عبدالله: له سولې وروسته هم اروپايي ټولنه او امریکا مرسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، امریکا او اروپايي ټولنې ورسره ژمنې کړې، چې له سولې وروسته به هم له مرستې لاس نه اخلي.

هغه نن د یو بنسټ له غړو سره خبرو کې دا څرګندونې کړې او زیاته يې کړه چې امریکا او اروپايي ټولنې د سولې له توافق وروسته هم د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

سره له دې چې اجراییه رییس د قطر د بین الافغاني ناستې لغوه کېدل هم د یو فرصت له لاسه وتل یاد کړل، خو نن يې وویل، طالبان د سولې پر وړاندې «خنډ» دي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، د امریکا له مرستې پرته حکومت دوام نه‌شي کولی.

هغه نېغ پر نظامي برخه تبصره کړې او په وینا يې دوی اوس د خپلو عسکرو په خاطر بودجه مصرفوي خو «که چېرې موږ راووځو او له دې هیواد سره مالي ملاتړ کموو، د امنیتي پرسونل معاشونه به ادا نه‌شي او حکومت به ونړېږي.»

وړاندې تر دې محمد اشرف غني او د بهرنیانو پخواني قومندان نېکولسن هم یاده کړې وه، چې حکومت د امریکا له مرستو پرته شړېدلی شي.

اشرف غني په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، که د امریکا لاس نه وي نو حکومت يې شپږ میاشتې هم ساه نه‌شي اخیستلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

فاشيست عبدالله عبدالله په ډيره سپينسترګي، بيوجداني او نامردي سره وائي، چه طاليبان د سولي خنډ دي. په داسي حال کي چه دقطر د سولي بينول افغاني ناسته همدغو دکابل غلامانو سبوتاژ کړه . نو اوس د ملت خپله قضاوت وکړي، چه ځوک ملامت دي.
کاروان

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله یو خبیث او چاپلوس انسان دی نه مسلمان ، نه کمونست او نه سکولریسدی هر چیری چه ورته مقام او ډالر تر لاسه کیږی د هغوی دی . حتی جمعیتاتو او نظار شوری سره هم نه دی . مسعود په قتل کی عبدالله ، سیاف او فهیم لاس اوپښی دواړه لری . پلان یی عبدالله او فهیم جوړ ( د هغه ځآی لاندی یی ورته بم ګذاری وکړه په کوم ځای چه مسعود سره د هغو دوه عربانو مرکه وه ، او د دی د پاره چه اصلی بم ګذاری پټه پاتی شی سیاف دغه دوه کسان راوستل ترڅو… نور لوستل »