حکومت سیاسیونو ته په «لویه جرګه» کې د ګډون خواست کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴غويی، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې د ګډ حکومت له لوري د مشورتي لویې جرګې رابللو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي حکومت لا هم هڅه کوي؛ د مشورتي لویې جرګې رنګ پيکه نه شي او له افغان سیاسیونو او د جرګې له تحریم کوونکو غواړي څو په یاده جرګه کې ګډون وکړي.

د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمېسیون مشر «عمر داودزي» تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال په هغو افغان سیاسیونو چې مشورتي لویه جرګه یې تحریم کړې غږ وکړ څو په یاده جرګه کې ګډون وکړي.

داودزي وویل « که چېرې ځينې ګوندونه او خلګ شک لري چې حکومت له مشورتي لویې جرګې بده ګټه اخلي، زه هغوی ته ډاډ ورکوم، تاسو راشئ په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړئ، که چېرې داسې څه پېښ شول موږ به ستاسو تر څنګ ودرېږو».

یاده دې وي چې؛ حکومت وروسته له هغه افغان سیاسیونو ته په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون خواست کوي چې؛ ګڼو افغان سیاسیونو له یادې جرګې سره پریکون اعلان کړی او یاده جرګه یې «سفارشي»، «بې ګټې»، «بې اثره» او د اشرف غني د واک د تمدید هڅه بللې.

بل لور ته د طالبانو په خبره؛ یاده جرګه د «اشغال» له اهدافو سره مرسته کوونکې  بللې او له خلګو یې غوښتي څو په دې ډول جرګو کې ګډون ونکړي.

تبصرې (1)

  • دا به بیا څه ډول غلامان وی چی د مزدورانو په جرګه کی ګډون کوی. یعنی دغلامانوغلامان. بی مغزومتفکر د دی جرګی پواسطه کوښښ کوی چی د خپل غیرقانونی حکومت ژوند یو څو ورځی اوږدکی. داجرګه به د افغان مظلوم ولس هیڅ درد دوانکی.