د کندهار ملنګ او سجاده نشیندریم عمر – ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله

ژباړه: سعيد احمدي

دا د ۱۹۹۶ میلادي کال خبره ده چې د افغانستان په کندهار کې لوی علماء کرام راجمع شول چې شمېره یې تقریباً یونیم زرو ته رسېده، د دغو علماوو په ډله کې د وخت ستر ستر شیخ الحدیثان، صالحین، نیکان او بزرګان شامل وو، دوی ټولو په یوه اتفاق سره ملامحمد عمر رحمه الله ته د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین لقب ورکړ.
د هغې غونډې د ګډونوالو په وینا چې: کله ملامحمد عمر ته د امیرالمؤمنین لقب ورکول شو، دغه مهال ملامحمد عمر بلکل لکه د ماشومانو په څېر په چیغو چیغو ژړل، د نږدې ناستو کسانو په تاکید سره ملامحمدعمر د علماء کرامو او شیخ الحدیثانو دغې غونډې ته په وینا کې وفرمایل چې:
“ائ علماء کرامو! تاسې د خپل شرعي علم په بنیاد سره د انبیاوو د وارثانو حیثیت لری، تاسې چې نن کومه ذمه داري یا بار زما پر اوږو واچاوه، دا په حقیقت کې په دې باندې د استقامت او انحراف (کږېدلو) ټوله ذمه واري هم پر تاسې ده.
ائ زمونږ استادانو او د قدر وړ علماء کرامو! خداینخواسته کچېرته له ما نه د مسلمانانو په دغه ستر امانت کې سستي او یا انحراف رامنځته شي، د دې سمول او اصلاح ستاسې شرعي وظیفه او ذمه واري ده، تاسې به د شرعي علم په رڼا کې طالبانو مجاهدینو ته په استقامت، ثبات او حقې لارې باندې د تګ لارښوونې کوئ، کچېرته له طالبانو نه د اسلامي نظام او احکاماتو د نفاذ او پلي کولو په لار کې وروسته والی او سستي وشي او یا د انحراف او کوږوالي مرتکب شي، تاسې یې ووینی او څه ورته ونه وایی نو دالله تعالی پر وړاندې به د دغې ذمه واري پړه پر تاسې وي، او د سوال جواب (قیامت) په ورځ به زه تاسې له ګرېوانه نیسم”.

د قندهار ملنګ او سجاده نشین امیرالمؤمنین حضرت ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د خپل رب حضور ته لاړ… د هغه رب حضور ته چې د هغه رب نظام یې د افغانستان په ۹۵سلنه ځمکه باندې قایم کړ… د دنیا په نورو باطلو نظامونو یې زلزله راوسته.

ملامحمد عمر یو داسې قلندر و کوم چې يې د ۱۹۹۴ میلادي کال په وروستیو کې له قندهار نه د فسادونو، زورواکیو او پاټک سالاریو د پاکولو لپاره تنها له پنځلسو طالبانو سره د تحریک پیل وکړ. او بیا يې د اخلاص، للهیت او بې مثاله کوښښونو او د الله تعالی د نصرت په برکت سره په ډېره لږه موده کې پنځلس ولایتونه له زورواکو قومندانانو اوپاټک سالارانو پاک کړل او پکې یې اسلامي نظام جاري کړ او بیا لدې وروسته له قندهار نه نیولې تر کابله پورې له پرلپسې سوبو وروسته د افغانستان په ځمکه اسلامي نظام راوستل دنیا حیرانه کړه.

د مهاجرینو له کیمپونو نیولې بیا تر مدرسو پورې د قران کریم او سنت رسول علم حاصلوونکو طالبانو د سلګونو علماء کرامو د غونډې په ترڅ کې چې کوم ملامحمد عمر خپل امیرالمؤمنین ټاکلی و… بیا د دوی په سوچ او ګومان کې هم دا نه تېرېده چې دوی به د خپل امیر په مشري کې د نړۍ تر ټولو سوپر طاقت او د دوی د اتحادیانو(ناټو) هم له عبرت ناک شکست سره مخ کوي.
مګر نړۍ وليدل چې په قندهار کې د سجاده نشین امیرالمؤمنین تر مشري لاندې طالبانو نه یوازې امریکا بلکې د ناټو متحدو پوځونو د غرور څلي هم مات مات کړل او له افغانستانه یې تېښتې ته اړېستل.

