د روان مصيبت نه د تل دپاره د خلاصون لاره

د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

د،ب،هيښ

ډېرو کنفرانسونو ، جلسو ، بيانيو ،ليکنو ، تبصرو اوسياسي بحثونو مې نفس تنګ او زړه مې يې خولې ته راووست . حتمي به تاسو هم د داسې حالت سره مخامخ ياستئ. لاکن د افغانستان د مصيبت او تراژيدي د ختمولو د پاره نه يوه واحده نسخه وړاندې شوه او نه مؤثره دوا .

حالات ورځ په ورځ نور هم خونړي او د کنترول نه په وتو دي . د يوم البتر کيسه روانه ده .

خو زما فقير او حقير په نظر د افغانستان د معضلې دائمي حل او ددې منجلاب نه راوتل په دوو بعدونو کې دئ :

۱-خارجي

۲- داخلي

په خارجې بعد کې د همسايه ګانو ، منطقې او جهان وضعيت ، زموږ جغرافيايي موقعيت او موږ د ټولنې مذهبي ، اتنيکي او قومي جوړښت ته په کتو سره افغانستان بايد د يو بېطرفه او غير منسلک هېواد په حيث په رسميت وپيژندل شي او په داخلي امورو کې يې د همسايه وو نه نيولې تر منطقې او جهانه سياسي ، استخباراتي او نظامي مداخلې او رقابتونه قطع شي .

دا رقابتونه دې په علمي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي، زراعتي ، صنعتي ودانيزو او ابتکاري ساحه کې انسجام پيدا کړي . خپلواکۍ او خود اراديت ته يې د احترام وشي او د ټولو هېوادونو خصوصا ابر قدرتونو له لوري دې تضمين شي .

لويو قدرتونو ، همسايه ګانو او نورو ته هم که عقل لري دا ثابته شوه چې په افغانستان کې لاسوهنه او مداخلې دغره سره سر جنګول او د اور سره لوبې کول دي ، چې بې له سوځیدلو او سر ماتېدلو بله متاع يې حاصله نه کړه ، نو په کار ده چې د تخريبي سياست په ځای په تعميري ډګر کې خپل امکانات و کاروي او ديو بې طرفه هېواد په عمران او سوکالۍ کې خپل امکانات وکاروي او د خپلو بې ځايه ضايعاتو او تلفاتو نه صرف نظر وکړي .

يو باثباته ، خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان به د منطقې او جهان سوله ، ثبات او ګډ ژوند نور هم تقويه او د جهاني روابطو او اعتماد دپاره به مثال وګرزي .

په داخلي بعد کې دې چې دسياسي واک مساله ده ټولې ډلې ، سازمانونه ، احزاب او نور سياسي -مذهبي – کلتوري ګروپونه بايد دسياسي قدرت د لاسته راوستلو د پاره اولس ته رجوع وکړي او دزور ، کودتا ، فشار ، توطئي ، قتل او ترور په ځای دې د اهليت ، خدمت ، صداقت ، ابتکار او نوښت له لارې د اولس تائيد او تصديق په لاس راوړي.

د اولس د سياسي قدرت حق او مالکيت ته دې تابع شي ، ديوه مسلم او منلي حقيقت په توګه يې د قبول کړي او د خپل کار او فعاليت د ارزونې معيار او مقياس د اولس وګرزوي . سياسي قدرت ته د ثروت ، شهرت ، شهوت او په نورو د بادارۍ او حاکميت په سترګه کتلو زوړ ،فاسد ، مردوده او ناروا دود دی پرېږدي ، بلکې يو امانت او ماموريت يې دې د اولس له لوري وبولي چې په ساتلو او خدمت کې يې خپله ايمانداري او صداقت بايد ثابته کړي . د اولس د تصميم او فيصلې مطابق د عمل وکړي او بې د کومې بانې او دليله يې د قبوله کړي .

سياسي قدرت يعنې د ملت خدمت او چوپړ . مانا دا چې بادار ، سپارښت او ماموريت ور کوونکي اولس دئ چې ديوه قرارداد او تړون له مخې چاته تر کومو شرايطو لاندې ، د څومره وخت د پاره او په کومو حدودو کې د خدمت کولو وظيفه سپاري او د ادارې ، مديريت او منجمنټ د پاره يې تعينوي .

په دې طرزالعمل کې هر څومره چې مقام لوړ وي په همهغه اندازه يې مسؤليت هم پورته بايد وي او د قرارداد او تړون د سم سرته رسولو ځواب او حساب به ملت ته ور کوي .

