نړۍ

په فلسطین کي یهودانو مسجد سوځولی

burned_masjidنن ټکی آسیا: په فلسطین کي تیره ورځ غاصب یهودانو د فلسطينیانو یو مسجد وسوځولو.

د تفصلاتو سره سم تیره ورځ د سهار لمانځه تر مخه یو څو اسراييلي غاصب یهودانو چي د فلسطینانو پر ځمکو او کلیو يي په الضفة الغربیة کي قبضه اچولي، د نابلس ښار په جنوب کي د حواره په ښار ګوټي کي یو مکتب ته ننوتلي او هلته يي د د مسجد هینداره ماته کړې او بیا يې مسجد ته دننه تیل او نور سوځونکي توکي ورغورځولي او د سیمي څخه تښتېدلي.

ځکه چي د سهار د لمانځه وخت را نیژدې وو، مسجد د بشپړه سوځولو څخه وژغورل سو، مګر بیا هم د مسجد فرشونه، د بجلي تارونه، د اواز سیسټم، محراب او د قرآن کریم په لسګونو نسخې په اور سوځول شوي وې.

یهودان په الضفة الغربیة کي ځاي په ځای خپل کلي جوړ کړي، او کرار کرار فلسطینيان تنګه وي، او دې ته یې اړباسي چي سیمه خالي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x