ملامحمد عمر ته (عمرثالث) دریم عمر هم ویل کیږي، کوم چې یې د حکومت لمر يې په قندهار کې راوخوت؛ څرک او شعاوې یې په کابل ولګېدې رڼايي یې خوره کړه، د دې شعاوو دا کمال و چې د افغانستان له هرې سیمې نه یې فساد تېښتې ته مجبوراوه. تر ټولو لومړی يې هلته امن راوسته، کوڅه په کوڅه د زورواکو قومندانانو خیال هم ختم شو، په ټیکس اخیستلو باندې بندیز ولګېد او له هر چا نه اسلحه یو ځای ته راټولول کېده تر څو د خانه جنګي امکانات او تصور له منځه لاړ شي. د تباه شوو ځایونو د بیا رغولو لپاره د ابادۍ کوښښونه شروع شول. په هره فتحه شوې سیمه کې د رضاء کارو طالبانو ډلګۍ ځای پر ځای شوې او د امنیت ساتلو ټوله وظیفه هم دوی ته وسپارل شوه.
په فتحه شوو سیمو کې شرعي محکمې جوړې شوې او د زر تر زره انصاف راوستلو فکر شروع شو.
بې قانوني له منځه یوړل شوه او پر ځای یې د شرعي قوانینو په رڼا کې د ولس معاملات حل کېدل، دمسجدونو ابادۍ ته پاملرنه شروع شوه، او د مکتبونو او مدرسو سیستم برحال او د ټیليفون نظام وصل کړای شو. تر څنګ یې په نېشت وسائلو خو په خورا اخلاص د افغانستان د ابادۍ لپاره د سړکونو رغولو، جوړولو او صفايي لپاره خاص کوښښونه شروع شول، له ولس سره له شفقت او ښه سلوک نه استفادې د طالبانو لپاره د فتوحاتو دروازې پرانېستلې.

د ۱۹۹۵ کال د شروع خبره ده کله چې له پاکستان نه د جیدوعلماء کرامو له وفد سره زه (لیکوال) یو ځای له کراچۍ نه کویټې ته او بیا قندهار ته ورسېدو، د علماوو د دغه وفد مشري مولوي قاري سعیدالرحمن مرحوم او شیخ الحدیث مولوي شیرعلي شاه صاحب کوله، تر دې چې زما لومړی ملاقات له امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره وشو.

نوم یې داسې و چې مغروره نړۍ ترېنه په لړزان وه، له ماسکو نه نیولې تر سپینې ماڼۍ پورې وفدونه او سفیران چې د ده لیدلو ته بې تابه وو، مګر داسې سادګي چې نه ورته فوځي مانورونه او پروتوکول و او نه نور مناسبات… دی له مونږ سره په فرش باندې ناست و.

د علماوو احترام او عزت ته له بادشاهانو هم زیات قایل و، د ملامحمد عمر دا شان و چې ده د خپلې بادشاهۍ په شپږ کلنه دوره کې له هېڅ خارجي وفد سره هم ونه کتل، نه يې له کوم امریکايي سفیر سره وکتل، نه له کوم برطانوي سفیر سره… خارجي وفدونه چې افغانستان ته راتلل له ټولو سره د ملامحمد عمر يو نماینده کتل.
هو! البته علماء کرام به چې د ده ملاقات ته ورغلل، نه تنها دا چې له دوی سره ملاقات وکړي بلکې د دوی به یې ډېر زیات احترام هم کاوه او ښه میلمه پالنه به يې کوله.

د دوهم عمر عمربن عبدالعزیز رحمه الله د حکومت دوره دوه نیم کاله وه، مګر د دریم عمر ملامحمد عمر د حکومت دوره تقریباً شپږ کاله وه، د دغو دواړو عمرینو دورې خلکو یو قسم محسوس کړي چې د اسمان او ځمکې ترمابین یې د عدل تله ودروله. دا د الله تعالی خپل قدرت ده چې له مخې یې انسانیت ته ازادي، محبت او د خوشالۍ تاج ورنصیب کوي.

د عمر ثاني عمر بن عبدالعزیز د دوه نیم کاله حکومت کارنامې او کیسې مونږ د تاریخ او د ده د سیرت په کتابونو کې لولو خو د عمر ثالث ملامحمد عمر مجاهد مثالي دوره مونږ څو ځله پخپلو سترګو ولیدله.
د افغانستان خلک د ملامحمد عمر له اسلامي حکومت نه څومره خوشاله او خوښ وو، د دې جواب که له کوم امریکايي، برطانوي یا اسرائیلي شخص نه وغوښتل شي نو لکه یو څوک چې تیندک وخوري او ولویږي؛ داسې به وارخطا شي… ولې؟ دا ځکه چې یهود او نصارا او د دوی لاسپوڅي غلامان د اسلامي نظام د حاکمېدو له وجې ملامحمد عمرمجاهد د خپلو ځانونو لپاره لوی خطر باله، رعب یې په نړۍ پروت و.
هو البته له قندهار نه راونیسه بیا تر کابله پورې که له هر عام وګړي نه د ملامحمد عمر په اړه پوښتنه وکړې نو اکثریت افغان وګړي به له ملامحمدعمر مجاهد سره په زیاته مینه او د محبت په سرشاره جذبو لبرېز او تازه ووینې.

