امریکايي چارواکی: د امریکا له مالي ملاتړ پرته حکومت ړنګېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د چارو مشر څارونکي «جان سوپکو» وايي؛ د امریکا له مالي ملاتړ پرته به حکومت ونړېږي.

نوموړي چې تېره ورځ یې په امریکا کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل؛ موږ په افغانستان کې څه باندې یو ټریلیون ډالر مصرف کړي که چېرې موږ له هغه ځایه راووزو، دا هر څه ورسره بربادېږي.

جان له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو را ایستل له دې هیواد سره د مالي ملاتړ دکمولو په معنی وبلل او زیاته یې کړه «هلته ټول امنیتي پرسونل زموږ له بودیجې څخه تمویلېږي که چېرې موږ راوزو او له دې هیواد سره مالي ملاتړ کموو، د امنیتي پرسونل معاشونه به ادا نشي او حکومت به ونړېږي».

سوپکو همدا راز د امریکا له لوري د سولې روانه پروسه د اندېښنې وړ وبلله او په خبره یې که « موږ له طالبانو سره توافق ته رسېږو هلته د ښځو، تعلیم، روغتیا، امنییت او نورو برخو کې شوي پرمختګونه په اوبو لا هو کېږي».

یاده دې وي چې؛ امریکايي چارواکي داسې مهال د امریکا له ملاتړ پرته د حکومت برخلیک ته اندېښمن دي چې؛ طالبان وايي؛ د امریکا متحده ایالات ورسره د عسکرو په ایستلو سلا شوي او تمه ده په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې ددي هوکړې جزئیات نهايي شي.

د څارونکو په اند، که چېرې امریکايي عسکر له افغانستان څخه ووزي، امریکا به له ګډ حکومت سره خپلې مرستې ودروي ځکه ددې هیواد سوداګر ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» همېشه په پردیو هیوادونو کې د بودیجې د مصرف منتقد پاتې شوی او یاد مصرفونه یې بېځایه بللي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

تو لعنت په داسې امنيتي ځواکونو شه چې تمويل يې امريکايان په غاړه لري او دوی ځان ته ملي وايي.

او تو لعنت دې په هغو هم وي چې يادو مرتزقه اجرتي قاتلانو ته د ملي ځواکونو په سترګه ګوري او پرې وياړي او شهيدان يې بولي.

د جان سپکو پورته څرګندونې زمونږ ټولو افغانانو لپاره کافي دي تر څو د طالبانو کرامو په برحقه مبارزه اعتراف وکړو او نور د دوی په وړاندې له کينې، عناد، حقد، منافقت او پوچو تبليغاتو څخه لاس واخلو مخکې لدې چې وخت راباندې ناوخته شي!

احمد
میلمه
احمد

وسپوکو په سپکو سپک شی ددغه څلورو شیانو نومونه کوم چی تا یاد کړی لکه د ښځو حقوق؛تعلیم روغتیا اوامنیت نو کله دی دغه افغانستان کی راوستی خو د تعلیم انداز مو هغه دی چی په لسګونه پوهنتونونه ړنګ اعلان کړه کابل اداری ددی د باره چی معیاری نه وو د ښخو حقوق مو دا وو چی تاسو خپلو رپوټونو کی وایی چی افغانستان دولتی اداراتو کی ۹۶سلنه ښخی د جنسی ځور ښکار دی په لکونو مو په نشه یی توکو روږدی کړی۵۳سلنه یی د فقر تر خط لاندی ژوند لری د روغتیا حالت دی هغه دی چی له سر… نور لوستل »