افغانستان

کابل؛ په يو خصوصي پوهنتون کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): په پلازمينه کابل کې د يو خصوصي پوهنتون په داخل کې د چاودنې له امله يو تن وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارت نو په سيمه کې د جهان په نامه د يو خصوصي پوهنتون په داخل کې هغه مهال چاودنه شوې ده چې يو تن غوښتل ددې يوهنتون په يو تشناب کې چاوديدونکي توکي ځای په ځای کړي.

په پيښه کې د چاودېدونکو توکو ځای په ځای کوونکی وژل شوی او شپږ تنه محصلين ټپيان شوي دي.

که څه هم د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد په پيښه کې د درې تنو محصلينو د ټپي کېدو خبر ورکوي خو عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې په ياده چاودنه کې شپږ تنه محصلين ټپيان شوي دي.

په خواله رسنیو کې د يا پوهنتونو د محصلينو له لوري په خپرو شويو ويډيويي صحنو کې ښودل کيږي چې د پوهنتون په داخل کې له چاودنې وروسته د کړکيو هندارې ماتې شوي دي او محصلين له پوهنتونو څخه د وتلو هڅه کوي.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x