ما د کابل، جلال اباد، خوست، ګردېز او د قندهار له هر اوسېدونکي، سِک او هندو سره مرکې او پوښتنې کړي او له دوی نه مې د ملامحمد عمر په باره کې نظرونه اخیستي… دوی ټولو د طالبانو د وخت حکومت د افغان ولس لپاره رحمت ګڼلی ده، یو داسې حکومت چې پکې غلاوې، ناجایزه تیري، قتلونه، اختطافونه، زنا او نور… تقریباً ختم شوي او له منځه تللي وو.
که به چېرته په غیر قانوني کار کې څوک نیول کېده نو د شرعي محکمې له لارې به د ثبوتونو او اسنادو په رڼا کې په سزا رسېده.

ما د لمانځه پر مهال دوکانونه، هوټلونه، هټۍ ګانې او لاسي ګاډۍ خلاص لیدل چې خلک به ترېنه د مسجدونو پر لور د لمانځه د اداء کولو لپاره ډله ډله روان وو، حیران پاتې شوم… له یوه دکاندار نه مې وپوښتل: که تاسې لاړ شی او شاته غلا وشي او څوک مو مال ویسي نو ذمه وار یې څوک ده؟
د ده جواب و… طالبان
څه مطلب؟!
هغه زما د حیرانتیا په ليدلو سره موسکا وکړه او وې ویل: داسې راته ښکاري چې ته له پاکستان نه راغلی یې! ما ورته په هو سر وښوراوه.
هغه وویل: له کله نه چې د ملامحمد عمر حکومت قایم شوی ده نو غلاګانې هم تقریباً ختمې شوي دي. یاد کس رانه لاړ.

ملامحمد عمر په افغانستان کې اسلامي نظام قایم کړ، او اسلام نه تنها پرده، ږيره او یا د دې په څېر د نورو احکاماتو او فضایلو نوم؛ بلکې د انسانيت ژغورنې او کامیابي ستر قانون يې هم وړاندې کاوه.
ملامحمد عمر د خپل لنډمهالي حکومت په دور کې د انساني فلاح (بشر دوستي) په ستر نقش قدم د عمل کولو له حده زیات کوښښونه وکړل. ملامحمد عمر لومړی افغانستان له زورواکیو او فسادونو نه پاک کړ، اسلامي نظام یې پلی کړ او بیا یې د اسلام او مسلمانانو دښمنان له تباهۍ سره مخ کړل.

ملامحمد عمر مجاهد د پروېز مشرف په شان چې د زمانې شرمنده بادشاه و، جورج ډبلیو بوش چې د زمانې بدنام بادشاه او د زمانې رسوا بادشاهانو اوباما او زرداري په شان د دنیا بنده نه و بلکې هغه د خیرالقرون یعنې د محمد صلی الله علیه وسلم د زمانې د کاروان سپاهي او عسکر و، هغه یو زړور او غیرتي انسان و. د دې لپاره هغه د (امریکا دغلامانو) په سترګو کې خار و، امریکا یې پر سر یو کروړ ډالر انعام ټاکلی و… هغه به ډېر کم غږېده خو د ضرورت پر وخت، مګر په دښمنانو به د مرګ په څېر لګیده.

ده له پېړیو وروسته نه تنها دا چې اسلامي نظام په عمل کې پلی کړ بلکې د اسلامي حکومت د ختمونکوو(امریکا او ملګرو) ته یې هم داسې کاري وارونه او زخمونه ور ورسول چې یهود او نصاری به یې هېڅکله هېر نکړي. د پاکستاني ولس له یو داسې بزدله فوځ سره واسطه او مخه وه (لیکوال د خپل هغه وخت حکومت یادوي چې ډېر بزدله حکومت و) چې په سلګونو بې ګناه مسلمان ځوانان یې په امریکا باندې وپلورل، ډالر یې پرې واخیستل تر دې پورې چې د ډاکټر عافیه صدیقي په خرڅولو یې هم درېغ ونکړ… مګر ملامحمد عمر ته به تاریخ تر قیامته پورې سلام کوي کوم چې یې خپل سلطنت او واک اقتدار قربان کړ خو د یو بې وطنه مېلمه شهيد اسامه بن لادن رحمه الله امریکا ته د تسلیمولو لپاره یې غاړه کېنښوده. هغه یو داسې له خدای تعالی نه وېرېدونکی بادشاه و چې د افغانستان په شمول یې د نړۍ په هېڅ کوم بېنک کې د روپیو اکاونټ نه درلوده، په وراثت کې یې هېڅ کومه ځمکه، شتمني یا پیسې ندي پرېښي.

