غزل: چنار ټکور

چنار ټکور

د زړه حجره کــې مســــافر ویده شو
د جـــانان غــم دی زورور ویده شــو

یـــتیم ماشوم نن مزدوري ونــــه کړه
کورکـې یی هیڅ نــه وو نهر ویده شو

دغـــه سړی له وخـــته ډیـــــر ګیله من
پـــه هدیــــره کــــې مرور ویــــده شو

بیابه نو کله هیڅوک ویښ پاتــي شــي
که سر یــې پټ کړ او دلـــــبر ویده شو

دومـــره خـــاموشه زندګي ولــــي شوه
سهار مـو مـــړ دی مازدیـــــګر ویده شو

خدایه! منــــنه بـــــــه دي ډیــــره کوم
که دي (ټـــــکور) کړمـه پرهر ویده شو

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د