د پاکستان سترې محکمې یو وار بیا پر مبایل کارتونو بشپړ مالیه ولګوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ پر مبایل کارتونو هغه مالیه چې د تېرو لسو میاشتو راهیسې له منځه وړې وه یو ورا بیا ولګوله.

د ۲۰۱۸م کال جون میاشت کې د پاکستان سترې محکمې موقتي پریکړه کړې وه تر څو پر مبایل کارتونو لګیدلې مالیه ختمه کړي، چې له هغې وروسته به د ۱۰۰ روپۍ په کارت اچولو ۱۰۰ روپۍ داخلیدلې.

اوس دغې محکمې یاده پریکړه ختمه کړه او زیاته یې کړه چې کومه قضیه سترې محکمې پورې تړاو نه لري په هغې کې مداخله نه کوي.

پریکړه کې وویل شوي چې ستره محکمه د عامه عوایدو او مالیاتو قضیو کې د مداخلې پرته دغه قضیه په خپله له منځه وړي، معنا دا چې په ۱۰۰ روپو کارت کې به مبایل ته ۷۵ روپۍ داخلیږي، خو له دې څخه به ۶۴ روپۍ استعمالوي او نورې ۱۱ به د تلیفون کولو پرمهال وهل کیږي.

د یادونې ده چې پاکستان کې نیږدې ۲۴ سلنه مالیه په مبایل کارتونو اخیستل کیدله او پر دې سربېره ۱۵ سلنه نوره مالیه د حکومت له خوا د خرڅلاو او خدماتو مالیې په توګه اخیستل کیده چې له کبله به یې مشتریانو په ۱۰۰ روپیو کارت کې یواځې ۶۴ روپۍ استعمالولې چې اوس یو وار بیا دغه پریکړه پرځای شوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د