روسیه، چین او امریکا د افغان سولې په اړه جرګه کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان لپاره د روسیې، چین او امریکا ځانګړي استازي د روانې میلادي میاشتې په ۲۵ مه د افغان سولې په اړه ناسته کوي.

کابل کې د روسیې له سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د یاد خبر پخلی شوی او زیاته شوې چې د روسیې له لوري به ضمیر کابلوف په یادو خبرو کې ګډون وکړي.

د اعلامیې په بنسټ؛ په یاده درې اړخیزه ناسته کې به له امریکا سره د طالبانو په خبرو او د افغانستان په اوسني امنیتي وضعیت او ننګونو خبرې وشي او د غونډې په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.

که څه هم د روسیې سفارت د غونډې ددوه نورو ګډونوالو نومونه نه دي ذکر کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې روسیې ته د «زلمي خلیلزاد» د سفر خبر ورکړل شوی.

یاده دې وي چې؛ د افغان سولې په اړه د چین، روسیې او امریکا راتلونکې ناسته د یادو هیوادونو تر منځ د خپل ډول دوهمه غونډه ده چې؛ تېر پړاو یې په واشنګټن کې ترسره شوی وو.

په ورته مهال؛ یاد هیوادونه داسې وخت له امریکا سره د طالبانو د خبرو په اړه ناسته کوي چې؛ تمه ده امریکايي ډيپلوماټان د زلمي خلیلزاد په مشرۍپه  نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره د مذاکراتو نوی پړاو پیل کړي، طالبانو ددې پړاو مذاکراتو په اړه ویلي چې؛ تېر ځل له امریکا سره د امریکایي ځواکونو په وتلو هوکړې ته رسېدلي او دا ځل به یې په جزئیاتو بحث کوي.