تلاشي: عُقابي جانان

عُقابي جانان

دلته هر ځوان او هر نر تلاشي کيږي
چې په دين وي برابر تلاشي کيږي

څوک چې مخ په څټ خوی موی وې نو آزاد وي
چې لږ شان هم وي ببر تلاشي کيږي

غربي شکله، پردي شکله څوک نه پوښتي
خو هر يو پګړۍ په سر تلاشي کيږي

چې جامه د مسلمان د چا په تن وي
په هر لار په هر سفر تلاشي کيږي

چې هر څوک زلفان لري او ښائسته ږيره
هغه خلک خو اکثر تلاشي کيږي

د سنګر شبګیر چې هر چا وي ګاللی
لري سترګو کې اثر تلاشي کيږي

“عُقابي جانانه” کفر ته مطلوب يو
هر خوا دی راته خطر تلاشي کيږي

“عُقابي جانان”

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د