کابل: د بشري حقونو کمیسون د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما خلاف راپور ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه،۶غوایی، ۱۳۹۸ل): کابل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپور خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د یوناما د هغه راپور خلاف ارقام پکي ښودل شوي؛ چې د روان میلادي کال د لومړۍ څلورمي برخي په اړه یې خپور کړی و.

په دغه تازه راپور کې وسلوال طالبان او داعش ډله د ولسي مرګ ژوبلي د ډېرې برخې مسؤل بلل شوي، په داسي حال کې چې څو ورځي وړاندي د یوناما په یاد راپور کې د ملکي تلفاتو د زیاتي برخي پړه پر ګډو ځواکونو اچول شوي وه.

کابل کې د بشري حقونوکمېسیون، د دغو تلفاتو ۵۳٪سلنه پړه پر وسلوالو طالبان اچولي، ۱۲٪سلنه مسؤلیت یې داعش ډلي ته راجع کړی، او فقط ۱۱٪سلنه پړه یې پر افغان امنیتي او بهرنيو ځواکونه اچولي.

ولي، د یوناما د راپور پر آساس د ملکي تلفاتو ۵۳٪سلنه د دولتي ځواکونو، ۳۹٪سلنه د وسلوالو ډلو او ۸٪ سلنه یې د ګډو ځواکونو پرغاړه ښودل شوي ده.

د بشري حقونو کمیسون راپور که څه هم د تیرلمریز کال دی خو د یوناما له راپور سره څرګند توپیر لري.

د دغه کمیسون مشرې سیما سمر ویلي، که له یوې خوا د ولسي وګړو مرګ ژوبله کې ۱۹٪ سلنه زیاتوالی راغلی، خو له بلي خوا د وژل کیدو په پیښو کې کمښت راغلی دی.

د دغه بنسټ په یوه نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې په تېر لمریز کال کې له ۱۱ زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چې ۳زره او۳۲ تنه وژل شوي او۸ زره او۱۸۰ نور ټپیان دي. دا شمېرې د تېر۱۳۹۶ لمریز کال په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې ۱۹٪ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي: « د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په دې باور دی چې د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ اوربند د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره اغېزمنه لار ده.»

بلخوا طالبانو دوې ورځي وړاندی د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي و چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لومړۍ درجه عاملين امريکايان دي.

طالبانو د يوناما په ګډون پر ټولو بشر پالو او حقوقي ټولنو غږ کړی و چې د ملکي وګړو له ژوند سره دې سیاسي لوبي نه کوي، بلکي هر هغه بي پرې لاره دې غوره کړي چې په کې د انسانانو ژوند ساتنه وشي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري پر ولسي وګړو ړندې بمبارۍ او شپنيزعمليات زيات شوي چې له امله يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې بې ساري زياتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

۱۰۰ % سل فیصده د افغان ولس قتل عام مسول هغه څوک دی چی اتلس کاله وړاندی یی د افغان ولس سره نامشروع او له نړیوال قانون خلاف جنګ شروع کړ چی عبارت له اشعالګرو او ورسره ملګری ایتلافیان دی. د اشعال له لومړی ورځی د افغان بی دفاع ولس قتل عام شروع دی چی تر نن ورځی دوام لری او تر کومه به روان وی الله د افغان ولس ناصر او حافظ شی. امین که څوک په سر کی زره عقل ولری د افغان ولس قتل به په افغان ولس ونه تپی دا ناقصی او بی بنسټه خبری د… نور لوستل »