د نړیوال جام لپاره د ویسټ انډیز لوبډله کې «انډري رسل» هم شامل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ او غوراوې کمیټې د کرېکټ پنځوس اوریزو نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په کې انډري رسل او کریس ګیل هم شامل شوي دي.

ویسټ انډیز وروستۍ لوبډله ده چې د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلانوي، لومړۍ لوبډله نیوزیلنډ او له ویسټ انډیز وړاندې افغانستان خپله لوبډله اعلان کړې وه.

د ویسټ انډیز لوبډلې مشري به جیسن هولډر کوي، همدا ډول اوپنران کریس ګیل او ایون لیوس دي چې ورپسې به شایي هوپ، شیمرن هیټمیار او ډیرن براوو په توپوهنه کې مرسته کوي، په آلراونډرانو کې به انډري رسل چې اوسمهال یې په هند غوره لیګ کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، لوبډلمشر جیسن هولډر او کارلوس براتویټ هم شامل وي.

د چټک توپ اچونکو په لیست کې ویسټ انډیز لوبډلې څلور لوبغاړي غوره کړي، چې دوه سوکه توپ اچونکي او دوه ویکټ کیپران یې هم لوبډله کې شامل کړي دي.

د ویسټ انډیز لخوا اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده:

جیسن هولډر (لوبډلمشر)، کریس ګیل، ایون لیویس، شايي هوپ (ویکټ کیپر)، ډیرن براوو، شیمرن هیټمیار، اشلي نرس، فابین الین، انډري رسل، کارلس براتویټ، نیکولس پورن (ویکټ کیپر)، شیلډن کوټریل، شانون ګابریل، کیمار روچ، او اوشانې توماس.

د ویسټ انډیز لوبډلې له دې وړاندې د انګلستان لوبډلې سره د پنځوس اوریزو سیالیو سیریز ترسره کړ چې دوه-دوه مساوي پای ته ورسیدې، په دې سیالیو کې کریس ګیل چې د اوږدې مودې وروسته لوبډلې ته ستون شوی و په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په پنځه لوبو کې یې ۱۰۶ اوسط درلود، نوموړی اوس په هند غوره لیګ کې غوره کارکردګي وړاندې کړې ده.

د یادونې ده چې په انګلستان کې د نړیوال جام لپاره ټولو لوبډلو د پنځلس کسیزو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی، دغه سیالۍ د راتلونکې مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان او ویلز هېوادونو کې ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د