د سریلانکا د خونړیو پیښو مسؤولیت داعش په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳غوایی، ۱۳۹۸ل): د داعش ډلې په یوې رسمي خبرپاڼې کې ویلي چې د سریلانکا وروستی خونړۍ چاودنې دوی تر سره کړي دي.

د داعش ډلې خبري اژانس «اعماق» د یوې خبرپاڼې سره مل د هغو بریدګرو انځورونه هم نشر کړي چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې يې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.

باید وویل شي چې د تیرې سې شنبې په ورځ په دوه کلیساو او څلورو هوټلونو کې چاودنې وشوې چې له امله یې تر اوسه د ۳۲۱ تنو د وژل کېدو او په سلګونو نورو ټپې کیدو خبر ورکول شوی دی.

د سریلانکا چارواکو دغه پيښه نړیوالې شبکې ته منسوب کړې وه او دا یې په نیوزیلانډ کې د مسلمانانو پر مسجدونو د بریدونو سره تړلې وه.

د سریلانکا دفاع وزیر د پارلمان پر وړاندي وویل چې دا چاودنې د نیوزیلانډ د کرایس چرچ په سیمه کې د مسجدونو د برید په غچ کې تر سره شوي دي.

د سریلانکا امنیتي ادارو ددې تر مخه ویلي وه چې دوی تر اوسه ۴۰ تنه مشکوک کسان د چاودنو په تړاو نیولي دي او تحقیقات یې ورسره پیل کړی دی.

نن د سې شنبې په ورځ په دغه هیواد کې رسمي ماتم وو، چې په ترڅ کې يې پر دولتي ودانیو بیرغونه نیم ځوړند شول، د شرابو دوکانونه وتړل شول، ۳ دقیقې چوپتیا تر سره شوه او همداسي په تلویزون او راډیو کې ملي موسیقي غږول کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د