د ملامحمد عمر له مظلومو مسلمانانو سره ډېر محبت و، د ۱۹۹۹ کال یوه ورځ چې لمر غورځېده، د قندهار په ایرپورټ باندې د یوې هندوستانۍ طیارې نه راوتلي یو څو مظلوم مسلمانان چې د افغانستان په ازده فضاء کې یې ساه واخیسته، دا د امیرالمؤمنین فراست و چې مار یې وواژه خو لرګي مات نشول.

امریکا له خپلو شیطانانو متحدینو سره یو ځای په افغانستان حمله وکړه، او ملامحمد عمر له خپلو طالبانو سره یو ځای په خطرناکو اسلحو باندې د سمبالو شیطانانو سره سره ټکر شو، د دیارلسو کلونو په اوږدو کې حالاتو ډېرې ککرۍ وخوړې، د ډېرو لارې جدا شوې مګر ملامحمد عمر مجاهد د پاک شریعت لمن پرېنښودله او خپل ټول جهاد یې د شریعت مطهره په بنیاد سره جاري وساته، د امریکا او ناټو د درجنونو ملکونو شیطاني لښکرې یې له رسوایۍ او ماتې سره مخ کړې خو بیا هم ده د عاجزۍ او انکسارۍ په څادر کې ځان نغښتی وساته یعنې هغه یو لوی فاتح جوړ شو خو بیا هم مغرور نشو بلکې د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره یې مینه او د اطاعت جذبه نوره هم زیاته او دوه چنده شوه، تر شلو کلونو پورې د دنیا د فرعونیانو پر زړونو د رعب څښتن فاتح اعظم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد… بلاخره د قبر غېږې ته لاړ.

د دریم عمر ملامحمد عمر مجاهد په کارنامو هغه وخت خلک پوه شول چې کله د لادینه سیکولر او د امریکا د غلامۍ د بتانو په ماتولو کې کامیاب شو، نن مونږ د ده په جدايي باندې ژړیږو بیا به ټول انسانیت پسې ژاړي…. ماته د قندهار د سجاده نشین امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد یاد زړه ته راځی، د ده للهیت، تقوی او پاکوالی… له اسلام او مسلمانانو سره د محبت له وجې امریکا او شیطان اتحادیان به ملامحمد عمر یاد ولري مګر د ده د جهادي کارنامو او کاري وارونو له وجې دې د کفري طاقتونو خرکاران (غلامان) د ملامحمد عمر په وفات باندې خوښۍ نه لمانځی.
بې له شکه ملامحمدعمر مجاهد وکوچېد مګر د ملامحمد عمر پرودګار به تل ژوندی وی.

(د دې لیکنې لیکوال علامه نويد مسعود هاشمي صاحب ده چې د پاکستاني اخبار (اوصاف) لپاره مقالې لیکي. هغه مهال چې د ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات خبر خپور شو، لیکوال دغه مقاله لیکلې او په میاشتنۍ مجله (زکریا) کې نشر شوې ده)

(د ۱۳۹۸ کال د ثور ۴مه نېټه چې د امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد د وفات شپږم تلین ده، دغه لیکنه له اردو ژبې څخه پښتو ته وژباړل شوه.)

کب ملا عمر سطوت باطل سے ڈرا تھا
وہ کب کسی فرعون کی چوکھٹ پر جُھکا تھا

وه شیر جواں، غیرت ایماں کی علامت
ظالم کے مقابل سے ذرا بھی نه ہٹا تھا

وه عفت وه عصمت کا، قدرت کا نگہباں
وه رہبر حق، قائد ارباب وفا تھا

توحید کے جلووں کی جھلک قول و عمل میں
اخلاص و مروت کی، توکل کی ادا تھا

وه دیپ شریعت کا جلایا تھا جو اُس نے
مردانِ فرنگی سے بجھا ہے، نہ بجھا تھا

مسکن تھا سدا کوه و جبل دشت و بیاباں
راحت کے ہراک جلو سے رُخ موڑ لیا تھا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

امیرالمومنین ملا محمد عمر نه یواځې دا چې په افغانستان باچاهی کړه
بلکې د نړۍ مسلمانانو په زړونو يې باچاهی کړه
د افغانانو لپاره د هغه وخت امن یوه لویه لاسته راوړنه وه هغه امن زموژ لپاره ترقی اتحاد، اتفاق، سبب و