د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو ټاکنيزې شميرې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمييسون د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شميرې د پچه اچونې له لارې ځانګړې او اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشريزو ټاکنو ته د اتلسو نوماندانو له جملې څخه رحمت الله نبيل په لومړۍ شميره کې راغلی دی او اشرف غني په اتمه شميره کې راغلی دی.

په دې ليست کې وروستۍ شميره د زلمي رسول رسېدلې ده.

په دې پچه اچونه کې د يادو نوماندانو ټاکنيزې نښې هم اعلان شوي دي.

د ټاکنو کميسيون د پلان سره سم له دې وروسته به د ټاکنو له پاره د بوديجې او امنيت په لارو چارو کار کوي ترڅو راتلونکو ټاکنو له پاره اقتصادي او امنيتي پلان جوړ شي.

د ټاکنو کميسيون د پچې اچونې له مخې نوماندانو ته لاندې شميرې رسېدلي دي.

۱. رحمت الله نبیل

۲. سید نورالله جلیلي

۳. فرامرز تمنا

۴. شیدا محمد ابدالي

۵. احمدولي مسعود

۶. نورالرحمن لیوال

۷. محمد شهاب حکیمي

۸. محمد اشرف غني

۹. عبدالله عبدالله

۱۰. محمد حکیم تورسن

۱۱. ګلبدین حکمتیار

۱۲. عبدالطیف پدرام

۱۳. نورالحق علومي

۱۴. محمد ابراهیم الکوزی

۱۵. غلام فاروق نجرابي

۱۶. عنایت الله حفیظ

۱۷. محمد حنیف اتمر

۱۸. زلمی رسول

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د