مختصر نبوي سیرت «اوومه برخه»

 عبدالرحمن محمود

د پټ دعوت مرحله:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له لوري مبعوث شو، د رسالت او نبوت مسئولیت ور له غاړي شو، دعوت یي شروع کړ، أول یي دعوت و هغو کسانو ته ورکړ چي يا یي خپلوان او أقرباء وه او یا یي ډیر مخلص ملګرې وه، أول چي یي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ته لبیک ووایه أبوبکر الصدیق رضي الله عنه وو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخلص او نږدي ملګری وو، چي دده په واسطه سره بیا نورو جلیل القدر صحابه يي کرامو ایمان قبول کړ، او بل حضرت علي کرم الله وجهه وو، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا ځوی وو، او بل خدیجة رضي الله تعالی عنها وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمن وه، او بل یي مریی زید رضي الله عنه وو، دا هغه شخصیتونه وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړي اخلاق او صفتونه ښه ورته معلوم وه، له همدي کبله تر ټولو مخکي دوی ایمان راوړ، ځکه چي دوی په دي یقین وه چي د داسي صفاتو او اخلاقو څښتن کله دروغجن نشي کیدای.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ابتداء کي دعوت په ښکاره نه کاوه بلکي و أفرادو او یوه یوه شخص ته به یي په پټه دعوت ورکاوه، مسلمانانو هم خپل عبادت په ښکاره نه کاوه د قریشو د محبت له بتانو سره او د هغوی د جاهلي تعصب څخه د ویري له أمله.

کله چي د مسلمانانو تعداد و دیرشو کسانو ته ورسید، دلته ضروري وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی سره په یو خاص کور کي یو ځای سي تر څو چي د دین ضروریات ور وښیې، د همدي غرض لپاره یي د ” الأرقم ” په نامه صحابي، د هغه کور وټاکه، او هلته به رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو سره یو ځای کیدی او تعلیم به یي ورته کاوه.

په دي مرحله کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د مختلفو مرتبو خلګو ایمان راوړ، د قبائلو مشران هم پکښي وه، تازه ځوانان هم پکښي وه، ښځې هم پکښي وي، مریان هم پکښي وه.

دا صحیح خبره نده (چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي فقط فقیرانو ایمان راوړ، مشران او حیثیت والا خلګ نوه پکښي) قرآن کي چي ورته مستضعفین ویلی دا په دي خاطر چي هغوی په هغه وخت کی د مشرکینو سره د مقابلي توان نه لاره.

په همدي مرحله کي پر مسلمانانو باندي پنځه وخته لمونځ فرض سو، خو دوه دوه رکعته به یي کاوه، د معراج په شپه باندي بیا څلور رکعته سوه په استثناء د سهار د لمانځه چي پر دوه رکعته پاته سو، او د ماښام د لمانځه چي دري رکعته سو.

چي کله به مسلمانانو لمونځ کاوه مشرکینو به استهزاء ورپسي کوله، په همدي مورد کي دا آيت شریف را نازل سوه.
(فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ。إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ[ سورة الحِجر ])

ته هغه وکه چي ته په أمر سوی یي، د مشرکینو څخه مخ واړوه، موږ درته کافي یو د هغوی له شره څخه مو ساتنه کوو.

نور بیا…..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د