د سردار داودخان اووه کلن اقتصادي پلان او د ثور کودتا اغيزې

لیکوال

صفت الله خالد

د افغانستان معاصر سياسي تاريخ د نفوسو له لږوالي سره سره د پېښو او واقعاتو له پلوه يو ډک او شتمن سياسي تاريخ دى، چې د ګاونډيو هيوادونو له سياسي تاريخ سره کاملاً توپير لري. دتاريخ او جغرافيې پوهانو افغانستان د استعمارګرو ځواکونو د تګ او راتګ ستراتيژيک پُل، د ورېښمو د لارې د تقاطع ځاى، د نړۍ بام، د هنـد د دروازې، د اسلامي نړۍ دختيځې دروازې، د تمدنونو څلورلارې، دنړيــوالې سوداګرۍ دلويې لارې او ځينو نورو د آسيا دزړه په نومونو سره نومولى دى.

دا چې تل افغانستان د جيوپوليټيک ارزښت څخه برخمن ؤ؛ خو دغې ځانګړتيا له ځان سره د وينو ډکې پيښې او کړکېچونه هم لرلي دي، ځکه افغانستان د خپل حساس او ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره تل د لويو قدرتونو ترمنځ د سيالۍ او جګړې په ډګر بدل شويدى. دا ځکه چې د اسيا او اروپا سترو امپراتوريو همېش دا هڅه او مينه درلوده، چې هند ونيسي؛ خو کله به چې د يرغلګرو هېوادونو لخوا د هند ځينې برخې ونيول شوې؛ نو د هغه د ساتنې فکر به ورسره پيداشو. په منځنۍ آسيا کې د روس شاهي تزاري دولت د يوې فعالې امپراتورۍ په شکل په چټکتيا سره وده کوله، او هيله يې درلوده، چې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، چې پدې سره د بريتانيې چې هغه مهال يې په هند کې د نفوذ لټه کوله؛ حساسيت نور هم زيات شو، او د روس لخوا خطر او ګرمو اوبو ته د رسيدو هيله نوره په واقعيت بدله شوې وه، چې د همدې موخې لپاره يې په افغانستان کې مداخلې پيل او بالاخره د خپلو لاسپوڅو په لاس يې د ١٣٥٧لمريز کال د ثور مياشتې په اوومه نيټه د يوې کودتا په ترڅ کې افغانستان لومړنى جمهوريت راوپرځاوه.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ثور اوښتون او د لومړني جمهور رئیس سردار محمد داؤد خان د جمهوري حکومت ړنګیدل په هیواد کې د بیلابیلو بدبختیو او کړکیچونو پیلامه ګڼل کیږي. هغه اقتصادي او ټولنيز پلانونه چې سردار داودخان د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره په لاره اچولي وو، نيمګړي پاتې شول او هېواد مو د داسې بدبختۍ سره مخ شو، چې پايلې يې اوس هم زموم په ژوندانه کې ليدل کېږي. مخکې له دې چې د سردارداودخان د اووه کلن اقتصادي پلان تشريح کړو، لومړى به د داودخان لنډه پېژندنه او واک ترلاسه کولو په اړه معلومات وړاندې کړو.

