نظــر

د سولي د دښمنانو يوه بله شومه هڅه

استاذ عبدالمالک همت

لکه چي پوهيږو سوله له هره حيثه خير ده. اسلام د سولي، سوکالۍ او مدنيت دين دى او د وګړو د دې او هغي دنيا سوکالي يې موخه ده او مسلمانان هم د نورو ديني مناسکو تر څنګ دې اصل ته په درنه سترګه ګوري. له همدې امله دى چي زموږ مسلمان ولس د سولي پلوي او له جنګ او جګړه مارو څخه کرکه کوي. خو د دې برعکس د خدای جل جلاله، د هغه د پيغمبرانو او صالحو بنده ګانو شرير، ځان غوښتونکي او خپلي ګټي پالونکي دښمنان تل پر عامو خلکو باندي د بر لاسۍ او واکمن کېدو لپاره د هغو د غولولو له لاري کار اخلي او د دې تر څنګ په تور بريښ او زور او ظلم ګوتي هم پوري کوي.

په دې توګه د حق پلويان او مظلوم انسانان اړ سي چي له خپلو ديني او ملي ارزښتونو، خپلو حقوقو او خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي او د ظلم او زور پر ضد مبارزې ته ور ودانګي. بالمقابل د دوی دښمنان شيطنت، شرارت، ويني تويولو او جګړې ته لاس واچوي او په دې ډول د حق او باطل د جګړې مقابله پیل سي. چي له امله يې ورانی، شر او فساد او مرګ ژوبلي رامنځ ته سي. خو څنګه چي د حق پلويان او مظلومان پر حق دي او لوی څښتن سبحانه يې ملګری دی بالاخره حق پالونکي او مظلومان پر باطل پلوو ظالمانو باندي بری ومومي او باطل د باطل کېدو(ماتي او له منځه تلو) سره مخ کړي.

زموږ په ګران هيواد کي چي له ډېرو کلونو څخه د حق او باطل تر منځ همدغسي يوه خونړۍ جګړه روانه ده او اوس حق غالب سوی او د باطلو ډول ډول لښکري او ځواکونه مخ پر باطلېدو او زوال روان دي او اصلي اشغالګر ځواک (د امريکې وحشی او ويني بهوونکي امپرياليزم) دلته د حق او حق پلوو غيورو او مېړنيو افغانانو په وړاندي خپله ماته درک کړې او له افغانستان څخه يې د پښو سپکولو په لټه د افغانانو د اتلو استازو (طالبانوکرامو) سره مذاکرات پيل کړي دي او ورسره جوخت په ګران هيواد کي د سولي، امنيت او سم سمکي وږمې خپرې سوي او ګران او پتمن هيوادوال مو د سولي راتلو ته په هيله سوي دي، له بده مرغه د امريکې څو په ګوتو شمار ګوډاګيان او هغوی چي د سولی او کرارۍ په راتلو سره د خپلو ګټو او پوشالي واک د لاسه ورکولو او د خپلو کرغېړنو اعمالو او جنايتونو د مجازاتو سره له مخامخ کېدو څخه په اندېښنه کي دي، د سولي د ږغ په اورېدو سره د لېونيانو غوندي منډي ترړي وهي او په سر اسيمه ګۍ سره يې د خپل کرغېړن ژوند د څه اوږدېدو په تمه د سولي پر ضد ډول ډول مذبوحانه سنګ اندازۍ، شرارتونه او هڅي په لاره اچولي دي. کله وايي سوله بايد په پنځو کالو کي راسي، کله خپل لوی طاغوت ټرمپ ته له افغانستان څخه د پوځيانو د نه ايستلو په اړه ليکو نه لېږي، کله ملګرو ملتونو ته شکايتونه کوي چي د طالبانو مذاکره چيان خو په لور ليست کي دي، نو ولي د سفرونو اجازه ورکوله کيږي، کله د حمد الله محب په خوله د امريکايانو پر مذاکره کوونکي خليلزاد باندي عجيب او غريب تورونه لکوي، کله د سولي په اړه د ماسکو بين الافغاني غونډه په ډول ډول مخالفتونو غندي، خو بيا د قطر بين الافغاني غونډي ته د څو اهلو کسانو پر ځای د ۲۵۰ کسو د نومونو اوږد طورمار جوړوي چي په هغو کي له څو کسانو پرته نور يا د سولي سره شديد ضديت لري او يا داسي خالي الذهنه کسان دي چي ان که وپوښتل سي د افغانستان څلور خواوي نه دي ور معلومي. بالاخره دادی اوس زموږ د پلرونو او نيکه ګانو له ډېر وياړلي ارزښت لويي جرګې له نامه څخه د سولي پر ضد، د بيا واکمن کېدو او د کورجنګۍ د اور د بلولو لپاره بده استفاده کوي.

