سعودي عربستان 37 تنه سعودیان د ترهګرۍ په تور اعدام کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳غوایی، ۱۳۹۸ل): د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې 37 تنه سعودي اتباع یې له ترهګرۍ سره د تړاو په تور په دار ځړولي دي.

د سعودي عربستان خبري آژانس (واس) راپور ورکړی چې نن د اپریل په 23مه د سعودي په پنځو ښارونو (ریاض، مکه مکرمه، مدینه منوره، قصیم شرقي او قصیم مرکزي) کې 37 تنه هغه بندیان اعدام شوي چې وار له مخه لا په مختلفو وختونو کې د حکومت لخوا زندانونو ته اچول شوي وو.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان یې له دې امله اعدام کړي، چې په وینا یې له ترهګرۍ سره یې تړاو درلود.

په دې وروستیو کلونو کې په سعودي عربستان کې ډېری شمېر سعودیان چې اکثریت یې اسلامپال وګړي، دیني علماء، د حکومتي تګلارو سیاسي منتقدین؛ او شیعه مذهبه ناراضیان دي؛ د حکومت له لوري زندانونو ته اچول شوي، چې زیاتره وخت یې پرخواله رسنیو د خورا ناوړه حالت راپورونه هم ورکول کیږي.

که څه هم نړیوالي بشري ټولني وخت نا وخت پر سعودي له دې امله نیوکي کوي چې ګویا د نړیوالو بشري نورمونو درناوی نه کوي، خو د دې وروستیو ډله ایزو اعدامونو په اړه یې تراوسه غبرګون نه دی رسنیز شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د راتلونکی نړیوال مهدوی انقلاب په لومړۍ ورځ به د شیطان د اعدام د حُکم د اجراء د امضا تر څنګ اولین په اعدام محکوم کسان همدا آل سعود وی.
ژوندی!!! دی وی د بشر د حقوقو نړیوال کمیسون. که دا کمیسون نه وای نن به د نړۍ ډېر وګړی د لوږی او جګړو قربانی وای.

پتنګ
میلمه
پتنګ

حضرت خانه ګوره ستا سو دیموکرات ملګري دوه ډوله اخلاق لري او هغه هروخت ټول د ځان په ګټه !