ډاکټر عبدالله مشورتي لویې جرګې ته د اشرف غني بلنه رد کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴غويی، ۱۳۹۸ل): اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله مشورتې لویې جرګې ته د اشرف غنې بلنه رد کړه او پر خپل پخواني موقف یې ټینګار وکړ.

د نوموړي د دفتر مشر عبدالقهار عابد رسنیو ته ویلي چې د اشرف غني له لوري یو پلاوی راغلی وو تر څو د ډاکټر عبدالله سره وګوري او هغه ته په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړي، خو نوموړي یې د لیدو څخه انکار کړی دی.

عابد ویلي، ارګ اوس هم کوشش کوي چې د مشورتي لویې جرګې په اړه د ډاکټر عبدالله موقف بدل کړي، خو تر اوسه پوري نوموړی پر خپل موقف ټینګ ولاړ دی.

عبدالقهار عابد چې د طلوع نیوز سره یې خبرې کولې وویل: «شک نشته، چې دوی کوشش کوي، دوی په لوړه سطحه یو مذاکراتي ټیم هم ټاکلی، تر څو ډاکټر عبدالله ته په جرګه کې د ګډون قناعت ورکړي، خو ډاکټر عبدالله پر خپل موقف ولاړ دی، او هیڅ مذاکراتو ته یې امادګي نه ده ښودلې».

باید وویل شي چې تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو ۸ کاندیدانو او ډلو یې د لویې جرګې سره پرېکون اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د افغان سولې اړوند مشورتې لویه جرګه د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۹مه نیټه جوړیږي چې د جوړوونکو په وینا یې تر شاوخوا ۳۰۰۰ کسان به د ټولو ولایاتو او ولسوالیو څخه ګډون په کښي وکړي.

د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمېسیون مشر «عمر داودزي» تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال په هغو افغان سیاسیونو چې مشورتي لویه جرګه یې تحریم کړې غږ وکړ څو په یاده جرګه کې ګډون وکړي.

داودزي وویل « که چېرې ځينې ګوندونه او خلګ شک لري چې حکومت له مشورتي لویې جرګې بده ګټه اخلي، زه هغوی ته ډاډ ورکوم، تاسو راشئ په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړئ، که چېرې داسې څه پېښ شول موږ به ستاسو تر څنګ ودرېږو».

یاده دې وي چې؛ حکومت وروسته له هغه افغان سیاسیونو ته په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون خواست کوي چې؛ ګڼو افغان سیاسیونو له یادې جرګې سره پریکون اعلان کړی او یاده جرګه یې «سفارشي»، «بې ګټې»، «بې اثره» او د اشرف غني د واک د تمدید هڅه بللې.

بل لور ته د طالبانو په خبره؛ یاده جرګه د «اشغال» له اهدافو سره مرسته کوونکې بللې او له خلګو یې غوښتي څو په دې ډول جرګو کې ګډون ونکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ali mohammad Hoatk
میلمه
Ali mohammad Hoatk

په یو ګل نه پسرلی کیږی که چیری عبدالله ګډون ونکړی هیڅ مهمه نده بلکی دی باید له خپل وجدان څخه شرم وکړی چی د ټول ملت ګټه او خوښی دخپلی خوښی به مقابل کی ورته هیڅ ښکاری