میوه او سبزي د زړه حملې ګواښ ۴۱سلنه کموي – څيړنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غوایي، ۱۳۹۸ل): نوې څیړنې ښيي چې د تازه میوې، سبزي، لوبیا، دال او ماهیانو په پرلپسې توګه استعمال د زړه ناروغۍ ښه کوي او په ځانګړي ډول د زړه حملې هلاکونکی ګواښ ۴۱سلنه کمولی شي.

د برتانیې په یوه مشهور کلینیک (د ناروغانو کتنځای) «مایو» کې پوهانو د یوې اوږدې سروی په ترڅ کې ویلي دي چې که غواړئ د زړه له حملې له خطر څخه وژغورل شئ نو زیاته غوښه خوړل، خواږه څښاک، سره کړي خوراکونه (فاسټ فوډ) پریږدئ او پر ځای یې د سبزي، تازه میوې، لوبیا، دال او ماهي خوړل پېل کړئ.

د زړه حملې پرمهال زړه ته د وینې رسیدګۍ کچه اغیزمنه کیږي چې د زړه حملې لامل کیږي، اوسمهال د نړۍ په کچه دغه ناروغي په حیرانونکي ډول مخ پر زیاتیدو ده چې د یوې نړیوالې وبا بڼه یې غوره کړې ده.

د یاد کلینیک ډاکټر «کایلا لارا» د پنځه بېلا بېلو ډولونو خوړو عادات او لارې د زړه ناروغۍ سره د اړیکو څارنه کړې ده او ددې لپاره یې د داسې ناروغانو انتخاب وکړ چې تازه د زړه پر ناروغۍ اخته شوي وو.

پوهانو زیاته کړه؛ سویلي خوراکونه چې (Southern diet) ورته ویل کیږي د زړه ناروغي ۷۲سلنه لوړوي، په دې کې د هګۍ زیات استعمال، سره کړي خوراکونه، پروسس شوې غوښه او خواږه ګازي څښاک شامل دي.

ددوی په وینا ددې بالعکس شنه سبزي او تازه میوه د زړه ځواکمنتیا لپاره غوره خواړه دي چې د زړه حملې مخنیوی ۴۱سلنه کولی شي.

د مایو کلینیک پوهان وایي چې په زرګونه ناروغانو د ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تازه میوه او سبزي داسې ځانګړتیاوې لري چې په مرسته یې زړه د یو شمېر ناروغیو څخه ژغورل ممکن دي، په همدې موخه په خپلو خوړو کې د سبزي او میوې استعمال زیات کړئ!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د