
موږ مات یوو!/اعتراف
ډاکټر سلیم ارین
فیسبوک مې خلاص کړ، لومړی پوسټ چې مخې ته راغی، د هغه په اړه و، حیران شوم، دې سړي کې څه دي چې زموږ د ټولو تبلیغاتو زور يې اوبه کړی، زموږ عملیات يې صفر کې ضرب کړي او له مرګ وروسته يې هم ان زموږ د خپلو کارکوونکو په زړونو کې ځای نیولی؟
ماته د جان رابټ، خبره رایاده شوه، هغه په ۲۰۰۶ز کال بګرام کې یو ټرینینګ کې راته وویل:
ـ پر تاسې باور سخت دی، تاسې ټول د ملا عمر وطنداران یاست، هغه سړی چې په تش لاس يې خپل سرتېري زموږ د بې دوه پنځوس پر ضد یو صف وساتل.
ما ګوته پورته کړه:
ـ هغه لېونی دی، ستاسې قوت، موږ وینو، دا ټکنالوژي، دا ځواک چې له زرګونه کیلومتره لرې دا دی دلته یاست، دا ثابتوي چې ستاسې مخه څوک نه شي نیولي، ستاسې…
زما خبره يې پرې کړه، د پروجیکټور تر رڼا هغې بلې خواته تېر شو:
ـ قومندان صاحب! چاپلوسي ماته خوند نه راکوي، لېوني هغوی دي چې له زرګونه کیلومتره راغلي خلک خپل بولي او د هغوی په امر د خپل کلي پر مسجد هم برید کوي، ملا عمر زموږ دښمن دی، خو یو نر دښمن، دا به د امریکا په تاریخ کې یو ویاړ وي چې موږ داسې دښمن هم درلود، چې سرتېرو به يې تر ځان بمونه تاو کړل او زموږ پر ټانګ به يې رامنډه کړه!
رابټ، د پروجکټور رڼا ته نږدې شو، د تندي خولې يې پاکې کړې، اسويلی يې ویوست:
ـ که زه افغان وای، زه به هم د هغه عسکر وای، حتی که مسلمان هم نه وای!
موږ چې د ډوډۍ وقفه واخیسته، د رابټ پر خبره مو سره خندل، قومندان سیف الدین به خندل، چې دا سړی د سې ای اې کس نه وي، په دې ډول زموږ احساسات معلومول غواړي چې موږ خو به له طالبانو سره خواخوږي نه لرو.
نن د دې سړي له مرګه شپږ کاله تېرېږي، خو سره له دې چې عکسونه يې لا په ندرت پیدا کېږي، مګر بیا يې هم مینه تر موږ ډېر، موږ خلکو ته د ډوډۍ، پیسو او مال ورکولو ژمنې کوو، له سلګونو رسنیو د خپل ملاتړ هڅولو اعلانونه خپروو، هغه له ګوره د خلکو پر زړونو حکومت کوي، حتی زموږ ملګري يې د ملګرو شعرونه موبایلونو کې ساتي.
زه له خارجیانو سره له ۲۰۰۳ز کال راهیسې، خدمت کوم، خو پر دې اعتراف کوم، چې موږ ناکام یو، موږ د ولس پر ضد یو، موږ د ډالرو، بمونو او بمبارونو په زور د ولس زړه کې ځای پیدا نه کړای شو!
موږ مات یوو!