داودخان څوک و؟:  سردارمحمدداودخان د سردارمحمد عزيز زوى، دسردار يحيى خان لمسى او د پاچا محمدظاهرشاه دتره زوى او اوښى دى، چې په کال ١٩٠٩م کې په کابل کې زيږېدلى دى. نوموړى لاځوان ؤ چې پلار يې د برلين (آلمان) د سفارت د ماموريت په وخت کې د يو محصل لخوا ووژل شو. سردار داودخان په کال ١٩٣٣م کې د  پاچامحمد ظاهرشاه له خور ميرمن زينب سره واده وکړ. اووه بچيان يې درلودل چې څلور يې لوڼې او درې يې زامن ؤ. داودخان د ښواخلاقو او ټينګ عزم څښتن ؤ، چې بچيان يې هم دپلار په شان دنيکو اخلاقو څخه برخمن وو. سردار داودخان د افغانستان سره ډېره مينه دلوده، تل به يې جريدې، ورځپاڼې او مجلې لوستلې تر څو د ورځنيو پېښو څخه خبر شي، ډېر وخت يې په اداري او سياسي موضوعاتو کې تېراوه. سردار محمد داوود خان د ودې او پرمختګ پلوی و او هڅه یې کوله چې، افغانستان په سیمه کې د یوه پیاوړي هېواد په توګه مطرح شي. هغه ښه سیاست پوه او ملي شخصیت و او هلې ځلې یې کولې چې؛ د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په رښتیا هم ملي او پیاوړي وي.

داودخان څنګه واک ته ورسېده؟

د ١٣٤٣ل کال داساسي قانون ۲۴ مادې د موادو په اساس د پاچا د کورنۍ هر غړی د صدارت څوکۍ ته له رسېدو بې برخې شو. د دیموکراسۍ د لسیزې په لس کلنۍ دوره کې اجرائیه قوه د پنځو صدراعظمانو (ډاکتر محمد یوسف، محمد هاشم میوندوال، نور احمد اعتمادي، ډاکتر عبدالظاهر او محمد موسی شفیق) له خوا په خپل وار سره اداره او رهبري شوه. د ډاکتر محمد یوسف د صدارت دوهمه دوره په ۱۹۶۵م کال کې تر ټولو لنډه دوره وه، چې څلور ورځې یې دوام وکړ. سردار محمد داودخان په دې وپوهيده، چې د ټاکنو له لارې يې واک ته رسېدل ناشوني شول، د اړتيا او واک ته رسېدو لپاره يې په پوځ کې يوې ډلې له ځان سره ملګرې کړ او د  ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په  ۲۶ مه  په دوو بجو د سردار محمد داؤد خان له لورې کودتا پېل شوه، او په پنځه ساعتونو کې یې د سلطنت کمپله ورټوله کړه. د سهار په اوو بجو د سردار محمد داؤد په وینا سره په هیواد کې سلطنتي نظام ړنګ او پر ځای يې جمهوري نظام اعلان شو.

د داودخان اووه کلن اقتصادي پلان:

