قطر؛ طالبان د غونډې لپاره ورغلیو مېلمنو سره؛ ۱۳۹۸-۱-۳۱

د قطر سفر (دویمه برخه)

حفیظ الدین پیرزاده

د اپریل په ۲۱مه سھار نھه بجې له خپلې خونې لاندې د ھوټل ھال ته راغلم.

ھمداسې مو له ملګرو سرہ جوړ‎ہ کړ‎ې وہ چې د سھار چای به یو ځای څکو او بیا به د امارت د ملګریو په ملتیا د مجلس ځای ته ځو.

چای مو وڅکلې، او بیا غالبا لس نیمې بجې ھغه بس ته د محترم ډاکتر فاروق اعظم په مشرۍ پورته شو چې د امارت د سیاسي دفتر ملګرو زموږ‎ لپارہ راوستی و.

زموږ‎ سرہ درې خویندې چې یوہ یې له انګلستان، بله یې له ناروې او دریمه یې له امریکا راغلې وې، ھم وې.

زموږ‎ له ھوټل څخه د مجلس تر ځایه تقریباً لس دقیقې لیار وہ.

بس له عمومي سړ‎ک څخه کیڼ لاس ته یوې نسبتاً وړې کوڅې ته تاو شو او د یو غټ تعمیر چې غالباً کوم ھوټل و، مخې ته ودرید.

موږ‎ کوز شو، د ھوټل ھال ته ننوتلو او له ھغه ځایه د شل، دیرش مترہ پر فاصلې د ھوټل مجلس خونه یا تالار و. د تالار په دروازہ کې ستانکزی صیب د میلمنو ھر کلي ته ولاړ‎ و او له ھر یوہ سرہ یې په غیږ‎ہ ستړ‎ې مه شي کوله.

ما ھم ورسرہ ستړ‎ي مه شي وکړ‎ہ او ځان مې ور معرفي کړ‎. ما ستانکزی صیب مخکې نه و لیدلای. د وطن دا جرګه مار سپین ږ‎یری د ډیر وجاھت او ستر وقار څښتن دی.

بیا د ھال منځ ته چې یوہ لویه کوټه وہ ورغلو. ھلته مو د امارت د مذاکراتي ټیم او سیاسي دفتر له غړ‎یو سرہ روغبړ‎ پیل کړ‎.

ما له مولوي شھاب الدین دلاور، مولوي عبد السلام حنفي، مولوي خیر الله خیرخوا او مولوي امیر خان متقي سرہ روغبړ‎ وکړ‎، دغه مھال مې له ھغه مجاھد طالب سرہ کړ‎ې ژمنه را یادہ شوہ.

زہ بیرته ستانکزي صیب ته ورغلم، بیا مې روغبړ‎ ورسرہ وکړ‎ او پر ږ‎یرہ مې ښکل کړ‎! ورته مې و ویل یو مجاھد را څخه ژمنه اخیستې چې تاسې به د ھغه لخوا پر ږ‎یرہ ښکلوم!

که ھغه ملګری زما لیکنه ګوري نو ورته وایم: ما له تا سرہ خپله کړ‎ې وعدہ پورہ کړ‎ہ!

ستانکزی صیب موسکی شو او راته یې کړ‎ہ: ملګري ته دې زما سلام او احترامات ورسوہ!

زہ چې بیرته د ھال منځ ته متوجه شوم، یو عجیب کیفیت و!! ټولو یو بل ته غاړ‎ې ورکولې!

داسې مالومیدہ لکه په کوم مسجد کې چې د اختر له لمانځه وروسته ملګري او خپلوان له یو بل سرہ اختر مبارکي کوي.

د امارت مشران له خپل ولس سرہ داسې خلط شوی و چې له عامو خلکو سرہ یې توپیر نه محسوسیدہ.

د کابل ادارې له نیکټایي دارو چارواکو سرہ چې سړ‎ی ګوري، د ھغوی له حرکاتو، سکناتو، لباس، خبرو او تعامل څخه د ھغوی او ولس تر منځ واټن له ورایه لیدل کیږ‎ي خو دلته خبرہ بالکل په عکس وہ.

آخر ستړ‎ي مه شي خلاصه شوہ او موږ‎ ټول پخپلو ځایونو کیناستلو.

د غونډې له پیل څخه مخکې زما وړ‎اندیز دا و چې موبایلونه باید ټول شي، د عکاسۍ اجازہ ھسې ھم نه وہ!

غالباً د ستانکزي صیب ھم دا نظر و خو د ټیلفونونو را ټولول یو څه ستونزمن کار و نو خبرہ داسې غوټه شوہ چې ھر څوک به خپل تیلفون بندوي او پر میز به یې ږ‎دي!

غونډہ د قرانکریم په تلاوت پیل شوہ. لومړ‎ی مو پیژندګلوي سرہ وکړ‎ہ. میزونه د مستطیل په شکل جوړ‎ شوي و چې د مستطیل په سر کې د امارت د مذاکراتي ټیم غړ‎ي په دې ترتیب ناست ول:

۱- مولوي عبد اللطیف منصور

۲- مولوي شھاب الدین دلاور

۳- مولوي امیر خان متقي

۴- شیر محمد عباس ستانکزی

۵- مولوي عبد السلام حنفي

د مستطیل په ضلع کې:

۶- شیخ سید رسول صیب

۷- مولوي نور الله نوري

۸- مولوي خیر الله خیرخوا

۹- مولوي مطیع الحق خالص

۱۰- ملا محمد داود عابد

۱۱- مولوي محمد نبي عمري

۱۲- سھیل شاھین صیب

۱۳- ډاکټر نعیم

۱۴- مولوي ضیاء الرحمن مدني

۱۵- قاري دین محمد حنیف

۱۶- ډاکټر مزار ګل صالح

۱۷- عبد الأحد جھانګیروال

۱۸- نبراس الحق عزیز

او ځینې نور د سیاسي دفتر غړ‎ي

د مستطیل په ھغه بل سر کې زموږ‎ درې خویندې ناستې وې او په بله ضلع کې یې موږ‎.

د ستانکزي صیب وینا :

دا لړ‎ۍ ادامه لري

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د