د ټاکنو تر بشپړو پایلو وړاندې پارلماني دوره پرانیستل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو بشپړې پایلې لا هم نه دي اعلان شوې، خو حکومت وايي په ۴۸ ساعتونو کې به د پارلمان اوولسمه دوره پرانیزي.

د اشرف غني یو تن سلاکار وحید عمر نن کابل کې رسنیو ته وویل، حکومت یوه بوخته اوونۍ په مخکې لري، چې هم به پارلمان پرانیزي او هم به «مشورتي لویه جرګه» ترسره شي.

ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ د پارلمان اوولسمه دوره پرانیستل شي، خو د ولسي جرګې ټاکنو کې لا هم د کابل، کندز، میدان‌وردګ، پکتیا او بغلان ولایتونو پایلې نه دي په ډاګه شوې.

تېره کب میاشت کې باید د ولسي جرګې نوې دوره پرانیستل شوې وای، خو د نویو وکیلانو بشپړ لیست برابر نه و، چې له امله يې د ملي شورا ودانۍ تړلې پاتې شوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د