دافغانستان دجمهوري دولت يو مهم اقدام د دولت د اوه کلن اقتصادي پلان جوړول و، چې دغه پلان په ١٩٧٦ز کال کې پيل او په ١٩٨٣ز کال کې پاى ته رسيده، په دغه پلان کې (٤٦٠٠) ميلونه ډالر پانگه په نظر کې نيول شوې وه، چې دپلان په پاى کې (٢٥٠٠) ميلونه ډالر عايد هېواد ته عرض کولاى شول. لاندې هېوادونو په دغه پلان کې دافغانستان سره مرسته کوله: ايران (١١٤١) ميلون ډالره، شوروي اتحاد (٥٧٠) ميلونه ډالره، سعودي عربستان (٦٣) ميلونه ډالره او ځينو نورو هېوادونو هم دافغانستان سره دمرستو وعده کړې وه. نوموړى پلان دکاغذ پرمخ له مخکينيو پلانونو څخه معقول او مکمل و، ځکه چې پدې پلان کې دنمايشي پروژو څخه صرف نظر شوى و او تمويل کوونکي منابع يې موثقې او د ډاډ وړ وې، خو ددې پلان تطبيق په دولتي اداره کې دپلان دتطبيق ادارې ناتواني او له حده څخه زياته اندازه په بهرنيو قرضو او مرستو باندې اتکاء درلوده، په ټولنيز پرمختيايي پروژو کې صنعت ته دلومړيتوب حق ورکړل شوى و، دنوموړي پلان ټول پيشبيني شوې پانګه په افغانيو ١٧٤،٤٢ مليارده وه، چې ددې جملې څخه ٦٢،١ مليارده (٣٦،١%) صنعت، کانونو او انرژى ته، ٣١،٥٠% مواصلاتو لپاره، ٧،٤%، دکرنې او اوبولګولو چارو ته او (٦)% ، ټولنيزو خدمتونو ته ځانګړې شوې وه. د ١٣٥٥ ل کال دپرمختيايې لګښت لپاره (٨٨٨٠) ميلون افغانۍ او ١٣٥٦ل کال کې بهرنى پور (٣٠٠) ميلونه ډالرو ته رسېده، چې دهغې جملې څخه (٧١،٢) ميلونه ډالره ايران، ٦٣،٩ ميلونه ډالره شوروي اتحاد، ٢،٣٠ميلونه ډالره دنړيوال بانک پرمختيايي اداري، ٣،٢٦ميلونه ډالره داسياپرمختيايي بانک، ١٧،٢ميلونه ډالره لويدېځ المان مرسته کړې وه، چې ٤١% پانګه د ١٣٥٦ل کال په اوږدوکې دصنعت او انرژۍ په برخه کې مصرف شوه. په ١٣٥٢ل کال کې دپانګې اچونې قانون جوړ شو او په هېوادکې يو شمېر کوچنۍ فابريکي هم جوړې شوې، دوخت په تيرېدوسره ٢٠٠ وړې او غټې فابريکې جوړې شوې چې ٤٠ زره کارګرانو په کې کار کاوه. په اوه کلن اقتصادي پلان کې لومړى دښوونې او روزنې په ډګر کې لومړنيو، منځنيو او ليسو په کچه ښوونځيو جوړول، په هرات کې دپوهنتون تاسيس او د ننګرهار پوهنتون پراختيا په پام کې نيول شوې وه، دينې مدرسې چې تر دغه مهاله په شخصي ډول د خلکو لخوا اداره کېدلې، دپوهنې وزارت پورې اړه ونيوه، دسواد زده کړې کورسونه هم جوړ شول. دهېواد په مختلفو سيمو کې دسرکونو اسفالت ته اقدام وشو، دمزارشريف، شبرغان ، ميمنې او هرات دسرکونو په کار پيل وشو، د اوسپنې پټلۍ سروې چې د هرات څخه ترکندهار او کابل پورې، دلښکرګاه څخه دايران ترسرحد پورې او د کندهار څخه تر سپين بولدک پورې او د کابل څخه د لوګر د عينک دميسو تر کان پورې او دک ابل څخه ترحاجي ګک د اوسپنې کان پورې غزول کېدې او ټول ١٨١٠کيلومتره کېده تکميل شوې وه او هغه سرک چې کابل يې دهزاره جاتو دلارې دهرات سره وصل کاوه کاريې پيل شوى و. د اوه کلن اقتصادي پلان په پايله کې ٨٣ زره هکتاره ځمکه دزراعت لپاره اماده کېده. دهېواد هوايي ترانسپورت په برخه کې دلوګر په نړيوال هوايي ډګر علاوه لس نور واړه هوايي ميدانونو جوړيدل په نظر کې نيول  شوي و. پدغه پلان کې په نظر کې نيول شوې و، چې د لګښتي موادو يو شمېر فابريکې لکه د ټوکر جوړولو قند جوړولو، سمينټ جوړولو او داسې نورو نړيوالو ټولنو په مالي مرستو او پور باندې جوړ کړاى شي او بنسټيز صنعت لکه: دبرېښنا، نفتو او دډبرو دسکرو صنعت به پراختيا ومومي. دايران حکومت د خپلې ژمنې له مخې لس ميلونه ډالر د بې بديله مرستې په بڼه دپام وړ پروژو دسروې او جاجونې په غرض د افغانستان حکومت په واک کې ورکړې، د اوسپنې پټلۍ غځولو او د لښکرګاه او زاهدان ترمنځ د سرک دتيرولو دکار څېړنه او ارزونه چې ټاکل شوې وه، دنوموړي دولت په مرسته به جوړېږي له همدې مدرک څخه په پلان کې تر لاس لاندې ونيول شو. په ١٩٧٤م کال سردارمحمدنعيم خان شوروي اتحاد ته سفر وکړ، چې ددغه سفر په نتيجه کې شوروي اتحاد د افغانستان سره د نورو مرستو وعده وکړه، ١٩٧٤ م کال د نومبر په مياشت کې د امريکا خارجه وزير هندى کسلجر کابل ته سفر وکړ او امريکا هم د محمدداودخان د جمهوري دولت سره ډيره مرسته وکړه، په ١٩٧٨م کال سردارمحمدداودخان دليبيا، يوګوسلاويا، هند، پاکستان، کويټ، سعودي عربستان او مصرهيوادونو ته سفرونه وکړل، چې په هر هېواد کې يې د مرستو غوښتنه منل کېده. سردارمحمدداودخان علاوه دپورته يادشوي هېوادونو يو شمېر نورو هېوادونو څخه هم مرسته ترلاسه کړه.په ١٣٥٥ل کال يې چکسلواکياڅخه ٨،٢٦ميلون ډالره، د يوګوسلاويا د انکارشرکت لخوا ٢٣٨،٦٦٠ميلون ډالرو په ارزښت دځينو فابريکو جوړولو وعده اخيستې وه.