د دې تر څنګ د واک ذبون او ټيټ عاشقان کوم چي په زړونو او ضميرونو کي د ولس او د دې کنډواله سوي هيواد يوه ذره غم او درد ور سره نسته د اشغالګرو له شتون څخه په ګټه اخيستنه درګرده لګيا دي په شپنيو، هوايي او ځمکنيو ځناورانه عملياتو زموږ بې دفاع ولسي خلک (ماشومان، ښځي بوډاګان او نور) پرله پسې وژني، کلي، کورونه، جوماتونه، مدرسې او نور يې ورانوي، شتمنۍ يې له منځه وړي او عام ولسي خلک نيسي ، د طالب په نومونو يې ترې تم کوي. تر دې چي بالاخره دې بې حيثيتو عناصرو د افغانانو د ناموسونو تښولو ته هم لاس واچاوه. العياذ بالله و استغفر الله العظيم !

د واک د دې وږو لويي جرګې ته د خلکو وربللو حال خو زموږ ډېرو هیوادوالو وليد چي په ډېرو ولايتونو کي يې خلکو پر ضد ډول ډول حرکتونه، شورماشور، کشمکشونه او لاريونونه پرلاره واچول، چي د پوليسو په ډزو او د اړوندو صندوقونو په لغتو وهلو او اړوندو پاڼو په څيرلو منجر سول. همراز مو بيا واورېدل چي د سياستوالو ټولو ډلو دغه جرګه بې ګټي بللې او تحريم کړې يې ده.

اوس نو زه ګرانو هيوادوالو ته د دوی د يوه هيوادوال او قلمي خدمتګار په توګه وړانديز کوم چي د سولي د دښمنانو په دغه سوله ضد، تش په نامه لویه جرګه کي هيڅ ګډون ونه کړي، ځکه دا جرګه د سولي راوستو لپاره نه، بلکي د څو تنو د قدرت وږو د واک د غځېدو، په هيواد کي د جګړو د مصيبت د اوږدېدو، د پردو غليمانو لاسوهنو ته د زمينې د بيا مساعدېدو او د هيوادوالو د مرګ ژوبلي او غمونو او ويرونو د ډېرېدو جرګه ده.

په دې جرګه کي ګډون او د هغې له لاري د دغو سولي ضد هيواد دښمنو عناصرو ملاتړ د قرآن کريم د صريح نصوصو، نبوي سنتو او اسلامي شريعت مخالف او حرام کار دی.

په دې هکله په قرآن کريم ، نبوي احاديثو او د ديني علماى کرامو په ليکنو کي زښتي زياتي څرګندوني سته، چي زه به يې څو بېلګې په لنډه توګه درته وړاندي کړم:
قرآن کريم فرمايي:

﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (2) ﴾[المائده ۲:۵]

ژباړه : او (اى مومنانو !) پر نېکي او تقوا له يو بل سره مرسته وکړئ او پر هغه څه چي ګناه او ظلم (او د خداى له پولو تېري) پکښې وي مرسته (او ملاتړ) مه کوئ او له الله څخه ووېرېږئ. بې شکه چي الله (د هغه له امره مخالفت کوونکي او د هغه د منع سوو چارو تر سره کوونکي ته) د ډېري سختي سزا ور کوونکی دی.

له دغه آيت څخه په ډاګه څرګنديږي چي د تجاوزګرانو د چوپر وهونکو ظالمانو سره پر ظلم او تعدى باندي مرسته كول په هر اسم او رسم چي وي لويه ګناه او د لوى څښتن له دغه صريح امره څرګند مخالفت دى. خداى تعالى مودي ځني وساتي.

دغه راز قرآن کريم فرمايي:
﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113)﴾ [هود : ۱۱ : ۱۱۳]

ژباړه : او ظالمانو ته تمایل مه ښياست، که نه نو د دوږخ اور به مو(د دغه تمايل له امله) وسوځي او تاسي ته له الله پرته هيڅ (داسي) دوستان نسته (چي له دغه اوره مو وژغوري )او له بل هيڅ ځای څخه به مرسته در ونه رسيږي.

