میدان وردګ؛ جغتو

خلیلزاد: نور باید وینو تویولو ته د پای ټکی کېښودل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نور باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او په تېره بیا ملکي تلفاتو ته د پای ټکی کېښودل شي.

زلمي خلیلزاد د یوناما د هغه راپور اړوند غبرګون کې خواشيني ښکاره کړې چې پکې دولتي ځواکونه د لوړو ملکي تلفاتو عاملین بلل شوي دي.

هغه پر همدې تړاو خپرو کړو ټویټونو کې لیکلي، چې د افغانانو پر وینو تویولو خواشینی دی او په وینا يې باید دا وینې تویول نور پای ته ورسېږي.

خلیلزاد دا هم لیکلي چې د طالبانو په اجنډا کې اوربند نشته، خو په خبره يې د امریکا په اجنډا کې «سوله حتمي ده.»

هغه وړمه ورځ هم په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې لومړني ګامونه اخیستي دي، خو په خبره يې د «بین الافغاني» خبرو اترو لپاره لا هم ګامونه نه دي اخیستل شوي.

دغه ویډيويي پیغام چې د امریکا سفارت رسنیو ته لېږلی، خلیلزاد پکې زیاته کړې چې د امریکا په استازیتوب يې دا دنده ده چې جګړه پای ته ورسوي او په همدې مناسبت هڅې کوي.

د یوناما د خپاره کړي راپور پر اساس د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ټولټال ۱۷۷۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي چې له ډلې یې ۵۸۱ تنه مړه او ۱۱۹۲ نور ټپیان شوي، په یادو شمېرو کې د ۵۸۲ ماشومانو تلفات هم شامل دي چې له منځه یې ۱۵۲ ماشومانو ژوند ژوند بایللی او پاتې یې ټپيان دي.

د سرچينې په وینا د تېر کال د لومړیو څلور میاشتو په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې خو کومه مرګ ژوبله چې رامنځته شوې تر ډېره یې دولتي او نړیوال ځواکونه مسئول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د