جلال آباد: ناڅرګندو وسلوالو یو خبریال ویشتلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۵غوایی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار د امیرشهید باغ په سیمه کې یو خبریال د نامالومو کسانو له لوري تربرید لاندي راغلي او د ډزو په نتیجه کې یې نوموړی شدید زخمي کړی دی.

د عمران لمر په نوم د سیمه ایزي رادیو (مزل) خبریال نن د ورځي ناوخته جلال آباد ښار کې د وسلوالو کسانو په ډزو لګیدلی.
نوموړی په زخمي حالت کې د جلال آباد ملکي روغتون ته رسول شوی، د ډاکټرانو په وینا حالت یې نازک بریښي.

شاه محمود شینواری د (مزل) راډیو مسئول هم پیښه تائید کړي او ویلی دی چې د دوی خبریال د ډزو له امله شدید زخمي دی او دا مهال د جلال آباد د ملکي روغتون عاجل واټ ته رسول شوی دی.

بلخوا د رسنیو د ملاتړ دفتر (نــی) په خپله خبرپاڼه کې له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړي چې عمران لمر دې ژر تر ژره د الوتکي په وسیله کابل ته ورسوي، چې په وینا یې د نوموړي حالت د تشویش وړ دی.

څه موده وړاندي په هلمند کې هم د نثاراحمد احمدي په نوم یو سیمه ایز خبریال په چاودنه کې زخمي شو چې حکومتي ځواکونو په عاجله توګه د نظامي هلیکوپتري په وسیله مرکز کابل ته ورساوه.

دا پیښه په داسي حال کې رامنځ ته کیږي چې له څو میاشتو راهیسي د جلال آباد امنیت ملي اردو ته سپارل شوی، ترڅو امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د