د روسيې بهرنیو چارو وزارت

د مسکو درې اړخیزه غونډه کې پر سوله بحث شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): مسکو کې د امریکا، چین او روسيې له لوري درې اړخیزه غونډه کې افغانستان کې د سولې پر پروسه بحث شوی دی.

کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وايي، دوی ورته خوشبین دي او دا ډول ناستې سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کولی شي.

یاده غونډه کې زلمی خلیلزاد له خپلو چیني او روسي سیالانو سره افغانستان کې د جګړې په ختمولو خبرې لري.

ویل کېږي د غونډې په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي، خو تر اوسه د شوي بحث جزییات نه دي رسنیز شوی.

پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا دا غونډه ګټوره بولي او په وینا يې پخوا طالب یوازینی ادرس و، چې دلته يې بهرني ځواکونه نه غوښتل خو اوس د سیمې هېوادونه هم همدا غږ بدرګه کوي.

حکومت په داسې حال کې مسکو کې د درې اړخیزې غونډې هرکلی کوي، چې قطر کې د بین الافغاني ناستې د لغوه کېدو د پړې ګوته ورته نیول کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د