ملا محمد عمر مجاهد

د ثور څلورمه؛ د یوه افسانوي شخصیت د رحلت ورځ

شفیع اعظم

داسې مشر چې د شوري ښکېلاک مقابلې ته تش لاس، لوڅې پښې او لوړې ایماني جذبې سره را و وت. په خپله سیمه کې د ټانګونو غښتلی نښه ویشتونکی. یوه سترګه یې د وطن ارزښتونو په ننګ له لاسه ورکړه.

کله چې روسان و وتل، بېرته خپل فقیر ژوند ته ستون شو. یوه مدرسه کې یې خپلو نیمګړو درسونو اتمام ته ګونډه و وهله.

روسان و وتل، مګر اسلامي نظام، عدالت او وطن ته خوښي رانغله. یو څو تنو د قدرت لپاره د یو بل ګرینونه وڅیرل.

په دغه انډوخر کې ډېرې باعفته پېغلې بېعفته شوې. نظام د یو څو تنو اجیرو لخوا چور شو. کابل او نور لوی ښارونه په بل مخ واوښتل.

د خلکو له کورو مېړوښه ښځې قومندانانو یوړې. له هلکانو سره یې نکاح وتړلې. د واده او ورا د لوی کاروان مخکې به یې شاه په ډزو و ویشت او ناوې به یو څو پاټکیانو له ځانه سره یوړه.

کابل کې عملا اووه حکومتونه ول. هر حزب خپله پاچاهی او خپلې چاپ کړې روپې درلودې. د شمال په دروازو “به سرزمین خراسان خوش امدید” لیکل شوي وو.

نظام ختم وو. وطن تجزیه وو. په ټول وطن د شغالانو پاچاهي وه او د یوه زمري ملت په سر، مال او ناموس تالا ګډه وه.

همدا علتونه ول چې یو دنګ قامتی ملا په توره ږیره مدرسه په مدرسه په طالب او ملایانو ګرځي. هغوی ته سر سرتوروي، لمن غوړوي او د وطن د پېغلو او عزت ګټلو چیغه پورته کوي. له څو مخلصو ملګرو سره په موټر سایکل سپور ټولې مدرسې او منبرونه لټوي.

له څو محدودو ځوانانو سره په پاټکیانو برید کوي. د وحشت، بربریت، زنا، لواطت او غلا شګلین پاټکونه یو په یو له منځه وړي او یو وخت چې شاته ګوري نو د سپین مخو سپین پاجو د امامت یو لښکر ور پسې اقتدا کړې وي.

په یوه ترپ د هغه کابل دروازو ته رسي چې هلته شهیدې ناهیدې د عفت ساتلو لپاره ځان و واژه. د مکروریانو د بلاکونو له پنځم پوړ نه یو څو پېغلو د عزت ساتلو لپاره ځانونه را وغورځول. له ښځو طیونه پرې کېدل. ژوندي انسانان په جوش غوړیو ډوبېدل او بیا د رقص مرده مشهورې نڅا ته سګرتي او د شرابو پیالې کړنګېدې. د ځوانانو، ماشومانو او سپینږیرو په سرونو میخونه ټک وهل کېدل…

د کابل زرین اسمان تورو لګو په سر اخیستی وو. یوه ویرونکې تیاره خوره وه.

دغه ناهیلي حالت کې یوه سپینه رڼا راځي.

د ازادۍ امام د کابل په جنتي ایره شویو واټونو د امن، سولې او عزت سپین بیرغ رپوي.

د ټول وطن شمال څنډې له جنوب او شرق یې له غرب سره پېوند کړ. وړې باغي پاچاهۍ تارو مار شوې. ملک الطوایفي ته د پای ټکی کېښودل شو. په هغه ښار کې به چې چا ځوان لغړ زنی زوی د ورځې نشوای ګرځولای؛ د یوه دنګ قامتي په امامت او عدالت کې به د شپې له پیسو ډکو بوجیو ته لاس نه ور وړل کېده. د شپې لخوا به چا د کور دروازو ته قفل نه اچوه، ځکه باوري ول چې امیر او امام یې حفاظت لپاره ویښ ناست دی.

دا ټول معجزه ډوله پېښې د یو داسې فقیر طبعیته زیږ پښتون په امامت او حاکمیت کې شوي چې د الفاظو له لحاظه تر هر چا کمزوری. د علمي ډګري په لحاظ تر ډیرو وروسته او ملایانو کې تر ټولو ادنا ملا وو.

مګر سیاسي شعور، قوي لیډرشیپ، ازادۍ، ملت پالنې او ایماني جذبې په لحاظ غر غوندې انسان وو. قاطعیت، سپیڅلتیا، تقوا او مردانه دریځ په لحاظ ورته عرب او عجم، مخالف او موافق، ملا او امي، لوستی او نالوستی ټول په تمامه مانا قایل وو.

دا تور ږیری، دنګ قامتی، خړ لباسه او وسپنیز سړی ملا محمد عمر مجاهد نومېد.

هغه څوک چې یو وخت یې د ټایم نومې مجلې په لومړي مخ؛ تصویر سره لیکل شوي وو چې “وروستۍ ورځې”؛ خو د خدای خوښه بیا بل څه وه او اوس یې د لیکوالو خپلې وروستۍ ورځې شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

مرحوم ملا محمد عمرمجاهد(رح) د الله(ج) په لاره کی د هيچا پروا ونکړه ، په ډيره ساده ګی او سپېڅلتوب کی يی داسی مجاهدين وروزل چی د اسلام تاريخ په تيره بيا د افغان تاريخ به تل ترتله په وياړی ، پاک الله(ج) دی وبخښی او جنت الفردوس کی يی د خپل محبوب سره يو ځای کړی او هغه مينه چی د د مبارک او د د د ګران او محبوب مبارک سره يی لرو مونږ هم ور نيژدی کړی .آمين يا رب العالمين

غوربندي
میلمه
غوربندي

شفيع اعظم صاحب

ستاسو دا ليکنه په حقيقت بناء ده. خو مخکينی هغه مو ناسنجيده او ظالمانه ليکلې وه.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

فقط غواړم د شلم ځل لپاره ووایم:
په قرآن کی یو کم پنځوس ځله د تعقل او د هغه د مشتقاتو ذکر خوشی ندی سوی. ایمان په عقل ښائسته دی او عقل په ایمان او دا دواړه به سره ملګری وی د معاد د ټولی پروسې تر تکمیلېدو پوری.
بلی هو
پورته لنډه تبصره می د پورته لیکنی ( د ثور څلورمه) په ارتباط وړاندی کړېده.

غوربندي
میلمه
غوربندي

شل به یې نکړې،،،! 😉

طیب
میلمه
طیب

هـو داسي عقل نه چی په ګندګیو لړ‎لی وی (غ او ح تہ)

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د انګرېز جادو څه کم سل کاله مخکی دومره قوی ؤ چي جعلی خادم دین رسول…..ئې راته جوړ کی حتی د هند په لویه وچه کی ئې جعلی پیغمبر تراشلۍ ؤ نو قیاس دی وسی چي اتیا کاله وروسته به څنګه نه وی توانیدلی چي جعلی امیر المؤمنین راته جوړ کی .د ماد عمر خواخوږی باید دا حقیقت ومنی چي جنت د بې عقلانو ځای نه دی که څه هم عبادت! ئې کړی وی.