عمر!: حسان ضعيف

حسان ضعيف

چي په کتاب کې دې اشنایه واقعه ولولم

تصویر راوخلمه په ځیر ځیر ورته وګورمه

ژبه خاموشه وي او سترګې مې خبرې کوي

احساس ژوندی شي او زړه الوزي وزرې کوي

د خدایه ځار شمه چې ته یې کړې پیدا جانانه

څومره په مینه بیا رالوی کړلې بابا جانانه

بیا دې اشنایه ژوندون وقف کړ بادار لپاره

بیا دې مَلا وتړله پورته شوې جهاد دې وکړو

او سرې لښکري شوې په تېښته درنه وتښتېدې

بیا دې دعوه د امارت وکړله

بیا دي نعره د خلافت وکړله

د بهار زیری شوې خزان وطن ته

د ژوندون ساه شوې د ولس مړي ته

تا د عمر او د عمر په رقم

جهان ته بیا زور د عمر څرګند کړ

د عدالت قیصې دي ولاړې د مسلم تر غوږه

سوچه قانون دې د اسلام راوستی

د راشدینو دي نظام راوستی

د ژوند په سختو مرحلو کې دې الله یاداوه

تل دې رحمة للعالمین رسول الله یاداوه

هر یو سړي چې خپلو ګټو ته تابیا نیوله

عمره هغه وخت تا لاره د مولا نیوله

تا راژوندی کړلو تاریخ د احمد خان عمره

تا را بیدار کړلو بچي د میرویس خان عمره

تا د افغان پر نامه ننګ وکړلو

تا د دې عصر حاکمانو غوندې

لاسونه ښکل د شهنشاه نه کړله

تا د خاینو غلامانو غوندې

بوټونه پاک د کلیسا نه کړله

ته یو عادل امیر وې

تا خو پر زړونو پاچاهي کوله

تا پر سرونو پاچاهي کوله

تا پر ګلونو پاچاهي کوله

دا ستا ملګري هم عمره وه دا ستا په شان

وه د منصور د دادالله عبیدالله په شان

پر کاغزونو چي شعرونه لیکم

چي ستا میړانه صفتونه لیکم

زه هم ژړېږم هم قلم ژاړي

ستا په فراق یې زیر و بم ژاړي

ای د تاریخ د سر سرتاج عمره

ای د افغان د پګړۍ تاج عمره

چي سوال پیداشي له حالاتو پوښتم

چي راته وایه دا په څه عمر دی؟

نو راته وایې چي حسان ضعیفه!

عمر عمر وي دا هغه عمر دی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د