ارشیف

طالبان: افغانستان کې د ملکي تلفاتو لومړۍ درجه عاملين امريکايان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما تازه راپور رد کړی دی او ويلي يې دي چې د ملکي تلفاتو په اړه دوی ته منسوب شوې شمېرې حقيقت نه لري.

تيره ورځ يوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه يو تازه راپور خيور کړی و چې په کې يې په افغانستان کې ولسي وګړو ته ۵۳ سلنه تلفات د دولتي ځواکونو، ۳۹ سلنه د وسله والو ډلو او ۸ سلنه يې د ګډو ځواکونو په غاړه اچولې وو.

په راپور کې راغلي وو چې د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ټول ټال ۱۷۷۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۵۸۱ تنه يې وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان شوي دي.

طالبانو په تازه اعلاميه کې ويلي دي چې امريکايي عسکرو ته لکه څنګه چې واقعيت دی هغومره اندازه تلفات نه دي منسوب شوي او په دې اړه سياسی او سليقوي چلند شوی.

په اعلاميه کې راغلي دي چې طالبان هڅه کوي ترڅو د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړي چې په وينا يې په دې چاره بريالي شوي هم دي خو زياتوي چې د روان ميلادي کال په لومړيو مياشتو کې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې په ولسی وګړو د ځانګړو ځواکونو شپيزو چاپو او بريدونو د ولسي وګړو په تلفاتو، د هغوی د کورونو په نړولو او دعام المنفعه تاسيساتو ويجاړولو کې تر بل هر وخت زياتوالی راغلی.

طالبانو ويلي دي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لومړۍ درجه عاملين امريکايان دي او زياته کړې يې ده چې
يوناما بايد د امريکا د ورځنيو جناياتو په اړه بې پرې قضاوت وکړي.

طالبانو د يوناما په ګډون په ټولو بشر پالو او حقوقي ټولنو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو ژوند ته لازمه پاملرنه وکړي او د هر هغه اقدام مخنيوی دې وکړي چې په کې د انسانانو ژوند ته خطر پيښيږي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ملکي وګړو په اړه د يوناما د راپورونو په ارقامو طالبانو غبرګون ښودلی دی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ستر عاملين بهرني ځواکونه دي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري په ولسي وګړو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مختار
میلمه
مختار

دا طالبان خو د سړی ځامن دی کوم ظلمونه چی طالبن کوی زه وایم چه هیڅوک به یی هم ونه کړی