د ایران پارلمان د امریکا په وړاندې د متقابل غبرګون طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴غويی، ۱۳۹۸ل):وروسته له هغه چې؛ د امریکا د متحده ایالاتو د ایران رسمي نظامي ځواکونه «سپاه پاسداران» د ترهګرو په لست کې ورګډ کړل؛ د ایران پارلمان یې په وړاندې د متقابل غبرکون طرحه تصویب کړه او له خپل حکومت  يې وغوښتل څو د امریکا د «تروریستي» اقداماتو په وړاندې «پرېکنده» غبرګون وښيي.

د «یورو نیوز» په حواله؛ د یادې طرحې له مخې د ایران دولت مؤظف شوی څو؛ د سپاه پاسداران ځواکونو ساتنې ته پاملرنه ډېره کړې او د مخابراتو له وزارت غوښتل شوي څو د امریکا د مرکزي ځواکونو «سینټکام» د مشرانو او ورسره تړلو سازمانونو په اړه معلومات راټول کړي.

همدا راز په یاده طرحه کې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مکلف شوی څو له هر ډول ممکنه سیاسي، ډيپلوماټيکي لارو په سیمه کې د امریکا د نفوذ مخنیوی وکړي او ددې هیواد د نظامي اډو په تړلو کې خپل وس وکاروي.

یاده دې وی چې؛  د امریکا کانګریس کابو دوه اونۍ وړاندې «سپاه پاسدارن» د تروریستي ډلوتملیوونکي وبلل او د ترهګرو په لست کې یې شامل کړل چې؛ له امله یې ایران توند غبرګون وښود او ګواښ یې وکړ که له یاد لست څخه يې د ځواکونو نومونه ونه ایستل شي دوی به د امریکايي ځواکونو او داعش په وړاندې یو ډول ګامونه اوچت کړي.

هیره دې نه وي چې؛ دا لومړی ځل دی چې یو هیواد د بل هغې رسمي نظامي ځواکونه د ترهګرو په لست کې شاملوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د