یوناما: د وسلوالو ډلو په پرتله دولتي او نړیوالو ځواکونو ډېر «ملکي تلفات» اړولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» په خپل مستند راپور کې څرګنده کړې چې؛ سږ کال د وسلوالو ډلو په پرتله دولتي او  نړیوالو ځواکونو زیات ولسي وګړي وژلي.

یاد راپور چې د «۲۰۱۹» کال د لومړیو څلورو میاشتو د ملکي تلفاتو په اساس ترتیب شوی ښيي چې؛ که څه هم د تېر کال د لومړیو څلور میاشتو په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې خو کومه مرګ ژوبله چې رامنځته شوې تر ډېره یې دولتي او نړیوال ځواکونه مسئول دي.

یوناما وايي؛ د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ټولټال ۱۷۷۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي چې له ډلې یې ۵۸۱ تنه مړه او ۱۱۹۲ نور ټپیان شوي، په یادو شمېرو کې د  ۵۸۲ ماشومانو تلفات هم شامل دي چې له منځه یې ۱۵۲ ماشومانو ژوند ژوند بایللی او پاتې یې ټپيان دي.

د یوناما ددې راپور په اساس؛ د پورته تلفاتو ۵۳ سلنه د دولتي ځواکونو، ۳۹ سلنه د وسلوالو ډلو او ۸ سلنه یې د ګډو ځواکونو له لوري ملکي وګړو ته اوښتي.

یوناما همدا راز خواشینې ښکاره کړې او هیله یې څرګنده کړې څو د جګړې ښکېل اړخونه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ورته وخت کې؛ په یوناما سربېره د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په یوه راپور کې د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو د لوړوالي کچه ۱۹ سلنه ښودلې وه.

یاده دې وي چې؛ په لومړي ځل یوناما داسې مهال د ملکي خلګو د لوړو تلفاتو کچه په دولتي او نړیوالو ځواکونو وراچوي چې په دې وروستیو کې په ولسي وګړو چاپو او بمباریو زور اخستی او هره اونۍ لسګونه ولسي وګړي د ړندو بمباریو او بېباکه چاپو ښکار ګرځي چې؛ د څارونکو په اند د تلفاتو کچه یې د یوناما د شمېرو په پرتله څو چنده زیاته ده.

طالبانو که څه هم تر اوسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې یوناما او د بشر حقوقو کمېسیون تورن کړي چې له ملکی تلفاتو سره سیاسي چلند کوي او د دولتي او نړیوالو ځواکونو په وژنو پرده اچوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د