په تفسير کبير او نورو تفاسيرو کي د پورتني آيت په تفسير کي وايي : د ظالمانو کلتور او کړه وړه غوره کول يا د ظالمانو او د شر او فساد د توکو کار او لار ښه بلل او تبليغول، له هغو څخه مرسته ترلاسه کول، د هغو ستاينه او په درناوي سره د هغو يادونه، د هغو خبري منل او غوړه مالي ورته کول، د هغو د ظلم زغمل او منل، د هغو سره دوستي، ملګرتيا، د هغو په کارونو، غونډو او مجالسو کي اشتراک ټول هغو ته په ميلان کي راځي، چي بايد د امکان تر حده ډډه ځني وسي.

دغه راز قرآن کريم موږ ته د موسی عليه السلام د هغي دعا په اړه خبر راکړ چي ژمنه يې پکښي وکړه او ويې ويل:

﴿ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (17) ﴾ [ القصص ٢٨: ١٧ ]

ژباړه: ای زما پالونکې څښتنه ! ستا د هغو نعمتونو له امله چي تا پر ما باندی پېرزوکړي دی (لکه غښتلتيا، حکمت او پوهه) زه به تر دې وروسته هيڅکله د مجرمینو پر جرمونو باندي د هغو ملاتړی نه سم“ .

(د ښو او پوهو شخصيتونو له ځانګړنو څخه په هر مهال او ځای کي يوه داوي چي د ظالمانو مرسته نه کوي او په خوا کي يې نه دريږي).

په التحرير والتنوير تفسير کي وايي چي مجرمان هغه کسان دي چي خلک خواروي او ظلم پر کوي. او د مجرمانو نه ملاتړ دانه دى چي يوازي د دوى ملاتړ ونه سي، بلکي بايد د حق ملاتړ وسي او د باطلو سره مبارزه وسي، ځکه که د باطلو او منکرو د له منځه وړلو لپاره مبارزه ونه سي دا د باطلو يو ډول ملاتړ ګڼل کيږي.

دغه راز په تفسير کبير کي وايي چي د دغه آيت له مخي د ظالمانو او فاسقانو مرسته او معاونت نه دى روا .

همداراز اسلامي عالمانو په عمومي ډول د حضرت موسى عليه السلام له دغي ژمني څخه استدلال کړى دى چي يو مسلمان بايد د ظالم له مرستي څخه په ټوله معنا ډډه وکړي او په هيڅ شي کي مرسته ورسره ونه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظالم ملاتړى داسي ترټي:

عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ قَالَ:خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم وَنَحْنُ تِسْعَةٌ: فَقَالَ: « إِنَّهُ سَتَكُونُ بَعْدِي أُمَرَاءُ مَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ وَلَيْسَ بِوَارِدٍ عَلَيَّ الْحَوْضَ وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَهُوَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ وَارِدٌ عَلَيَّ الْحَوْض».

ژباړه : له حضرت کعب بن عُجرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي موږ نهو تنو ته رسول صلی الله علیه وسلم وويل: تر ما وروسته به ځيني داسي واکمنان وي چي دروغجن او ظالمان به وي، نو څوک چي د هغو درواغ رشتيا وګڼي او د هغو د ظلم پلوي او ملاتړ وکړي، نه دوى زما له امت څخه دي او نه زه د دوى يم او نه به دوى د حوض کوثر اوبه وڅيښي. خو څوک چي د هغو خبري ونه مني او د هغو د ظلم ملاتړ ونه کړي هغه زما څخه دي او زه د هغو يم او د حوض کوثر اوبه به هم وچيښي. ( سنن النسائي، کتاب البيعة، ذکر الوعيد لمن اعان اميرا على الظلم، ٤٢١٢ حديث. دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه الباني په صحيح و ضعيف النسائي کي صحيح بللى دى). أَقُولُ قَوْلِي هَذَا وَأَسْتَغْفِرُ اللَّهَ لِي وَلَكُمْ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د قلم حق اداکونکی همت صاحب

السلام علیکم

ستاسو ارزښتناکه لیکنه مو ولوستل او د خدای جل جلاله په توفیق به هرو مرو سل په سلو کې عمل پرې کوو.

ستاسو د ورته داسې لیکنو او توصیو په هیله،،، جزاکم الله خیرا.

په دې هیله چې زمونږ د تبصرو درانه ملګري هم د تاسو په پورته لیکنه د عمل هوډ څرګند کړي.

Karwan

همت صاحب په ګوتو او قلم مو برکت شه، روغ او خوشحاله اوسي. په ډير درنښت. کاروان

محمد

محترم ورور : همت صاحب — السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! الله عز وجل مو ساتنه وکړه الله رب العلمین دي جزا د خیر درکړي .

منتقم منګل

ګران استاد همت صاحب قلم د تند اوسه، زرینی لیکنی کوی الله د توفیق او اجرونه درکړی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx