جنګسالاري او کنځلماري غاړه غړۍ

محمد اسماعيل يون

(دا ليکنه تر فیسبوکي ليکنو لږه اوږده ده، که جنګسالاران، کنځلماران، د هغوی پلويان او يا بل څوک يې اوسېله نه لري، نه دې لولي)

اوس چې د جمهوري رياست ټاکنې شپږ مياشتې شاته شوې، احتمال دی چې نورې به هم وغځېږي او ددې احتمال هم شته چې ځای يې د سولې خبرې او يا بل بديل ونيسي. نو ځکه خو اتلس ټاکنيز ټکټونه هم په شڼېدو دي او يا هم لږ تر لږه د کم فعاليتۍ او ادلون بدلون احتمال په کې زيات دی. نو اوس که د جمهور رييس په توګه پر غني اصولي نيوکې کېږي، غوړه مالان او کنځلماران يې کوم فعال او نافعال کانديد پورې نه شي تړلی او د خپلو نيمګړتياوو د توجيه لپاره يې د کنځلو پدل هم له منځه ځي. نو ښه به وي چې د درباري غوړه مالانو، کنځلمارانو د ائتلافونو او سازشونو په باب ترخه حقيقتونه لاپسې بيان شي.

د کنځلمارانو غټې ډلې اوس خپل زور د ملي شخصيتونو توهين او تحقير ته اړولی، هر کله چې څوک يوه قانوني نيوکه وکړي، نو هغه دوی د ډاکتر غني مخالفو کانديدانو پورې تړي او يا پرې د پنجاب پالنې تور ورپورې کړو، خو دا نه وايي چې هغه شخص څوک و چې د پنجاب په استخباراتي مرکز کې يې له رسنيو پټ د هغو له مشرانو سره کتنه وکړه، هغه کوم واکمن و چې پنجاب د تورخم د مزي په خوله کې دروازه ودروله او ده غږ پورته نه کړ، هغه کوم واکمن و چې د لر او بر افغان پر سينه اغزن تار تېرېده او ده غبرګون ونه ښود او پر ملت يې د ويښتابه غږ ونه کړ. هغه څوک و چې له پاکستان سره يې د استخباراتي معلوماتو شريکولو د هوکړه ليک متن برابر کړی و، هغه څوک و چې د ډيورنډ پر کرښه يې پټه او ښکاره معامله کړې وه، نو يو څوک چې د دغسې جنايتونو پر ضد چغه پورته کوي دا ملت پال او هېوادل پال دی او که هغه چې دا ډول معاملې يې کړې دي؟ کنځلمار به هرڅه ووايي، خو د تاريخ قضاوت بېل دی، جنګسالارۍ ته څوک تسليم شول؟ چا ورسره غاړه غړۍ پنځه کاله ګډ حکومت جوړ کړ؟ ستر جنګسالار عطامحمد نور څلور کاله د کوم جمهور رييس والي و؟ چا ورسره پټ او ښکاره پرتوکولونه کول؟ په بلخ کې څو ځله د بغاوت چغه پورته شوه؟ د بلخ اوسنی امنيه قومندان بيا د چا په زور او خوښه مقرر شو؟ پخواني امنيه قومندان ولې مياشت زياته دنده اجرا نه کړای شوه؟

عبدالله عبدالله سره چا د اساسي قانون خلاف تړون وکړ؟ جان کيري د چا لاسونه پورته کړل؟ حنيف اتمر څلور نيم کاله د چا د ملي امنيت شورا مشر و؟ امنيتي تړون د لاسليک صلاحيت يې ولې ورکړ؟ څلورنيم کاله هغه دده اتل و او نږدې شپږ مياشتې بيا همغه اتل پر ((لنډغر)) بدل شو! احمد ضيا مسعود د چا درېيم مرستيال و؟ د چا فوق العاده استازی او بيا وروسته د چا مخالف شو؟ دين محمد جرئت د چا مشاور و؟ امرالله صالح ولې څلور نيم کاله لنډه غر او اوس د جمهور رييس ((اتل)) مرستيال دی؟ اسدالله خالد د چا سياسي مخالف او اوس ولې لومړی لاس چارواکی دی؟ عمر داودزی د چا مخالف کاندید و او اوس چاته ډېر منلی دی؟ پارلمان شړلی او خلع کړی صلاح الدين خان رباني څلور کاله د چا د بهرنيو چارو وزير و؟ د مسعود پېژندنې او مزاري پېژندنې طرحه چا وړاندې کړه؟

ډاکتر فاروق وردګ چې پر ښاغلي غني او نورو يې له پاکستانه د (۷۰) مليونه ډالرو اخيستو تور پورې کړ و، اوس د چا د پارلمان وزير دی؟ غلام نبي فراهي چې دوه کاله بې وزارته وزير و، اوس چېرته دی؟ زاخېلوال چې ستر مشاور وزير او سفير و، سپينه کوتره وه، خو اوس چې د غني مخالف شو، تور کارغه شو، نادري نادري او قتالي چې دواړه په ټاکنو کې د عبدالله پلويان وو، اوس يې د غني حکومت اساسي واک په لاس کې دی، په کومو روابطو مقرر شول؟ اکليل حکيمي د چا منلی وزير و، د حکومت نيمه برخه چې عبدالله په زور اشغال کړې، دې کې د چا ملامتي ده؟ د ملت که د منتخب کانديد؟ چا د کنځلمارۍ کلتور عام کړ؟

پنځو کلونو کې چې کابينه بشپړه نه شوه، د چا د بې کفايتۍ څرګندونه کوي؟ د قيصاري او عليپور پر نيونه څومره هېوادوال شهيدان شول او ولې بېرته خوشې شول؟ د ايشچي او دوستم داستان خو بېخي د يادولو نه دی. زندانونه په پښتنو ډک دي او دفترونه د نظام په مخالفينو او بيا تر دې ټولو څلور نيم کلونو بدرنګيو وروسته کله چې بيا د ټاکنو وخت راورسېد، نو ښاغلی جمهور رييس يو ځل بيا د زاريو کچکول غاړې ته واچوه، لومړی يې عطامحمد نور سره رابطه ټينګه کړه، څو ځله يې جرګې ورولېږلې، خو هغه ورسره مرستيالي ونه منله، بيا يونس قانوني ته په جرګو شو، تر څو ځله جرګو وروسته يې قانوني هم مرستيالي ردکړه. بيا يې هئيت صلاح الدين رباني ته په مرکو ورغی هغه هم تر دوه مياشتو مرکو او جرګو وروسته دده مرستيالي رد کړه.

نو تر دې ټولو سرګردانيو وروسته يې امرالله خان صالح ته پام شو، امرالله خان چې څو کاله له حکومته لرې پاتې شوی و او خپل وزن ورته په ټولنه کې ښه څرګند شوی و، نو د غني وړانديز يې په ورين تندي ومانه، غني چې د تاجکانو د حقوقو د مدعيانو له خوا ښه په زغرده رټل شوی و، نو پرته له دې چې د چا ماضي شخصيت او اوسني ولسي ظرفيت ته وګوري، امرالله خان ته يې خپله غېږه خلاصه کړه، دواړه داسې سره غاړه غړۍ شول چې ګنې د دوی او د دوی د پلويانو ترمنځ پخوا هېڅ هم نه دي تېر شوي. په دغسې ترینګلې سیاسي فضا کې داسې انتخاباتي ټکټونه رامنځته شول چې يو هم له عيبه خالي نه و او ځينو يې له قانونه هم څرګند سرغړاوی کړی و، نو ځکه خو مې د ښاغلي (غني، اتمر، عبدالله او پدرام) پر انتخاباتي ټکټونو له قانونه د سرغړاوي له امله په ټاکنيزو کمېسينونو کې خپله عريضه ثبت کړه. دې ټکټونو کې به د نسبت او تناسب خبره وي، خو که فکر شوی وی، د (بد او بدتر) نسبت او تناسب د (ښه او بد) نسبت او تناسب ته راکښته کېده. که ټکټونه همداسې پاتې شوي وای او ټاکنې ترسره شوې وای، نو د پنجشېر درې او نظار شورا بری په کې حتمي او د نورو په کې احتمالي وو. امرالله، غني ته او (قانوني) اتمر ته رايې نه راوړي او نه يې راوړلای شي. ډېر دلايل وو چې غني په دې ټاکنو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي او ټاکنې يا په بشپړ او يا هم په نيمه ډول د عبدالله په ګټه تمامې شي. دا بېل بحث دی چې بله ليکنه غواړي.

