
د ملا محمد عمر رحمه الله د تلین په مناسبت
حفیظ الدین پیرزادہ
د ملا صیب مرحوم د تلین د را رسیدو په مناسبت ځینو ملګرو راڅخه پر مرحوم د څه لیکلو ھیله وکړہ. ماته ھم ځان د ھغه اخلاص او عقیدت له مخې چې ملا صیب ته یې لرم، پوروړی ښکاریدہ او د څه لیکلو په تکل کې وم.
خو حیران وم څه ولیکم؟! د ملا صیب د شخصیت په کوم اړخ لیکنه وکړم. د مرحوم په زوکړہ او د یو غریب یتیم په څیر پر رالویدنه، اخلاقو، سوچه افغاني خویونو، تقوی، پاک نفسۍ څه وکاږم او که د ھغه د مبارزې په مختلفو پړاونو ؟! د ھغه په رھبریت او زعامت څه ولیکم او که په ادارہ او مدیریت یې؟!
یو ځل مې وپتیله چې پر مبارزہ یې څه ولیکم. د ملاصیب د مبارزې څلور بارز اړخونه مې مخې ته کیښودل؛
۱-ملا صیب مرحوم له روسانو سرہ د جھاد په دوران کې د یوہ زړور مجاھد په رول کې
۲- ملا صیب له شر، فساد، لوټمارۍ، غصب او د وطن له تجزیې څخه د ژغورنې د ناجي په کرکتر کې
۳- د قدرت پر مھال له خپل نفس سرہ د مجاھدې په مبارزہ کې
۴- او بیا د غربي اشغال په مقابل کې د مجاھدینو د لارښود په بڼه کې
خو د مرحوم پر دې حمیدہ اړخونو کما حقه څه لیکل راته د یوې لنډې مقالې له حوصلې پورته ښکارہ شو او بھترہ مې وګڼله د ھغه مرحوم د شخصیت یو مقایسوي جاج له نورو افغاني مشرانو سرہ واخلم. غوښتل مې پر ملا صیب او د مجاھدینو او نورو بي ۵۲ په وزرو سپارو راغلیو سیکولرو مشرانو تر منځ یوہ پرتلیزہ لیکنه وکړم.
زہ په ھمدې سوچونو کې وم چې د وزیر ګل زنګ راغی.
ما له سلام دعا پس خپله ارادہ ورته ښکارہ کړہ. د یوې لحظې لپارہ د تیلفون پر لیکه خاموشي طاري وہ، ما فکر وکړ، اړیکه مو پرې شوې نو مې غږ کړ: وزیر ګله اواز درځي؟ ھغه وویل: ھو غږ دې اورم خو نه پوھیږم څه ووایم؟!!
ستا پرتلیزہ لیکنه به دا وي چې د مجاھدینو فاسد مشران د جھاد له برکته د کورونو، جایدادونو او شتمنۍ خاوندان شول خو مرحوم ملا صیب نه خپله څه لرل او نه یې خپلو اولادونو ته حرام څه پریښودل. ھغوی پر دین تجارت وکړ او ملا صیب پرې غیرت . ھغوی پخپلو حزبونو او ډلو ټپلو کې قدرت میراثي کړ که پخپله نه وي، زوی یا بل نژدې خپلوان یې ځایناستی دی خو د ملا صیب ځایناستی یې نه زوی و او نه کوم بل خپلوان.
سیکولر مشران لکه کرزی په غرب کې د تیلو په یوہ کمپنۍ کې مامور و او غني بیا د سود د ھغې منډۍ ( world bank ) دلال و، کومه چې غربي ښکیلاک د ضعیفو ملتونو د زبیښلو او ایل کولو لپارہ پرانستې دہ.
دا ډیر سپک او واړہ خلک ول چې پخپلو کلیو کې ھم چا نه پیژندل خو غربیانو یې شخصیتونه د خپل رسنیز ماشین او پیسو پر مټ ور وپړسول او په موږ یې را وتپل. خو ملا صیب د خپلو خلکو له منځه راپاڅید، وځلید. حیات او ممات یې له خپل ولس او خلکو سرہ و. د دې مشرانو زامن، لوڼې او کورونه په خارج کې دي او افغانستان ته ھم د غربي پروګرامونو د عملي کولو لپارہ راغلي، خو ملا صیب داسې نه و.
ما وویل: ای شاباش وزیر ګله! ھمدغه خبرې زما په سر کې ھم ګرځیدلې او غوښتل مې چې و یې لیکم.
ھغه راته وویل: ھو زہ پوھیدم، خو دا شیان مه لیکه! دا پرتلیزہ لیکنه مه کوہ! ما په تعجب ترې پوښتنه وکړہ: ولې یې و نه لیکم؟ ھغه راته وویل: د مرحوم ملا صیب پرتله له غلو، مفسدو، خاینو او ګوډاګیو مشرانو سرہ به د ھغه له شخصیت سرہ نا انصافي وي! او دا چې ملا صیب خیانت نه دی کړی، قدرت یې نه دی میراثي کړی، وطن یې له تجزیې ژغورلی، غربي اشغال یې په ګونډو کړی پخپل ځای ښې کړنې دي خو په مقایسوي توګه باید و نه لیکل شي. سرہ له دې چې د ملا صیب دا اوصاف به د مسلمانانو په ډیرو نورو صالحو مشرانو کې ھم په لږ او ډیرہ پیمانه و موندل شي خو ھغه څه چې ملا صیب له نورو جلا کوي، بل څه دي.
