ایران وايي له طالبانو سره «رسمي اړیکي» لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نیویارک کې په افغانستان کې د امریکا د سولې په تړاو هڅې نقد کړې او ضمناً يې یاده کړې چې له طالبانو سره رسمي اړیکي لري.

ظریف نیویارک کې د اسیا بنسټ یوې ناستې ته خبرو کې وویل، امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره غلط سیاست مخ پر وړاندې بیا يي او تر اوسه پورې هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم هغه څرګندونې کړې چې کابل يې کله کله تکراروي، د هغه په وینا امریکا حکومت له خبرو ګوښی ساتلی او دا سم سیاست نه دی.

هغه ویلي، دا مني چې له طالبانو سره رسمي اړیکي لري، خو په وینا يې دا پر دې مانا نه‌شي کېدلی چې له طالبانو سره داسې غونډو کې کېني چې کابل اداره پکې نه وي.

که څه هم طالبان له امریکا سره خبرو اترو کې دا د دې دوو اړخونو «طالب – امریکا» مخامخ ستونزه بولي او هیڅ درېیمګړی پکې تر اوسه دخیل نه دی، خو حکومت او ځينې پخواني سیاسیون د سولې پروسه کې د سیمې د هېوادونو نقش مهم بولي.

حامد کرزي مسکو کې د نړۍوال امنیت په اتمه غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې روسیه او چین په ګډه د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر دې باور دی چې دا د امریکا او افغانانو خپل‌منځي مسئله ده او باید په لوی لاس د سیمې هېوادونه پکې ښکېل نه شي.

هغه له ازادي راډيو سره مرکه کې ویلي و، د دې پر ځای چې د سیمې هېوادونه د سولې پروسه کې را ګډ کړو، مهمه دا ده چې دوی ته قناعت ورکړل شي چې زموږ سوله د دوی پر ضد نه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د