د مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) څو لنډې تاريخي کارنامې

 تراب افغان

مرحوم ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله داسې تاریخي کارنامې او ابتکارات تر شا پريښودل چې ټول امت مسلمه او علې الخصوص افغانان به پرې ویاړي.

۱- له ګران هیواد افغانستان څخه یې ملوک الطوافي، انارشیزم، د قدرت وړې جزیرې او پاټک سالاري یې ختمې کړې او یو واحد متحد افغانستان یې رامنځ ته کړ.

۲- هیواد مو د قتل، غارت، فساد، بچه بازۍ، رقاصۍ او… پر اډو بدل شوی وو، اسلامیت خو پریږده چې انسانیت او بشریت هم کډه ترې کړې وه تر دې چې د هلکانو ودول او نکاح کول دود ګرځول شوي وو لکه د واده په څیر په محضر عام کې به یې مراسم ترسره کیدل.

خولله الحمد چې دا ټول د مرحوم ملامحمدعمر “مجاهد” (رحمه الله) له راتلو سره محوه شول او پرځای یې پر اسلامیت، افغانیت، انسانیت او بشریت اباد افغانستان رامنځ ته شو.

۳- د خلافتونو له پیر راوروسته اسلامي نظام، امارت او خلافت یواځې په تیوري لیحاظ لوستل شوی وو خو عملي بڼه یې چا نه وه لیدلې او نه یې په نړۍ کې کومې بیلګې شتون لارۀ خو مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله)
د شرعي نظام اصلي او عملي بڼه ټولې نړۍ ته وړاندې کړه چې بیا به تل د افغانستان اسلامي نظام د یو سوچه شرعي نظام د بیلګې په توګه وړاندې کیدلو.

۴- هغه حدود چې تر پیړیو یواځې تر کتابو لوستلو محدود وو د عملي نمونې یې کوم څرک نه لګیده لکن د مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) له راتلو سره د کتاب له لوستلو وروسته به یې د تطبیق بڼه خپلوله.

۵- هغه بیساری آمنيت چې د نړۍ پر مختللو هیوادو پر ماډرن او اعلې ټیکنالوجۍ او پرمختللو ډیجیټل کامرو او پر زرګونو پوځیانو نده راوستې لکن مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) د اسلامي نظام له برکته داسې بې مثاله آمنیت تامین کړ چې ساری يې نوره نړۍ کې نه لیدل کیدلو او پر دې ابتکار یې دوست او دوشمن ټول قائل دي.

۶- د نړۍ د ټولو مسلمانو مستضعفو پرګنو غمخور او مدافع وکیل همدغه مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) وو او د ټولو اسلامي خوځښتونو د آمید مرجع هم مرحوم ملا محمدعمر مجاهد وو.
له همدې کبله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته تعهد او بیعتونه رالیږل کیدل.

۷- مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) واحد هغه څوک وو چې د نړۍ ټولو اسلامي خوځښتونو او علې الخصوص افغاني ټولنې ته یو متفق علیه امیرالمؤمنین او ډیر محترم او ډیر قابل القدر مشر او شخصیت وو او هیچا ورسره اختلاف او رقابت نلرلو او د هر مؤمن په زړۀ کې یې خاص مقام او د درنښت لرلو.
او د مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) اسلامیت، دیانت، تقوې او للهیت دومره اغیز او آثر پرې کړی وو چې په غیاب او نالیدلو سترګو یې هر مسلمان وګړي هغه که عرب وو که عجم لکه د مرید او شاګرد په څیر تابع وو.

۸- مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) د نړۍ په سطحه واحد هغه مشر او آمیر وو چې د هیواد په داخل او له هیواده بهر کوم بینکي حساب یې نلرلو او نه یې کومه پانګونه کړې وه.
او همدارنګه په داخل او خارج کې نه کوم جایداد، زمکه، کور، مارکیټ او… دده او یا دده د قریب پر نوم ثبت وو.

مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) د ۱۳۹۲هـ ش کال د ثور د میاشتې پر څلورمه نیټه وفات شو .
(انالله وانا الیه راجعون)
اللهم اغفره وارحمه وجعل الجنة مثواه.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الله سبحانه دې فردوس جنت په برخه کړي. اوس نو مېړه هغه طالب دی چي د ده رحمه الله پر پلونو سم او مستقيم ګامونه کښېږدي، د اسلام سپېڅلي دين، مسلمانانو او زموږ استعمار ځپلي هيواد ته رښتينی خدمت وکړي، رښتينو مسلمانو افغانانو ته د اسلام، هيواد او هيوادوالو د خدمت موکه ورکړي او داسي درګنه ساکښان په خپلو صفوفو کي پرې نه ږدي چي د اشغالګرو کفارو په چوپړ وهلو کي يې جيبونه ډک کړي، د جايدادونو او درواغجن شهرت خاوندان سوي وي، د کفارو له خوا مطرح سوي وي او طالبان يې هم په ظاهري ساټ وباټ ،… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی جنتونه ورپه برخه کړی په ظاهری ډول یی له اوله ناپیژندلی ژوند درلود د ژوند ناخواله یی زمونږ د ستر پیغمبر ته ورته وی یعنی په کوجنی والی کی له موره او لږ څه وروسته یی د پلار مینه هم له لاسه ورکړه د تره سره یی ژوند تیرولو او هغه هم د ابو طالب په شان تره چه دینی زده کړو ته یی ورله مخه کړه، د ځوانی پوخ عمر ته چه رسیږی کمونستان او روسان زمونږ هیواد اشغالوی او الجاد قایموی جهادی څپه پیلیږی ملا محمد عم رح د ملایی توب زده کړی نیمه کی… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

ملا محمد عمر مجاهد لوی قهرمان یو پښتون سپین مسلمان انسان وو چې په اولسي ژبه به غږېده کله به مې چې دده محترم غږ په غوږو راغی نو اولسي احساسات به مي را پورته شول او د محترم له غږ او کلیوالي خبرو به مي داسې خوند اخیست چې له ډیرو احساساتو به ژړا راتله ، ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان په تاریخ کې لوړ مقام لري او یو ځلانده ستوری دی ،الله پاک د جنتونه ورکړي . نوم به یې ژوندی ساتو ، غیرت ، صداقت او میړانه یې مونږ ته میراث را پاتې شوي دي چې… نور لوستل »