«غوره درملنې افغانستان کې د ملاریا څخه د مړینې کچه ټيټه کړې»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غوایي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې په ملاریا اخته کسانو کې د مړینې کچه د پخوا په پرتله د غوره تشخیص او درملنې له لارې په خورا لوړه کچه ټيټه شوې ده.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحید مایار رسنیو ته ویلي که څه د افغانستان په ځینو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا ځينې پېښې شته خو په نورو ولایتونو کې دا ناروغي نږدې له منځه تللې ده.

ښاغلي وحیدي ویلي؛ په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان کې د ملاریا له کبله ۴۹ کسان مړه شوي وو خو تېر ۲۰۱۸م کال کې بیا یوازې یو کس ددغه ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

نوموړی وایي؛ ملاریا ټولټال څلور ډولونه لري، چې افغانستان کې یې تر ټولو د خطرناک او وژونکی (PS) ډول پېښې چې شاوخوا ۸ زرو ته رسیدې، او د عادي ملاریا پېښې چې ۲۴۰ زرو ته رسیدې ثبت شوې وې چې اوس درمل شوي دي.

وحید مایار زیاته کړې چې د ملاریا ناروغۍ له کبله د مړینې کمېدو یو لامل د هغې پر وخت درملنه ده، چې اوسمهال یې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې شتون لري، د نوموړي په وینا تېر کال یې د ماشو وژلو په پار ۱.۳ ملیونه پشه خانې هم ویشلې دي، همدا ډول د ککړو اوبو یا ډنډونو څخه د ماشومانو لیرې والی هم ددې په مخنیوي کې ښه ثابتیدلای شي.

د ملګرو ملتونو ادراه «یونیسف» وایي چې د ملاریا د مړینې زیاتې پېښې په سویلي افریقا هېواد کې پېښیږي چې په سلو کې۹۰سلنه دي، همدا ډول هر کال نړۍ کې ۲۱۲ ملیونه انسانان په ملاریا ناروغۍ اخته کیږي.

د ملاریا د رامنځته کېدو ستر لاملونه؛ نمجنه هوا، ولاړې اوبه او د وګړو ډیروالی دی، ددې نښې؛ تبه، د بدن لړزیدل، خوله کول، اشتها له منځه تلل او د ځان درد دي، او د ملاریا ماشو له کبله یو بل ته انتقالیږي چې د ماشومانو د مړینې یو لوی لامل ګڼل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د