خالد همت هاشمي په نامه د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل چې د تيرې شپې په چاپه کې وژل شوی دي.

ننګرهار: ګډو ځواکونو د ښوونکو او محصل په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه،۶غوایی، ۱۳۹۸ل): هيواد کې د ولسي وګړو په کورونو د چاپو او شپنيو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ننګرهار ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو چاپو کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ فاتح خيرکی کې تيره شپه د ګډو ځواکونو په چاپو کې د ملکي وګړو په څو کورونو چاپې اچول شوي دي او ياد کسان په کې وژل شوي دي.

په دې وژل شويو کسانو کې ډيری يې پلار او زامن شامل دي او په دې کې دوه تنه ښوونکي او يو د پوهنتون محصل هم دی.

له سيمې څخه يوې سرچينې نن ټکي اسيا ته ویلي دي چې د تيرې شپې په چاپه کې د خالد او صحت په نامه دوه تنه ښوونکي، حاجي ظاهر او د هغه زوی، نوربت او د هغه زوی، لاجبر او د هغه زامن او په يو بل کور کې درې ورونه او د خالد همت هاشمي په نامه د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي يو محصل په ګډون دوه تنه نور وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې وژل شوي ټول ولسي وګړي دي او په دې چاپه کې هيڅ طالب نه دی وژل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د ننګرهار ولايت مومندرۍ ولسوالۍ په هزار ناو سيمه کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه وژل شوي وو.

يادونې وړده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتي شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

وړمه ورځ يوناما په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپور خپور کړی و چې په کې يې د ولسي وګړو ۵۳ سلنه مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په غاړه اچولې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

که اشعالګر او سره کفار د چا د زړه ټوټه زوی، لور، مور او پلار ورته په کور کی په د سر سر په ټوپک علبیل علبیل کړی که بیا هزار وار سولی وشی افغان ولس به خپل انتقام پرینږدی افغان هغه غیرتی ولس چی چا ته د چرګی پور هم نه پریږدی. د افغان ولس استازی علماء کرام چی ټول ولس ورپسی ولاړ او ملا تړلی ده باید لاس تر زنی کیښنه نی او نور داسی حالاتو ته انتظار ونکړی د اشعالګرو له منافقته ډکه د سولی پالیسی توره او سپینه زر تر زره نهایی کړی او معلومات له… نور لوستل »

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د افغان ولس د اشعال او د دوی د منافقی سولی پر وړاندی اوسلی ختمی شویدی په دواړو کی به ورته په لغتو وهیږی.