د اشرف غني د پلویانو مجبوریتونه

لیکوال: محمدرحیم سکندر

محمدرحیم سکندر

اول خو هغه کسان چې ولسمشر ته په سل ډالر فسبوک، ټویټر او سل نورې ایډۍ چلوي، نوش جان یې شه، نیت مو نه دی پې کم او ډېر ښه کوي، ځکه له ولسمشر خو بل افغان هسې نوره ګټه ونه کړه، دوی خو دې کمپاین وخت کې ګټه ترې وکړي، سل ډالر د دوی لپاره ډېر شی دی او دومره خرڅ خوراک او کورنۍ یې پې چلېږي.

خو یوه خبره دې ومني چې کنځلې دې نه کوي، ځکه هم خپل ملګري له لاسه ورکوي او هم د ولسمشر محبوبیت را کموي.

د ولسمشر د پلویانو نور ډېر زیات ناچیزه مجبوریتونه دي چې منې که په یادولو هم ارزي، خو ځینو ناخبرو عاشقانو ته یې باید سپیناوی وشي.

ځینې کسان د ولسمشر غني ځکه پلوي کوي چې دوی حکومت کې دندې لري، سره له دې چې فسبوک شخصي ادرس دی او څوک د سانسور او یا فرمایش حق نه پې لري، خو بیا هم ډارېږي چې که ولسمشر پسې غلطۍ وړاندې کړو شاید له دندو مو وشړي.

ځینې کسان یې ځکه پلوي کوي چې د دوی د خوښې لیکوال او شاعران چې ولسمشر کرایه کړي، مینه‌وال یې فکر کوي چې دا به رضاکارانه/ بې پیسو د ولسمشر صفتونه کوي، نو د هغوی په خاطر هم څوک د ولسمشر بدي نه‌شي بیانولی، ځکه بیا هغه لیکوال او شاعر خفه کېږي.

ځینې بیا په کور کې دومره واک نه لري چې فسبوک او یا بل چېرته د ولسمشر خامۍ بیان کړي، ځکه بیا کوم کرایي لیکوال/ خیاټ د دوی کورنۍ ته زنګ وهي او یا په ګیله ورځي او سل شکونه وراوچوي، مثلا: کورنۍ ته یې وايي چې زوی او ورور دې په محبوب ولسمشر پسې غلط لیکل کوي نو هسې نه څوک یې ووژني او یا بله سپکه ورورسوي. نو کورنۍ خپل ورور او زوی ښکنځي او له مبارزې یې زړه توروي.

ما مخکې وویل چې د ولسمشر غني پلویان ډېر کوچني، کوچني مجبوریتونه لري. مثلا: یو څوک له دې خاطره هم په ولسمشر پسې بد نه وايي چې د دوی خپلوان او ملګري په حکومت کې په دندو ګمارل شوي نو وايي چې دوی به خفه شي، حال دا چې سالمه نېوکه د هر چا فردي حق دی.

ځینې یې ځکه پلوي کوي چې د مستعارو ایډیو له ښکنځلو وېرېږي او حقیقت نه شي بیانولی.

ځینې یې ځکه پلوي کوي چې دوی ته په ښوونځي او پوهنتون کې استادان نمرې کمې او یا یې چانس نه کړي.

ځینې یې ځکه بدۍ نه شي بیانولی چې دوی ته په فسبوک کې مشهور فسبوکي چېرته یو لایک ورکړی وي، یا یې کوم وخت پوسټ ورته شیېر کړی وي او یا وخت نا وخت کمېنټ ورته کوي نو وايي چې که ولسمشر پسې بد ووایم نو لایک، کمېنټ خو به خود ورباندې ودرېږي او ډارېږي چې بلاک او انفرېنډ مې نه کړي.

ځینې بیا د بیان له ازادۍ نه دي خبر، فکر کوي چې که ولسمشر پسې بد ووایم دا به ستر جرم وي او یا له ملي امنیت او څارنوالي ډارېږي چې مشکل به راته جوړ کړي.

ځینې نور هم شته چې خپله فسبوک ایډي بل ملګری او دوستان ورته چلوي او د ولسمشر مخالفینو ته ښکنځلې پې کوي، خو دوی ته پته نه لګي.