له دې ليکنې څخه مې هدف دادی چې کنځلمار او د هغوی موئتلفين ولې په هرڅه کې دومره وارخطا شي چې له تحليل پرته راساً پر کنځلو سر شي؟ دوی ولې پر دې حقيقت نه شي پوهېدلی چې هر کله غني د کوم جنګسالار په مقابل کې ولاړ دی،ما د يوه افغان په توګه په نره دده د دريځ ستاينه کړې او هرکله يې چې له جنګسالارانو سره د معاملې لمن نيولې، نو ما يې بيا په زغرده غندنه کړې ده. زما او د غني پلوه کنځلمارانو ترمنځ توپير دادی چې زه په هر حالت کې د جنګسالارانو مخالف يم. که د غني موافق وي که مخالف، خو د غني د کنځلمارانو او درباري غوړه مالانو خصلت بيا دادی چې که کوم جنګسالار او يا ملتپال له غني سره ملګری وي، نو دوی بيا غلي وي، هېڅ نه وايي، کله چې د غني له ګډوله حکومته ووځي، نو بيا دوی ډول او سورنی غاړې ته واچوي، چغې شروع کړي. د ملتپال او جنګسالار په فکري ماهيت کې کوم تغير نه راځي؛ که ملتپال حکومت کې وي که ولس کې او که جنګسالار حکومت کې وي که ولس کې، په ماهيت کې يې کوم تغير نه راځي، نو افسوس د کنځلمارو پر حال چې سهار يو ډول وي او ماښام بل ډول. يو جمهور رييس چې څلور نيم کاله يو څوک د امنيت شورا د مشاور په توګه پالي او وايي چې که څوک سياست زده کوي، نو د هغه سیمې ته دې لاړ شي. خو چې شپږ مياشتې ترې لرې او يا يې سيال شو، بيا به يې کفاره ازادو افغانانو ته ور پرغاړه وي؟

که يوازې د اوسنيو کانديدانو د پرتلنې خبره وي، نو کېدی شي د نسبت او تناسب تيورۍ له مخې زما نظر بيا هم غني ته تمايل پيداکړي. خو زما نيوکه دلته د کانديدانو پر محور نه راڅرخي، بلکې د حکومتولۍ او قانونيت څرنګوالی مې هدف دی. کنځلماران فکر کوي چې په کنځلو به د حق د اواز مخه ونیسي، نو هغه څوک چې د ټولو جنګسالارانو په مقابل کې يې دېرش کاله شعوري مبارزه کړې، د غني حکومت او د هغه متغير کنځلماران به څه وي او د هغوی ګواښونه به څه وي!؟ موږ بې انصافه خلک هم نه یو، غني له ټولو نيمګړتياوو او زشتو ټولنيزو چلندونو سره سره ډېرې زياتې ښېګڼې او برياوې هم لري، چې ښکنځلماران د هغو د تفسير او تشريح وس نه لري. که خدای(ج) کول يو مهال به په يوه ځانګړې لیکنه کې د غني نيمګړتياوې، برياوې، مجبوريتونه او ملي ارمانونه په تفصيل سره تشريح کړم.

اوس دې د جنګسالارانو او ښکنځلمارانو ټولو لاس خلاص وي، اوس يې چې زما په ګډون د اکثرو ناحکومتي هېوادپالو افغانانو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړی، لاس يې خلاص توره يې تېره، ددې ډول ائتلافونو نړول او پاشل د ملتپالو افغانانو ملي دنده ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

افرین یون صاحب

سیاسی احزاب باید د محاصره او محاط غني په وړاندې کلکه ایستادګی وکړی البته د سولې د روان بهیر په پار نه د ټاکنو د سیالي پخاطر،،، کنه د مفکر په توغ کې به ټول سیاسیون تر ده بدتره وسوزي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

حیرانونکی !!!! لمړی په نشنلیزم ( رنګ ، ژبه، سمت ، قومیت ، ایزمیت او ) د نوم لاندی مبارزه کول اسلام او رشتونی انسانیت کی ناروا ده ،دغه شیان د پیژندنی وسیله او مبارزی او اهلیت معیار ایمان او تقوی ده . دوهم: تاسی واست چه د غلام غنی د پاره مو کمپاین کولو، فکر مو کولو چه کوم وزارت به درکړی مګر هغه ته ډیر نور په انتظار کی وو نو تاسی یی په ضد شروع وکړه. دریم : ټول ایزمونه د دموکراسی د دجالی دموکراسی د چتر لاندی د دجال نوښتونه او دجال یی د مکان او… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

يون صاحب تاسی چی د دی غلام دولت لوړ پوړی چارواکی ښه پيژنی که وکوالی شی چی داهم روښانه کړی چی دا خلک په څه ډول او د چا له خوا وټاکل شول ، پر دی لوړپوړو غلامانو د امريکا او ملګرو يی څه واک شته او که نشته ،……
دا ټوله د پردیو ظالمانو ناوکيانی دی هر ډول چی يی جوړوی او هر ډول چی يی سينګاروی .