جنت

جنتونه او د هغوی نعمتونه! «شپږمه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنت مېوې او مرغان:

وړاندې یادونه وشوه، چې د جنت ونې خزان نه لري؛ دا راز په یو لړ آیتونو او نبوي حدیثونو کې د جنت د مېوو او د هغو د ستروالي، رنګونو او خوندونو په اړه یادونه شوې.

د جنتي مېوو پاڼې نه رزېږي، هیڅکله یې مېوه پرېکون او ورکه نلري؛ نه یې اوبېدلو ته اړتیا شته، نه لمر او نه هوا غواړي؛ نه یې څوک د خوړلو موخه نیولای شي. جنتیان چې هروخت وغواړي، هر ډول مېوه تر لاسه کولای شي، که د ونې په لوړ سر کې وي؛ خو چې هغوی یې یواځې ارزو وکړي؛ یاده مېوه به په اسانه هغوی ته را ټیټېږي، تر دې چې د خوب پر مهال به هم ترې خوراک کولای شي.

د جنت د مېوو د خوند، رنګ او بوی اټکل له دې هم لګولای شو، چې د درختو تنې یې له سرو زرو نه جوړې دي؛ نو مېوه به یې په کوم معیار، څرنګه او څومره وي.

په دنیا کې د جنتي مېوو یواځې نومونه شته او بس. د بېلګې په توګه، بېره یادولای شو، چې کمزورې مېوه پنځوي او کېکر یادولای شو، چې یواځې د سایې کار ترې اخیست کېږي؛ خو په جنت کې به په زیاته پیمانه حسینه او رنګینه مېوه تولیدوي، آن له یوې مېوې به یې ۷۰ ډوله مېوې، چې خوند او رنګ به یې یو له بل سره توپیر لري؛ را وځي.

نو هغه مېوې، چې دلته هم خورا لوړ کیفیت: رنګ، بوی او خوند لري، لکه: مڼې، انار، ژړدالو، انګور، خورما، شفتالو؛ ډول-ډول ریحانونه، ګلونه او … به هغلته په جنت کې په څومره لوړ معیار او لوړ کیفیت قرار لري؟

الغرض: داسې یو څیز به څنګه په خپل ټول توان په فکر کې انځور کړو؛ کوم چې زموږ د پنځګونو حواسو له ولکې وتی دی.

د جنت د انګورو یو وښکالی به دومره ستر وي، چې کارغه یې په یوه میاشت الوت پای نشي موندلای.

که له جنت نه یو وښکالی د انګورو دنیا ته راغلی وای؛ نو ترڅو چې دا نړۍ ودانه وای؛ خلکو به ترې خوراک کاوه.

د جنت کومه مېوه، چې پریکړل شوه؛ په هغه دم به یې پر ځای بله زرغونېږي.

د جنت مېوه نه خرابېږي، نه یو طبعي افت لري او نه به کوم ډول بدلون پکې تر سترګو کېږي.

د جنت مرغان:

مخته مو ولوستل، چې جنتي مرغان د بوختي اوښانو په څېر ستر دي.

په جنت کې به ته یو مارغه ته ګورې، له ځان سره به وایې: کشکي، چې دغه مرغه مې کباب کړی وای؛ نو سمدستي به هغه مرغه ستا په وړاندې کباب شوی پروت وي.

په جنت کې داسې مارغان هم شته، چې غاړې یې د بختي اوښانو په څېر اوږدې دي، د الله پاک د یو دوست په وړاندې به صف صف ودرېږي، یو مارغه به هغه ته کړي: اې د الله پاک دوسته، زه تر عرش لاندې بڼونو او چمنونو کې څرېدلی یم؛ د «تسنیم» له خوندورو او نوموتو چینو مې اوبه څښلې؛ نو له مانه خوراک وکړه. تر هغه به ورته د ځانونو په اړه د ویاړ خبري کوي، چې نوموړی د یوه و خوړلو ته تیار شي، هغه مارغه به د نوموړي په وړاندې په بې شمېره رنګونو بدلېږي. یاد جنتي به خپل کباب چې څومره یې زړه وي ترې وخوري، کله چې موړ شي؛ ټول هډوکي به یې سره راغونډ شي، بیا به به ژوندی شي، په الوت به د څړ له پاره خپل جنت ته ننوځي.

[سرچینه: خلاصه له «البدایة والنهایة: ۲۰/ ۳۱۲-۳۱۷»]

ــــــــــــــــ

یادونه:

– د دنیا د نعمتونو توپیر، د جنت له نعمتونو نه: د دې تر څنګ، چې دنیوي مېوې له ډول-ډول طبعي آفتونو، زوال، فساد او … سره لاس او ګرېوان دي؛ بیا هم لاس رسی ورته اسانه نه ده، د موندنې له پاره یې ډېرو ستړیاوو ته اړتیا شته.

– دا راز د همدې نړۍ مرغان هغه ځانګړنې نه لري؛ کوم چې د جنت مرغان یې په واک کې لري.

– «طلح» په قرآن کې د ډېرو علماؤ په آند د کېلو ونې ته ویل کېږي.

– دا چې د جنت خاوره مښک او زعفران ده، د ونو تنې یې له  سرو زرو نه جوړې دي؛ نو مېوې به یې په کومه کچه خوندورې، رنګینې او ثمینې وي.

– د جنت مېوې به جنتیان په خوب کې هم خوړلای شي.

– یو اړین وضاحت: د ابن کثیر – رحمه الله – داخبر زما په آند له روایاتو سره په ټکر کې ده، چې په جنت کې خوب نشته – والله تعالی اعلم.

– رسول الله – صلی الله علیه وسلم – یوه ورځ وفرمایل، هڅه مې وکړه، چې جنتي د انګورو وښکالی له جنت نه را وباسم؛ (خو – والله اعلم – چې ولې یې داسې ونکړل) که مو را ایستلی وای؛ نو ترڅو چې تاسو د ژوند په مېنه وای؛ خورک به مو ترې کاوه.

– د همدې نړۍ مېوې هم له جنت نه د ادم علی نبینا و علیه السلام پر مټ راغلې؛ البته یو لړ تغیرات او بدلونونه پکې راغلل.

– د جنت چې نعمتونه دومره ښکلي دي؛ نو خوړونکي به یې څومره ښکلي وي.

اللهم ارزقنا اثمارَ الجنة، و طیورَها، و نِعَمَها بمجرد لطفك، ومَنَك، وكرمك يارب العلمين.

نور بيا …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د