ترهېدلي عسکر (لنډه کيسه)

خالد رعد

په همدې شپه په پوسته کې د قومندان په شمول پنځه عسکر پاتې و، يو قومندان او کشری ملګری يې او درې سربازان. پوسته د ولايت-ولسوالۍ تر منځ د غزېدلې لويې لارې په غاړه پرته وه، عمومي دروازه يې سرک ته نژدې او کوټې يې هم دروازې ته نژدې جوړې شوې وې، خو له شګو ډک امريکايي جوالونه ډير لرې له کوټو راتاو شوي وو، همدا وجه وه چې عسکر به کم وو؛ نو پاتې هغو به د طالبانو له ويرې ټوله شپه روڼه تېروله.

مازديګر ناوخته د قومندان لخوا د شپې نوم او د پيرې بيان شوی ترتيب او تقسيم د سربازانو ځکه خوښ نشو چې پيره يوازې د سربازانو ختلې وه او خوب د قومندان او کشري ملګري يې.

تورک سرباز چې د څادر يوه څوکه يې په ولي تکيه وه او نور په زمکه څکېده، ړنګ بندګ د قومندان پر لور روان و. په قومندان يې لږ ناز چليده؛ ځکه خو يې د پوستې له دروازې پرې غږ کړل:

ولا قومندان صيب د پيرې په ويش کې دې انصاف نه دی کړی.

قومندان چې په کټ کې يې يو غټ بالښت ته تکيه کړې وه او له چيلم څخه يې دودونه پورته کول، تورک ته کړل چې:

هاغه دی سادو اشنا ته مې ويلي و چې نن مو بيا شپه په وار ده، د چرسو تلي ښه ډير راوړه. بس چې څومره دې زړه غواړي هغه يې ستا. نور مې په نشه کې خاشې مه اچوه، سربازانو ته ووايه چې د ماښام له ډوډۍ وروسته خپلو برجونو ته…

تورک يې خبره غوڅه کړه.

ياره قومندان صيب داسې خبره وکړې چې د سړې يو خروار غوسه لکه د چيلم دود اسمان ته والوځوې. آ سمه ده، خو په دې سادو اشنا دې زه ډير شکي يم، هر وخت چې دی راغلی، په موږ طالبانو جنګ کړی دی.

سادو چې دوی يې له نوم سره د (اشنا) روستاړی هم نښلولی و، د نژدې خېمو يو کوچی ځوان و، چې دوی ته به يې د چرسو اکمالات کول. د طالبانو له ويرې له پوستې څخه د عسکرو نه راوتل سادو ته د چرسو د تجارت لپاره زرينه موقع وه او دوی ته سادو ځکه اشنا و چې په شپه او ورځ به يې چرس ورته رسول.

پوسته د سادو لپاره تر دوبۍ کمه نه وه. کله نا کله به يې د شپې له مخې د نژدې زړې کلا له کونجه په پوسته يو ټک وکړ او عسکرو به يې په مقابل کې ښې ډېرې مرمۍ وويشتلې، په سبا به سادو تويې شوې تولۍ په ارزانه بيه ترې اخيستې.

شپه پخه شوې وه، قومندان زنګېدلی د دروازې لور ته لاړ او په مخابره کې يې غږ کړ، سربازانو! ويده خو به نه ياست، طالبان خو درمالوم دي؟ نن سبا يې ليزري توپکې پيدا کړې دي، که غاپله سواست، ژړې تلې به په برجونو کې پراته ياست، نور مو خوښه خپله.

سپېده چاود ته نژدې تورک په دوو نورو ملګرو په مخابره کې غږ وکړ چې د سرک په بله غاړه د زړې کلا له ديوال سره يې څوک وليدل، که کوم يو يې بيا وويني نو جاغورې دې پرې تشې کړي.

شېبه وروسته قومندان او کشر ملګري يې د ټوپکو د ډزو له اورېدو سره د څلورم برج پر لور منډې وهلې. له نيم ساعت ناتار ډزو وروسته قومندان او سربازان يې وپوهېدل چې له مقابل لوري هيڅ ډز نه کيږي.

تورک باوري و چې پر پوسته د حملې لپاره راغلي خلک يې ټول وژلي دي. دی چې تر نورو زړور و، د کلا ړنګو ديوالونو ته يې په جګ سر په دوربين کې وکتل، د سپوږمۍ په رڼا کې يې څه وليدل او په قومندان غږ کړ: هلته مې يو غزولی دی، خو ارمان چې وروتلی شوای او کتلي مې وای چې نور څو دي.

دوو نورو سربازانو هم له جوالونو سرونه هسک کړل. يوه يې يو بل موجود وليد چې د کلا له لورې يې په خاپوړې د غنمو د فصل پر لور منډه واخيسته. قومندان له ضربې سره تورک ته پخه ښکنځل وکړه او امر يې ورته وکړ چې سرونه ښکته کړي.

سهار تورک او ملګري يې ويده وو او قومندان له ملګري سره په فاتحانه انداز د سرک پر غاړه ولايت ته د تلونکو موټرو تالاشي ته ولاړ و. د ولايت په شمول د ولسوالۍ په امنيه قومندان او شاوخوا پوستو يې په ربېټر کې زيري کول چې بيګا يې د طالبانو حمله په شا تمبولې او دوی يې وژلي دي، خو هير يې و چې د بريدګرو پاتې جسدونه او يا وينې وګوري.

قومندان له ګرنيټونو او جاغورو د ډکې چانټې په چپ ولي کې مخابره ټومبلې وه او د مخابرې غږ يې د دې لپاره لوړ کړی و چې د لارې مسافر يې هم د بهادري او ميړانې صفتونه واوري.

سيمه ييزو خبريالانو او د کورنيو چارو وزارت په خپلو ټويټرونو او فيسبوک پاڼو وليکل چې بيګا شپه په غزني ولايت کې د لويې لارې پر سر پوسته باندې د طالبانو لويه حمله په شا شوې او ۱۷ طالبان وژل شوي دي، خو غرمه مهال د ولايت په بازار کې خلک پسنېدل چې د بازيت اربکي د پوستې عسکرو د کوچيانو مېږې ويشتلې دي.