ما ترې سمدلاسه پوښتنه وکړہ: ښه، نو اوس ژر راته ووایه! ھغه څه دي؟! وزیر اوږدہ ساہ راکاږله او راته یې وویل:
په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو تر مغلوبیدو او ورپسې د عثماني خلافت له ړنګیدو را وروسته د ټولې نړۍ مسلمانان په دې اند و چې د شرعي نظام راتګ بیا شونی نه دی. د یوې سالمې او صالحې ټولنې اساسات باید یا په سیکولرزم او یا ھم په کمونزم ولاړ وي. ډیریو ته یې داسې بریښیدہ چې د مترقي انسان د اړتیاو پورہ کولو لپارہ باید نظام له ھمدې ډولونو څخه پر یو ډول متکي وي. شرعي نظام ورته نور خیال او محال ښکاریدہ.
ملا صیب مرحوم ورته په عمل کې ثابته کړہ چې د یوې رښتینې صالحې او سالمې ټولنې چې له ھر رنګ فساد، خیانت، سود، فحاشۍ او نورو رذیله اوصافو پاکه وي، جوړول یواځې او یواځې د شرعي نظام له لارې ممکن دی.
ھغه د نړۍ مسلمانانو ته عملآ دا وښودہ چې د شرعي نظام اساس عدل دی او پر عدل ولاړہ ټولنه یې محصول دی چې ھیڅ غربي سیکولر یا د دیموکراسۍ په اصولو ولاړ د نظام کوم بل ډول یې سیالي نشي کولای. ھغه په مسلمانانو کې د رښتیني اسلامي نظام د استرداد روح پوک کړ. مرحوم په یویشتمه پیړۍ کې د شرعي نظام مجدد دی!
اوس به د ملا صیب بله ځانګړنه چې ھغه مرحوم له نورو جلا کوي، درته ووایم: ما وویل: مھرباني وکړہ! زہ ټول غوږ غوږ یم! وزیر ګل راته کړہ: د وارسا تړون له ماتیدو پس، ناټو چې د امریکې او یورپ مشترک جنګي ماشین و، د فوځي تجھیزاتو او اقتصادي امکاناتو له مخې د ځان سیال نه لیدہ. د نړۍ ټول ھغه ھیوادونه چې د ناټو د تړون غړي نه ول، ورڅخه په ویرہ کې ول. د امریکې په یو تیلفون به د بې ھمته ھیوادونو تګلارې بدلیدې. ملګرو ملتونو به د ناټو ھر ناجایز اقدام ته قانوني پرتوګ اغوسته. چین، روسیه او نورو لویو قوتونو ھم له ناټو سرہ ښکر په ښکر کیدل نه خوښول او د ناټو خیلو ھر جارحانه او غیر قانوني اقدام ته به یې د میدان په پریښودلو عکس العمل ښودہ.
ھغه مھال د یولسم سپتمبر حادثه پیښه شوہ. امریکا لکه وحشي خښمیدلی فیل د ھیچا په خبرہ غوږ نه نیوہ.
ټولې نړۍ ته یې په جار وویل؛ یا زموږ سرہ او یا زموږ په مقابل کې. د نړۍ د سترو ھیوادونو لویو مشرانو حتی د بې طرفه پاته کیدو جرئت ھم نه درلود. د ټولې نړې په زعیمانو کې یوازې مرحوم ملا صیب د خوشال بابا د دې شعر په تعبیر چې وایي:
مست ھاتي خوني زمري په زنځیر کیږي
بویه دا چې زمانې ته ځان تربور کړم
له ټولې زمانې سرہ ځان تربور کړ او د ناټو او امریکې ناروا او غیر قانوني غوښتنو ته یې نه وویل! ھغه عملآ د اشغال په مقابل کې ودرید. موږ ۱۷کاله پس ولیدل چې ھماغه خښمیدلی او مست فیل د تش لاسي او بې یار او مددګار حق لخوا په ګونډو شو! د ملا صیب مرحوم ځانګړنه دا وہ چې د ټولې نړۍ ضعیفو ملتونو ته یې د غربي ښکیلاک په مقابل کې د مقاومت او پاڅیدو زړہ او جرئت ورکړ! د ھغه مرحوم له مقاومت څخه پس که د نړۍ په ھر ګوټ کې کوم مظلوم ملت د غربي ښکیلاک په مقابل کې عملي مبارزہ کوي، نو د ملا صیب د احسان مرھون به وي!
مرحوم ملا صیب په یو یشتم قرن کې د ټولو مظلومو او مقھورو ملتونو د ازادۍ د کاروان سر لاری دی.
زہ یې د دې قرن د استعمار په مقابل کې د سیاسي استقلال او ازادۍ مجدد بولم!!
ما د وزیر ګل خبرې اوریدې او له سترګو مې بې اختیارہ اوښکې روانې وي. ما سرہ ھغه ته د څه ویلو لپارہ ھیڅ ھم پاته نه و یواځې دومرہ مې ور ته وویل: وزیر ګله! رب دې زر کلن کړہ! زہ وعدہ کوم چې ھیڅکله به بیا له ګوډاګیانو او خاینو مشرانو سرہ د ملاصیب مقایسه او مقارنه و نه کړم!
دغه لامل و چې د ملا صیب تلین تیر ھم شو خو ما ھیڅ پرې و نه لیکل!!
د ھغه ستر انسان اروا دې ښادہ وي
________________
د اپریل ۲۵ / ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن
چی څومره يی ياد کړو او څومره دعا ورته وکړو بيا هم لږ دی ، د مجاهد ملا محمد عمر(رح) مبارزه او خواری زمونږ راتلونکی نسلونوته د ايمان ، د همت ، دعزت ،….. نښان او وياړ دی .
هغه کارنامی چی ملا صاحب د اسلام او د هيواد په تاريخ کی ثبت کړی تل تر تله به په وياړو .
اللهُ تعالی دی پر ورحميږی او جنت الفردوس کی کور ورجوړ کړی .