سروې: د امریکايي عسکرو کورنۍ له افغانستانه ژر تر ژره وتل غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): د امریکايي عسکرو کورنیو او هغه امریکايي عسکرو چې مخکې يې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، په ګډه په یوې سروې کې ویلي چې نور دي په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او عسکر دي کورونو ته ستانه شي.

په امریکا کې د پخوانیو عسکرو په نامه یوې ټولنې چې د ټرمپ ادارې سره نیژدې اړیکي لري، ملیټري ټایمز رسنۍ ته ویلي، ټرمپ باید خپلې وعدې پر ځای کړي او امریکايي عسکر له افغانستان څخه را وباسي.

د کنسرنډ ویټرانز فار امریکا مشر ډان کاډویل ملیټري ټایمز رسنۍ ته ویلي: «پخوانیو عسکرو او د عسکرو کورنیو د امریکا د ناپایې جګړې زیات بوج ګاللی دی، خو تر دوه لسیزو جګړې وروسته اوس دواړه ډلې په ښکاره غواړي چې امریکا باید خپلې بهرنۍ پالیسي ته بدلون ورکړي».

د سروې له مخې شپیته سلنه امریکايي پخوانيو عسکر او د اوسنيو عسکرو کورنیو ویلي چې نور په افغانستان کې د ځواکونو پاته کېدل په هیڅ ګټه نه دي، او د امریکا پر امنیت هیڅ تاثیر نه لري.

باید وویل شي چې د امریکايي عسکرو او کورنیو نظر یې ځکه هم مهم بلل کیږي چې د افغانستان د جګړې ګټه او تاوان هم دوی ته زیات رسیږي.

د کتونکو په باور په داسي وخت کې چې په امریکا کې اکثریت ولس د افغانستان له جګړې څخه ناخبره دي، او زیاتره ملکي چارواکي هم نور ځیني بیزاره دي، د امریکا د دفاع وزارت محدود شمیر جنرالان او د سي آی ای مسؤولین چې په جګړه کې يې ګټې خوندي دي، د جګړې د غځولو په لټه کې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد وړمه ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې هیواد یې نور له افغانستانه وتل غواړي او طالبانو هم ورسره وعده کړې چې نور به امریکا ته له افغانستان څخه خطر نه پيښيږي، خو په وینا یې ځیني مسایل لا پاته دي چې باید خبرې باندي وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د