د سپیڅلي کاروان زړور سالار!

لیکوال: عبدالحافظ کاکړ‎

کله چې په هیواد کې انارشي حاکمه وه، هغه وخت چې قومندان سالاري وه،هغه وخت چې ملوک الطوایفي وه،هغه وخت چې د ښځو څخه سینې پرې کیدې، هغه وخت چې هلکان په زوره د قمندانانو له لورې برمته کیدل، هغه وخت چې پټکسالاري وه، هغه وخت چې افغانانو د خپل نفس مالکیت نه درلود، هغه وخت چې باجګیري وه، هغه وخت چې ظلم او تور تم وو،هغه وخت چې یو موټۍ افغانستان په شمال او جنوب تقسیم شوۍ وو، او نړۍ یوازې زموږ ننداره کوله ، زموږ د وینو تویدلو څخه یې خوند اخیست!بالاخره هغه وخت چې د ګران وطن د تجزیې نغارې ډنګول کیدې، د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رح په راتګ سره ټولو ناخوالو ته د پاۍ ټکۍ کیښودل سو او ټول افغانستان تر واحد اسلامي نظام تر سیوري لاندي راغۍ!!!

د غربیانو هیڅکله هم پر مسلمانانو دا نه لورېده چې مسلمانان دي د خپلواک اسلامي نظام درلودونکي وي او افغان ملت دي د ارام ساه واخلي نو، ځکه یې د بیلا بیلو لارو توطیې په کار اچولې ترڅو په ۲۰۰۱ز کال عملا یې زموږ پر پاکه خاوره نظامي یرغل پیل کړ او دا دۍ زموږ مسلمان ملت یو ځل بیا په پوره عزم سره د الله ج په توکل د غرب ښکېلاک ګرو پر وړاندي ودرېدل د مقاومت سنګرونه یې ګرم و ساتل او حوصلې یې د پامیر د غرونو په څېر لوړي وساتلي ، د الله ج په دې عظیم امتحان کې هغه نازولې مؤمن بندګان و ازمایل شول، د چا په اړه چې الله ج فرمایې”په مؤمنانو کې ځیني داسې کسان شته چې د الله سره په هغه وعده کې رښتیني دي، ځینو یې وعده پوره کړه ځیني نور انتظار باسي” همدغه مؤمنانو د امریکا او ناټو په څېر مغروره صلیبیان دې ته اماده کړل چې اتلس کاله وروسته ور سره مخامخ د یو قوت په څېر خبرو ته د مقابل احترام په نظر کې نیولو سره کښیني، د چا سره؟ د هغه طالب سره چې اتلس کاله وړاندي یې پر ځمکه د خپل رب د عبادت لپاره سجدې ته ځاۍ نه درلود، د همدې صلیبي لښکرو د وخت د فرعون بوش په مشرۍ د جګړې دا شعار وو طالب باید ووژل شې او یا هم ګونتنامو زندان ته ولیږل شي !

د همدې مغروریت پالیسۍ په پایله کې الله ج هغوۍ کفار ذلیل کړل، نړۍ ته و شرمېدل، هغه بې وسلې طالب ته سر ټیټي شول، او اتلس کاله وروسته ددې جګړې پیل کوونکي ستراتیژي جوړونکي دې نتیجې ته ورسېدل چې دا جګړه ګټونکۍ نه لري، نو د خبرو له لاري را مخ ته شول،

عزتمندو! تاسو ټول وینۍ چې د قطر طالب مرکچیانو کې پنځه تنه ګوانتنامو څخه د تبادلې په نتیجه کې ازاد شوې بندیان دي، هغه کسان چې یو وخت یې لاسونو کې ځنځیرونه وو او د یو عادي امریکایې عسکر تحقیرونه یې برداشت کول، نن د میلر په څېر د هغوۍ تر ټولو لوړ پوړو چارواکو سره مخامخ د یو متقابل قوت په څېر مذاکرات مخ وړې ، دا د الله ج د نصرت څخه بغیر بل څه نشي کیداۍ الله ج فرمایې”ډیر ځله ما یو وړوکي ټولي ته پر غټ لښکر برۍ ور کړۍ،

نن طالب یوازي یوه وړه جنګي ډله نه ده چې امریکا ورباندې په خپله خوښه د تروریست ټاپه ووهې او هرهغه څه چې دوۍ وغواړي هغسې یې و نوموي، نن ټوله نړۍ پوهیږي چې طالب د یو ملت نوم دی، طالب د سولي او سیاست نوم دی، طالب یو فکري مکتب دی، طالب د اشغال پر وړاندي د ولسي مقاومت نوم دی او د نظامي لاري ورباندي بریا نا ممکنه ده، رشتیا هم چې د طالب د پاره دا برۍ دی او هغه هم په اسلام کې حضرت عمر رض به ویل”موږ یو صحرایې قوم وو الله ج موږ ته په اسلام سره عزات راکړ، هر کله که موږ د اسلام څخه بغیر په بل څه کې عزت ولټولو الله ج به موږ ذلیل کړي”

یقینا” د وخت عمر(رح) او سپیڅلي لښکر یې هم عزت د الله ج په دین کې لټولو، که څه هم په دي لار کې یې تکلیفونه، تعذیب، درد، بندي کیدل او هزار نوع تکالیف ولیدل، بیا یې هم صبر وکړ، هغه د الله ج پر دین منګولې ولګولې او پر هغه یې ننګه وکړه.

“ان تنصرالله ینصرکم و ان یثبت اقدامکم”

که چیري تاسو ثابت قدم اوسۍ او د الله ج پر دین ننګ وکړۍ یقینا الله ج به ستاسو مرسته وکړي”

بې شکه! موږ شاهدي ور کوو چې تاسو خپل ټول عمر د اسلامي امت بیرته د زوړ برم را ګرځېدلو په موخه او د مستضعفینو د لاس نیوي په موخه تیر کړۍ!

زموږ د تاریخ د ویاړونو په کتاب کې دي بل فصل ور زیات کړ،

الله ج دي رحم در باندي وکړې!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د