که افغانان واقعاا ددې روانې تراژيدي ختمول غواړي او په خپله ادعا کې ريښتيني وي ، نو بايد دې دوو مهمو او حياتي فکتورونوته جدي توجه وکړي او د خپل تلاش او مبارزې اصل او محور يې وګرزوي . ترڅو هم دائمی -باثباته سوله راشي ، هم ترقي ، رفاه او عدالت تاءمين شي.

تېر تاريخ او د وروستيو لسيزو ترخو تجربو وښودله چې د پرديو مداخلو او د زور له لارې سياسي قدرت تر لاسه کولو څومره ځاني ، مادي ، مالي، اقتصادي او کلتوري تاوانونه دې ملک او اوسيدونکو ته يې ورسول .په ميليونو افغانان د خاورو خوراک، په ميليونو مهاجر او اواره شول ، په ميليونو ښځې بورې ، کونډې او يتيمې شوې او په ميليونو معيوب ، معلول او معتاد شول . وطن په لوټو بدل او ديوه لوی مصيبت او ناورين په ګرداب کې د غرقېدو په حال کې شو .

انسانيت کډه وکړه ، ځنګلي دستور حاکم شو .

دشيطاني افکارو او نظرياتو غوبل جوړ او د ټولنې ټولې منل شوې ديني ، افغاني ، انساني ، طبيعي او مدني ريښې د خارجي مداخله ګرو او داخلي زور اورو د فتنو ، شر او فساد په چړو غوڅې شوې .

دخارجي مداخلو او دزور له لارې د سياسي قدرت د لاسته راوړلو او تحميلي حکومتونو په قطع کېدو او بندېدو ، د افغانستان دبې طرفۍ په تضمين او د اولسي اقتدار په استقرار سره به دې ملت ته چانس پيداشي ، چې د کلونو کلونو ظلمونو او بې عدالتیو له وجهې منځته راغلي ټپونه سره سرېښ او د ملهم په ايښودلو يو دبل سره وصل او روغ کړي او د هغه تاريخي عذاب او ناورين نه چې د بهرني تجاوز او داخلي استبداد او زور واکۍ له وجهې ور سره لاس او ګريوان او په مصيبت يې اخته کړئ دئ نجات پيدا کړي .

ديوه ازاد ، خپلواک او مرفه افغانستان په هيله

تبصرې (3)

  • عزتمند هيښ صاحب
    ډېر په زړه پورې، خلاصه او عام فهمه وړانديز مو کړی،،، ان شاء الله ﷻ چې همداسې به کيژي.

  • مرحوم عبدالرحمان بابا فرمایی.
    ما غریب سڔی هوشیار لیدلی نه دی او مالدار سڕی ایماندار.
    نو اڕینه خبره عقل دی او په مونږ کی عفل نه شته نو ځکه په ملک کی مو غوبلی دی..
    ما ډیری تبصری متالعه کڔی خو ډیر افغانان په معلو باندی خبری کڕی نسبت علل باندی.
    هر یو داخبره کڔی چه افغانستان د استرتیجک د نفقتی له نظره څلور لاری گڼل کیږی نو ځکه هر یو زبرواکه ملک پر افغانستان باندی یرغل کڔی.
    که داسی وی نو بیا تژکیه او ایران څلور لاری نه بلکی شپږ لاری ملکونه دی خو بیا هم خپل حثیت یی حفظ کڔی او د غوبلو څخه بچ دی.
    گوری مونژ د لویو لوبو قربانیان یو دا ځکه چی په مونژ کی عقل نه شته.
    د شادگل یا د کونډی د زوی خبره ده چه وایی خلک پکی وژل کیږی او ملگری ورته وایی چه دا خو سیمانا ده.
    نن د افغانستان لوبه د script له مخی روانه ده او ډایرکتران یی صهونستی بانکونه دی چه د خپلو ڴټک لپاره افغانان د ترهگری په پلمه قربانی کوی او غربیان پدی غولوی چه مونز ته د افغانسان څخه لوی خطر دی.
    نن د inquiry په ورځپانه کی د سروی په اڕه لیکل شوی دی چه امریکا ته اصلی گواښ قرضداری ده او نه ترهگری یا روسان او چینایان دی.

  • د هر اصول لپاره خپل کیپسول موجود دی؛ باطل ته په حق کلک عزم شکست ورکول کیږی.
    هغه کنفرانسونه چی کفار د یو فرصت په توګه خپل شوم، ناوړه او د منافقت اهدافو رسیدلو لپاره په کار اچوی او مسلمانان په انتظاره کی ساتی او نوری ډلی ټپلی دسیسی پکی جوړوی، زر نهایی شی.