امریکا کې د «شري» ناروغۍ په ګواښونکي ډول مخ پر زیاتېدو ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ غوایي، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکي وایي چې په تېرو شلو کالونو کې په امریکا هېواد کې د شري ناروغۍ ۷۱ ډولونه نور موندل شوي چې د پخوا په پرتله په کې ۱۳سلنه زیاتوالی راغلی، اوس دغه هېواد د نړۍ دویم زیات شري لرونکې ناروغۍ هېواد دی.

په امریکا کې د ناروغیو کنترول اداره وایي چې دوی ددغه هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۱ اپریل څخه تر ۲۲م اپریل پورې ددغې ناروغۍ ۶۲۶ پېښې ثبت کړي دي، چې په تېرو پنځو کالونو کې تر ټولو لوړه کچه ده.

له دې وړاندې د جنوري میاشتې لومړۍ نېټې څخه تر  اپریل میاشتې ۱۱مې نېټې پورې په شلو ولایتونو کې چې زیاتره په نیویارک ښار کې دي« ۵۵۵» پېښې ثبت شوې وې، له دې وړاندې په دغه ښار کې د شري ناروغۍ خپریدو له کبله بیړني حالت هم اعلان شوي وو.

د کنترول اداره زیاتوي چې د شري اوسنۍ ناروغي له هغې شري ناروغۍ څخه چې په ۲۰۱۴م کې وه مختلفه او څو چنده زیاته خپره شوې ده.

د روغتیا نړیوالې ادارې تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي وو چې دغه قضیې په نړیواله کچه د تېر ۲۰۱۸م کال په پرتله څلور چنده زیاتې شوي دي، تېر کال د شري ناروغۍ له کبله تر سلو زرو زیات کسان مړه شوي دي چې زیاتره یې کوچنیان دي.

یاده دې وي چې په شري ناروغۍ اخته کس له تبې، ټوخلي، پوزې بهیدلو او د پوستکي سره کیدلو سره مخ کیږي چې یوه دردونکې ناروغۍ بلل کیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

يو وخت به مو د شوروی په تباهی او درد زړه نه يخيدی خو اوس مو د امريکی په تباهی او درد زړونه نه يخيږی څومره طوفانونه او آفتونه چی پر راځی بيا هم لږ راته ښکاری او د ډيريدو خواستونه يی کوو .
الهی(ج) ته منتقم يی د مسلمانانو انتقام د دی ظالمی امريکی څخه واخلی او مسلمانان يی له شره وژغوری .

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

آمین

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اُف دی وی د هغه چا پر حال چي د جمیل صیب په دُعا خواشینی شی.