
څوک دې سولې پر وړاندې خنډ دي؟
لیکوال: شبیراحمد سلیمي
زه خو سیاسي شنوونکی نه یم او نه هم له دې بېچلي افغاني سیاست څخه دومره پوهه لرم. خو کله انسان مجبور شي او اړ دی چې په ځینې مسایلو بحث وکړي او خپل نظر څرګند کړي ځکه دلته د بیان ازادي حاکمه ده. سولې ته د ولس تمه وه، ټول خوشحاله و، چې که خدای غوښتي و، سوله به راشي او موږ به هم په ارامه فضا کې ژوند وکړو. خو اوس چې ښکاري هغه خبرې بیا سړې دي او خلک هم ناهیليدونکي دي. دا خنډونه چا رامنځته کړل؟ او له دې وروسته یې ولې رامنځته کوي؟ دا هغه مسایل دي چې زه به ورباندې بحث وکړم هیله ده، چې د دې روانې پروسې ښه تحلیل وکړئ شم.
دلته ډېری کسان ځکه د سولې پر وړاندې لوی خنډ دي، چې ځینې شخصي غوښتنې او ګټې لري هغوی چې له هرې لارې وتوانېږي نو د سولې لپاره خنډ جوړوي او هڅه کوي چې موجوده پروسې لپاره ستونزې رامنځته کړي. یو هغه ډله کسان دي، چې له روانې جګړې څخه تغذیه کېږي یعنې د هغوی ټول ژوند او ګټې په همدې روانه جګړه کې خوندي دي که چېرته یو باثباته او ارامه حکومت دلته ځای ناستی کېږي نو بیا به ښایي د دوی دې تغذې ته زیان ورسېږي او زېرې موټرونه، ماڼۍ او په سلګونو داسې نور امکانات به ممکن ترې واخیستل شي. چې دا ډله خلک اکثریت په نظام کې ننوتي سیاسیون دي، چې نه غواړي سوله وشي او نه هم د دې پروسې د پرمختګ لپاره کار کوي.
بله ډله هغه کسان دي، چې ځینې شخصي مسایل او شخصي ګټې یې په دې ګډوډۍ کې خوندي دي، چې په دې ډله کې اکثریت هغه خلک راځي چې ژوند یې تر خپل ګاونډي ښه دی او ځینې بې مورده پیسې یې د قاچاق، انسان تښتونې او غصب له لارې پیدا کړې دي. د اکثریت ملت حق یې په خپله د ځان بللی او خوړلی یې دی. دا هغه ډله کسان دي چې په افغاني ټولنه کې اقلیت دي خو دوی نه غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره سوله حاکمه شي ځکه ښایي بیا له دوی څخه د دې هر څه پوښتنه وشي. دا دې ټولنې هغه قشر دی، چې زورځواکان دي او هڅه کوي چې د انفرادي ګټو په پار ټولنیزې ګټې هېرې کړي.
بله هغه ډله کسان دي، چې د دوی تغذیه له ځینو ډونرانو څخه ده او د هغوی په مالي، ځاني او ځینو داسې ملاتړونو باندې په ټولنه کې پروپاګند خپروي د حقوق بشر، حقوق زنان او داسې نورو مسایلو تر نومونو لاندې دا ډول شایعات په داسې ټولنه کې خپاره کړي؛ چې هلته د سواد کچه ډېره ټیته ده او زموږ د ټولنې خلک په ډېره اسانۍ پرې باور کولی شي. نن سبا هغه هوښیار ټولنیز فعالان د دې تر نامه لاندې چغې وهي چې زما سره کرښه دا ده، دا د سرې کرښې مسایل نه دي دا یوازې هغه کسانو ته کار کول دي چې د دوی ملا یې ورتړلې ده او هغوی په دې عقیدوي ټولنه باندې ځینې فرهنګي تېري وکړي. چې هغه کسان د ګوتو په شمار او د ټولنې هغه تکراري څېرې دي، چې د ښځو د حقونو او داسې بېلابېلو نومونو لاندې د سولې د پروسې خنډ ګرځېدلي دي.
دا هغه ګڼ مسایل دي، چې د سولې د روانې پروسې پر وړاندې ډېر لوی خنډ دي او زموږ هیله دا ده چې دغه کسان تر یوه او بل نامه لاندې له خپلو انفرادي ګټو تېر شي او د دې دردېدلي ملت اواز واوري ځکه چې موږ په داسې وضعیت کې نه یوو، چې خپلې شخصي ګټې په نظر کې ونیسو. دا ملت هره ورځ مري، دلته میندې بورې او کونډې شوې د دې تحمیل شوې جګړې پایلې له دې څخه هم خطرناکې کېدی شي او دا ټولنه د یوه لوی فرهنګي تېري تر اغېز لاندې ده او دا تېری زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره ډېره لویه ضربه ده. دا هغه مسایل وو، چې ذکر او روښانه کول یې ما خپله دنده وبلله.
محترم سليمي صاحب
ډېره ګټوره او پرځای ليکنه مو کړې ده،،، خدای ﷻ دې اجرونه درکړي،،، امين