ننګرهار: ګډو ځواکونو د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو يو ځل بيا د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولې چې په نتيجه کې يې د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه ولسی وګړي وژلي.

د ننګرهار د مومندرۍ ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو نن د سهار له لمانځه مخکې ددې ولسوالۍ په هزار ناو سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې وهلي دي چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په وژل شويو کسانو کې د يو پلار او درې زامنو سربيره يو بل تن هم چې ميلمه و، وژل شوی دی.

د سيمې اوسېدونکو ويلي دي چې وژل شوي کسان دوکانداران او بزګران وو او له کومې وسله والې ډلې سره يې تړاو نه درلود.

د يادونې وړده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتي شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ يوناما په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپور خپور کړی و چې په کې يې د ولسي وګړو ۵۳ سلنه مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په غاړه اچولې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

بلا وهلي دي ټول د ورته را پورته شي او دولتي ادارې د اشغال کړي سرکونو ته دې را اووځي ټول ملت د په مظاهرو لاسونه پورې کړي او خپلو خپلوانو ته د واضح کړي چې د فاسد دولت له عسکري او ملت وژنه نه ځان ګوښه کړي او پرې ئيږدي!!!!!!