو بل ملګري سرہ چې عبید الله علَم نومیږ‎ي او ھغه ھم له لندن څخه له نظیم صیب سرہ یو ځای راغلی، ھم تعارف وشو.

موږ‎ د چای پر څکلو بوخت و چې پر مشر امام الدین ساپي صیب مې نظر پریوت. ھغه ځانته د چای پر برابرولو اخته و. زہ ورغلم، سلام مې وکړ‎ او په روغبړ‎ کې مې ځان ور وپیژاند.

ھغه ھم راغی او موږ‎ سرہ کیناست. موږ‎ چې څرنګ کیناستو، ساپي صیب ماته په تعجب را وکتل او و یې ویل: ما خو و نه پیژندې، را پاڅه چې بیا ستړ‎ې مه شي سرہ وکړ‎و. بیا یې په غیږ‎ کې یې ټینګ ونیولم. رښتیا چې زموږ‎ مشران ډیر شفیق، حلیم او مھربانه انسانان دي.

غرمه مو د کنفرانس د جوړ‎ونکي ډاکټر سلطان البرکات سرہ چې د یاد مرکز مسؤل ھم دہ وعدہ وہ.

ھغه د انستیتیوت له کار کونکیو سرہ یو ځای راغی. غرمنی مو سرہ یو ځای وخوړ‎ہ او بیا مو سرہ تعارف وکړ‎.

البرکات د غونډې د لغوہ کیدو خبر راکړ‎ او زیاته یې کړ‎ہ چې د شخړ‎و د ھواري غونډې کله کله له داسې غیر مترقبه پیښو سرہ مخ کیږ‎ي چې سړ‎ی باید ورسرہ له زغم او تحمل څخه کار واخلي. ھغه وویل: موږ‎ نا ھیلې نه یو او کوښښ کوو چې ژر تر ژرہ د بلې غونډې تابیا ونیسو.

موږ‎ ته یې وویل: تاسې زموږ‎ میلمانه یاست، دا دوہ ورځې دلته په ارامه تیرې کړ‎ئ، بیرون لاړ‎ شئ، دوحه وګورئ، موږ‎ د اسلامي ثقافت ډیر ښکلی میوزیم لرو، ھغه و ګورئ او نور.

ما ترې غوښتنه وکړ‎ہ چې که زمینه برابرہ شي او موږ‎ دا انستیتیوت چې موږ‎ یې را دعوت کړ‎ې یو، وګورو، ډیر به ښه وي. بیا مو ډوډۍ یو ځای سرہ وخوړ‎ہ او ھغه لاړ‎.

ماسپښین د اسلامي امارت د تشریفاتو رئیس ښاغلی عبد الأحد جھانګیروال، او د هغه همکاران ښاغلی عابد، ښاغلی نبراس الحق عزیز او مولوي ښاغلی مولوي روح الله مو ستړ‎ي مه شي ته راغلي و. تعارف مو سرہ وکړ‎. له جھانګیروال صیب سرہ مې څو ځله په تیلفون خبرې شوې وې، د لیکنو له لیارې مو د نظرونو تبادله ھم شوې وہ خو مخامخ مو سرہ نه و لیدلي. په لیدلو یې زیات خوښ شوم، ډیر خلیق انسان دی.

د امارت له یادو کسانو سرہ مو داسې غوټه کړ‎ہ چې د سیاسي دفتر له مشرانو سرہ به سھار لس بجې وګورو.
موږ‎ نه غوښتل ډوډۍ ورسرہ وخورو، ځکه ښه مکلفه ډوډۍ مو دلته په ھوټل کې د انستیتیوت لخوا حواله وہ، خو ھغوی د افغاني دود له مخې په ډوډۍ ټینګار کاوہ. موږ‎ آخر د خپل ضد وسله پر ځمکه کیښودہ او ورسرہ مو ومنله. له دې ملګرو سرہ مو ډیر خوږ‎ بنډار وکړ‎، تر ناوخته زموږ‎ سرہ ناست ول او بیا لاړ‎ل.

په ھوټل کې زما ډیر وخت له حدید الله نظیم صیب سرہ په خبرو تیریدہ. نظیم صیب په لندن کې اوسیږ‎ي.

ھغه دمیانه قد، لوړ‎و اخلاقو، تورې ږ‎یرې، سپین زړ‎ہ او فکري مسلمانۍ ګرځندہ سمبول دی.

نظیم صیب خپل کیڼ لاس د اسلامي نظام د راوستلو په لیار کې قرباني کړ‎ی. ډیرو ستونزو، کړ‎اونو، په لندن کې تعقیبونو او مصایبو یې ھوډ ټکنی نه کړ‎ای شو. زہ ھمالته پوہ شوم چې دې زلمي ته حدید ولې وایي!!!

د قطر له سفر څخه بله ګټه مې له مشر ساپي صیب امام الدین سرہ لیدل و. صافی صیب په ټوله مانا د یوہ رښتیني مشر مواصفات پخپل ذات کې را جمع کړ‎ي.

ما یې له صحبت څخه ډیر څه زدہ کړ‎ل. ما به له نورو مل ګرو څخه د ساپي صیب د مالي مرستو او اقتصادي قربانیو کیسې اوریدې، خو چې کله پوہ شوم ھغه د اشغال په مقابل کې د خپل زړ‎ہ ټوټه خپل ځوان زوی ھم قرباني کړ‎ی نو بیا مې سر خلاص شو چې د امارت مشران او کشران ولې دې ږ‎یر خرئیلي مشر ته په دومرہ احترام او عزت قایل دي!

د ھمدې ورځې په ماښام مې ډاکټر صیب فاروق اعظم د ھوتل په استقبالیه کې ولید. ھغه ھمدا اوس را رسیدلی و. موږ‎ ټولو ورسرہ روغبړ‎ وکړ‎ او پر راتګ یې زیات خوشاله شو. بیا مو د سھار له پرو ګرام څخه خبر کړ‎.

ډاکټر صیب د ارام او جامو بدلولو لپارہ خپلې خونې ته لاړ‎ او موږ‎ څو کسان د ھوټل د میلمنو په ھال کې سرہ پاته شو چې د خبرو او بحث موضوع مو سبا ته د امارت مشرتابه ته د یوہ مؤثر پیغام د رسولو په څرنګوالي را څرخیدہ.

د ماښام ډوډۍ کې راسرہ ډاکټر صیب فاروق اعظم ھم موجود و. له ډوډۍ پس مو د سبا پر اړ‎ہ ھر اړ‎خیزې خبرې وکړ‎ې او بیا د شپې لس بجې سرہ جلا شو.

ما سرہ د ځینو ملګریو راغلي پیغامونه ھم ول چې د امارت مشرانو ته یې ورسوم.

د یو مخلص او مجاھد ورور فرمائش چې ستانکزی صیب به په ږیرہ ښکلوم مې ھم په سر کې ګرځید او خپل اند، تشویش او پوښتنې چې باید د امارت له مشرانو سرہ یې مطرح کړ‎م ھم!!!

په ھمدې فکرونو کې د خوب ښاپیرې را باندې خپلې وزرې خپرې کړ‎ې وې! او له اوږ‎دو فکرونو او سوچونو څخه یې راته پخپله نرمه غیږ‎ہ کې پناہ را کړ‎ې وہ!!

( دا لړ‎ۍ ادامه لري )

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د افغان ولس ریښتونی خواخوږی د تل کمیاب او سر لوړی اوسی؛ پداسی منورو خلکو ټول مجلس ښکلی وی.
کاشکی دا دی غونډی ګډون مو په نصیب شوی وای.