ځینې بیا ځکه په ولسمشر نېوکه نه شي کولی چې دوی له رنګارنګ ټاپو او تورونو وېرېږي، که څه هم ددغو ټاپو رنګ تللی او چندانې چک نه لګوي خو بیا هم ځینې وېرېږي چې څوک به مې پنجابی، ایرانی او ترهګر وبولي.

دغه واړه، واړه مجبوریتونه او مرحلې په ما هم تېرې شوې دي، خو قرباني مې ورکړې، د فسبوکیانو، ملګرو، دوستانو، کورنۍ او حکومتي چارواکو سپکې سپورې او ګواښونه مې په ځان تېر کړي او اوس دوی هم ستړي شوي او یا یې حقیقتونه درک کړي، نو اوس په سرو سترګو په هره ناروا لیکل کولی او نقدولی یې شم.

تاسو هم تر هغې ځان ته مبارز نه شئ ویلی چې دا وړې، وړې قربانۍ ورنه کړئ او که ځان خپلواک نه کړئ، نو ټول عمر به په غلامۍ کې تېروئ.

په اساسي قانون ملنډې، په ناموس تېری، په ادارو کې فساد، د سولې مخنیوی او د اسلام سپکاوی به دوام لري، تر څو چې ځوانان او لیکوال د بل چا په خوښه او فرمایش ژوند کوي.

ماته زیات ملګري معلوم دي چې ولسمشر اشرف غني یې زبردست بد ایسېږي، په فساد یې خبر دي او د لیکلو وس هم لري، خو پورته ناچیزه مجبوریتونه یې ځوروي او د فسبوکي او کرایي لیکوالانو له ښکنځلو او سپکو سپورو وېرېږي.

تاسو به تر څو دا سپک او شرمینده حالت زغمئ او تر څو به غلي یئ؟ که تاسو همدا ولس وژونکي او د سرتېرو پلورنکي حالت ته غلي پاتې شئ، نو په دې معنا چې تاسو همدا حالت خوښوئ، الله تعالی هم قرآن کریم کې فرمایلي او ګل پاچا الفت صیب دغه ایت اهنګین کړی.

خدای هم نه بدلوي حال د هغو خلکو

چې بدل نه کړي څوک خپل حالت پخپله

مونږ په ولسمشر غني حق لرو چې بدۍ یې بیان کړو، ځکه رایه مو ورکړې او کمپاینونو کې مو لوږې، تندې او خطرونه په سر وړي دي.

مونږ باید په دې پوی وو چې دا وطن د دوو کسانو نه دی او باید د هر جابر مشر د خولې خوند ورخراب کړو، ضرور نه ده چې خامخا د کوم کاندید ملاتړ وکړو، خو د یو او بل مشر پر سر باید خپل ملګري خفه نه کړو، مشران پخپل واک نه دي خو ملګري بیا د سختو ورځو لاس نېوونکي دي، که جابر مشر پسې بد نه شو ویلی نو صفت او مدحې خو پسې ونه وایو، ګنې د دروېش دراني پېغور خو مونږ ته بوڅ اېښی دی.

دروېشه جابر یو و او ځپلی ولس ډېر

خبر نه یم دا ډېر له یوه څله وېرېدل!؟

هیله ده ملګري او دوستان په دې وړو، وړو مجبوریتونه پښې کېږدي او تربتې یې کړي، ګني دا حالت بدلول په (زرکلن شې) او (بدیل نه لري) ګپ او شپ نه بدلېږي.

تاسو نور پاڅېږئ، جرات وکړئ او د غني په دوره کې رواج شویو ښکنځلو ته لته ورکړئ.

د زور خلاف مزاحمت ژوند دی

که نور دې وس نه رسي شور جوړ کړه

امجد شهزاد

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

stop propaganda against doctor ashraf ghani.
in last 200 years ashraf ghani is the best for afghanistan
think by self in this 4 years how many economic project he did for afghanistan.
we dont have like ashrafghani honest pesident.in last 200years.
if next 5 years ashraf ghani be president.you will see the economic stage
of afghanistan.
please stop propaganda and support ashraf ghani.