
المان کې د پناه غوښتونکو افغانانو یوه بله ډله کابل ته راورسیده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): د کابل نړۍوال هوايي ډګر مسؤلین وايي، نن سهار مهال هغه ۳۰ تنه کابل ته راورسېدل چې المان يې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي.
الماني رسنۍ دویچه وله لیکي دا د خپل ډول ۲۳مه ډله ده چې کابل ته رسېږي او تر دې وړاندې هم سلګونه کسان بېرته شړل شوي دي.
د سرچینې په وینا ترا وسه شاوخوا ۵۳۳ تنه افغان پناه غوښتونکي بېرته کابل ته شړل شوي دي او غوښتنې يې رد شوې دي.
المان کې د حکومت اپوزیسون د پناه غوښتونکو اړوند دا سیاست نقد کړی او حکومت يې د خلکو په خطر کې غورځولو باندې تورن کړی دی.
د المان فدرالي پارلمان غړي اولا یلپکه ویلي، د افغان پناه غوښتونکو شړل دا مانا لري چې دوی په لوی لاس خطر ته ور ټېل وهل کېږي.
ګڼو اروپايي هېوادونو ته وروسته له هغه قاچاقي ډلهییز سفرونه زیات شول چې حکومت د امنیت په ټینګښت او کار موندنه کې ناکام وبلل شو.
اروپايي هېوادونو ته د ځوانو کدرونو د فرار لومړنی علت دلته د کاري زمینې نهشتون بلل کېږي.