پر اقتصادي پلان د ثور کودتا اغيزې:

د سردار محمد داودخان لخوا اوه کلن پلان يوه خورا لويه پروژه وه، چې د ثور اوښتون يې مخه ډب کړه. پدغه پلان کې دصنعت او کرنې پرمختګ، دسرکونو او داوسپنې دلارو جوړول، دکانونو ايستل، سوداګرۍ لپاره داسانتياوو برابرول، دينې مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو جوړول ، دښځو دژوند دښه کولو لپاره موسسې، دبې سوادۍ کورسونه جوړول په پام کې نيول شوي و. که چېرې دغه پلان په بشپړه توګه عملي شوى واى نو په پوره باور سره به زمونږ په ټولنه کې دخلکو دژوند په سطحه کې بدلون راغلى واى،خو متاسفانه کمونستي کودتا د ياد پلان پر عملي کېدا کې يو لوى خنډ شو. د ثور خونړۍ کودتا چې د افغانستان د ويجاړۍ پيل بلل کېږي، د داودخان خان اووه کلن اقتصادي پلان يې چې د عملي کېدو چارې يې پيل شوې وې، نيمګړى پرېښود او په هېواد کې داسې ناورين پيل شو، چې تر اوسه يې اقتصادي، سياسي، ټولنيزې او کلتوري اغيزې پر ځاى پاتې دي.

ماخذونه: ١-محمدکريم عطايي ((شهيدسردارمحمدداودخان  او د چنگاښ د ٢٦مې نيټې پاڅون))، ٢-عبدالصمد غوث ((د افغانستان سقوط))، ٣-عبدالغفار فراهي ((افغانستان د ديموکراسۍ په کلونو کې))، ٤-مستعلي خان نيازى (دسردارمحمدداودخان سياسي ستونزې)).

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

داود خان ته به یې په خپله شاهي کورنۍ کې د داود دیوانه خطاب کاوه. یو عقده یي سړی وو. کودتا چې د هرڅه لپاره او په هر نیت ترسره کېږي، یو ناقانونه او غیر اصولي کار دی. که څوک د هېواد لپاره ښه پلانونه په سر کې لري نو ښایي چې د خلکو سره یې شریک او د هغوی په مرسته واک تر لاسه کړي او بیا خپل پلانونه عملي کړي. داود خان د ظاهر شاه په مټ د صدارت له څوکۍ څخه لېرې شو او لس کاله یې په کور کې چورتونه وهل او په کودتا یې سر… نور لوستل »