نړۍ

داسامه دشهادت په اړه په نړی کی به ۲۴ ساعته کي ۱۵کروړه مضامین ولیکل شول

bunch_of_news_peper (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۳) دالقاعده ډلي مشر اسامه بن لادن دشهادت په اړه  دنړي په کچه په ۲۴ ساعتونو کي له ۱۵ کروړه څخه زیاتي تبصري اوبیانونه نشر شول، اوهمدارنګه پرانټرنیټ باندي هم داسامه په اړه تیره ورځ له ۱۵ کروړه اولس لکوڅخه زیات مواد پرلیکه شول. تیره ورځ دالجزیري ټلویژوني شبکي خبرورکړی وو چي کم اوزیات له یوي لسیزه څخه وروسته امریکایان په دي وتوانیدل چي اسامه شهید کړي.

له اسامه سره دتړاو له کبله ډیر خلګ ووژل شول بی شماره بچیان یتمان شول ګڼ شمیر ښخي کونډی شوي په زرګونو خلګ هیواد اوکورونو پریښودلو ته اړکړل شول، ډیري داسي خلګو هم شکنجي اوتعذیبونه وګالل چي تراوسه پوری به یی داسامه له نوم سره اشنایی هم نه درلوده اوګڼ شمیر خلګ لاتراوسه پوري له دي وجي نادرکه دی چي ورباندي تورلګیدلي وو چي اسامه پیژني اویا ورسره مرسته کړی ده، ډیرو هیوادونو هغوخلګوته دویزي له ورکولو څخه ډډه وکړه دچا چی به په پاسپورت کی نوم اسامه وو.
تراسامه پوری درسیدو لپاره امریکا ۱.۳ ټریلنه ډالره مصرف کړل  په زرګونه عسکر یی ووژل شول او تراوسه پوری لاهم وژل کیږي.
یوي برطانوي ورځپاڼي (دی مرر)  نن خبر ورکړی وو چی دامریکي دولسمشر بارک اباما په خاصه رهنمایی سره وامریکایی څارګري اداري ته داسامه دوژلو اویا نیولو امرورکړل شوی وو تیره ورځ داسامه د وژلو په عملیاتوکي دامریکي دهوایی ځواکونو دبلیک هاک او چینوک په نمونو سر هلیکوپټرو برخه اخیستي وه، ورځپاڼي هغه خبرونه ناسم وبلل ګواکی هلیکوپټري له افغانستان څخه راغلی وي بلکه وایی چي ټولی هلیکوپټری دپاکستان په شمال لویدیځ کی د غازي له هوایی ډګر څخه راپورته شوی وي او دشپی دیوی  بجي په شاوخواکي یی درسیو په واسطه داسامه داوسیدلو وداني ته څیرمه  عسکر کښته کړل، دیوه امریکایی چارواکي په وینا چي هغه ځای چیری چي اسامه اوسیدي دپاکستاني قواوو دیو ډیرمشهور مرکز کاکول څخه تقریبا اته سوه مټره لري واقع وو، نوموړي زیاته کړه عملیاتو ترڅلویښتو دقیقوپوري دوام درلود اودعملیاتوپه ترڅ کی داسامه زوی خالد هم ووژل شو، له بله لوري یوي امریکني جریدي نیشنل جرنل دسپیني ماڼي لخوا خبرنشرکړي دي وایی چي د ایم ایچ په نامه سره هلیکوپټری دپاکستان له غازی هوایی ډکر څخه پورته شوي اودعملیاتو په نتیجه کي ۲۲ کسه  نیول شوی یا وژل شوی دي چي دهغوي له جملي څخه یو اسامه هم دي
بخت الرحمن ……………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x